یونما: سږ کال د هوايي بریدونو له امله ولسي مرګ ژوبله ٪۵۲ ډېره شوې

جنازه

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د یونما د رپوټ له مخې، د افغانستان شخړه کې د روان کال د لومړۍ نیمايي ملکي تلفاتو کابو اوه سلنه هوايي عملیاتو ته منسوبه شوې.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، د تېر کال شپږو میاشتو پرتله د سږ (۲۰۱۸) کال همدې موده کې، افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله ولسي مرګ ژوبله ۵۲ سلنه ډېره شوې ده.

یونما دا رپوټ په داسې مهال خپور کړی، چې تېرو دوو ورځو کې افغانستان کې د هوايي بریدونو له کبله د ولسي وګړو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي.

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یونما دفتر د سپټمبر ۲۵مه (تله ۳مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، په روان کال کې د هوايي بریدونو له کبله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

یونما پخپل راپور کې زیاتوي: "دې ماموریت د هوايي بریدونو ۵۲ سلنه د افغانستان هوايي ځواک ته، ۴۵ سلنه نړیوالو نظامي ځواکونو ته او پاتې نور ۳ سلنه نا پېژندل شوو دولت پلوه ځواکونو ته منسوبه کړې."

د یونما د رپوټ له مخې، د افغانستان شخړه کې د روان کال د لومړۍ نیمايي ملکي تلفاتو کابو اوه سلنه هوايي عملیاتو ته منسوبه شوې.

یونما د تېرې شنبې په ورځ کاپیسا ولایت کې د ولسي وګړو وژل کېدو ته په اشاره ویلي، تګاب کې د یوه ښوونکي پر کور هوايي برید د ماشومانو او ښځو په ګډون د کورنۍ نهه غړي ووژل او ګڼ نور ټپیان کړل.

یونما د جګړې له دواړو غاړو د نښتو او جګړو پرمهال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د پرېکنده ماموریت غبرګون

په افغانستان کې پرېکنده ماموریت یوه خبرپاڼه کې د یونما د راپور په اړه غبرګون کې ویلي، د کاپیسا عملیاتو په اړه معلومات څېړي او پایلې به یې وروسته شریکې کړي:

"موږ اوسمهال د کاپیسا د پېښې په تړاو ټول عملیاتي، اړوند او باوري معلومات څېړو. په دې کې هغه معلومات هم دي چې افغان لوري او د کلیو مشرانو موږ ته راکړي. موږ به په دې تړاو وروستي معلومات شریک کړو."

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

یونما د وردګو ولایت جغتو کې هوايي برید ته، چې د کاپیسا له برید وروسته وشو، هېڅ اشاره نه ده کړې.

د افغانستان دفاع وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، د جغتو ملا حافظ کلي کې یې د وسله والو طالبانو یو زندان په نښه کړی، چې ګڼ طالبان یې پکې وژلي.

خو د سیمې خلک وايي، په دې برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ګڼ ولسي وګړي وژل شوي.

یونما وايي، د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د هوايي بریدونو له امله دوی د ۱۴۹ ولسي وګړو وژل کېدل او ۲۰۴ نورو ټپي کېدل مستند کړي.

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یونما د جګړې له دواړو غاړو د نښتو او جګړو پرمهال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

دا هم د لوستلو دي: