"طالبانو د فاریاب بلچراغ ولسوالي نیولې"

یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، تېره شپه شاوخوا اوه بجې وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوستلې ده.
هغه زیاته کړه، د دغې ولسوالۍ د امنیې سرپرست قومندان له ۳۰ پولیسانو او د ملي اردو له یو شمېر سرتېرو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.
د هغه په خبره، د یادې ولسوالۍ ډېرې برخې لا پخوا د وسله والو طالبانو لاس کې وې او د ولسوالۍ په مرکز کې یوه کوچنۍ سیمه د دولت په واک کې وه.
د فاریاب د ولایتي شورا رییس طاهر رحماني هم له بي بي سي سره په خبرو کې د بلچراغ ولسوالي سقوط تایید کړ او زیاته یې کړه، ولسوالۍ پر سقوط سربېره د امنیه قومندانۍ د سرپرست او د امنیت امر په ګډون ۴۰ افغان امنیتي ځواکونه (پولیس او ملي اردو) هم طالبانو ته تسلیم شوي دي.
په ورته وخت کې یاد امنیتي چارواکی دا هم وايي چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د چلګزی بازار هم تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی دی.
د هغه په خبره، یوه ورځ وړاندې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ جګړه شوه چې په پایله کې یې د ملي اردو ۱۰ سرتېري ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
د چلګزي بازار د قیصار ولسوالۍ له مهمو سیمو ګڼل کېږي چې ټولټال ۲۴ کلي لري.
د فاریاب د ولایتي شورا رییس وايي، د فاریاب امنيتي وضعیت اندېښمنوونکی دی. دغه ولایت ۱۴ ولسوالي لري چې یوازې ۴ د دولت په لاس کې دي او ۷ یې دمګړۍ طالبانو کلابندې کړې دي.
د هغه په خبره، دمګړۍ د غورماچ، کوهستانات او بلچراغ ولسوالۍ له طالبانو سره دي.

د عکس سرچینه، FARYAB.PGO
فاریاب د افغانستان په شمال کې له ناامنه ولایتونو دی. د تېرې اونۍ په لومړيو کې طالبانو بلچراغ ولسوالۍ اړوند د ((چینايي اډې)) په نامه د ملي اردو پر یوه اډه برید وکړ
د ۱۴۰ ملي اردو سرتېرو له ډلې یې ۵۰ ژوندي ونیول او پاتې نور یې ووژل یا ټپیان شول.
ځايي چارواکو ادعا کوي چې وسله والو طالبانو ټپیان هم وژلي وو.
تر اوسه له د طالبانو په بند کې د ګیرو ملي اردو سرتېرو د برخلیک په اړه معلومات نه شته.









