یوناما: د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی شونی دی

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستدویه پلاوي دفتر یا "یوناما" د افغانستان په روانه جګړه کې پر ښکیلو غاړو غږ کړې چې د ولسي وګړو د خوندیتوب په موخه خپلې هڅې ډیرې کړې.
یاده اداره په جګړه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپل وروستي ۳ میاشتني رپوټ کې وایي، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۷ کال همدې مودې هومره لوړه ده.
یوناما وایي، د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر ۳۱ مې نیټې پورې یې ۲۲۵۸ ملکي تلفات ثبت کړي.
په دې ډله کې ۷۶۳ کسان وژل شوي او ۱۴۹۵ ټپیان دي
د یوناما په وینا، د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو په لومړیو دریو میاشتو کې هم په ورته کچه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال اېنګرېډ هېډن ویلي، افغان ولسي وګړي لا هم په جګړه کې راګېر دي او کړېږي.
د نوموړي په وینا، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخینوی کېدلی شي، او دا لړۍ باید پای ومومي.
د ۲۰۱۸ کال لپاره د یوناما په لومړي ۳ میاشتني رپوټ کې ویل شوي، ولسي وګړو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې تر ټولو لوی لاملونه د ځانمرګي بریدونه، د سړک غاړې ماینونه او نور پېچلي بریدونه وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
مخامخ جګړه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې دویم لوی لامل بلل شوی.
رپوټ په دې اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې د دولت وسله والو مخالفیو په لاس ولسي وګړو ته ور اوښتې مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
د یوناما وروستۍ شمېرې ښیي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو درییو میاشتو کې د دولت د وسله والو مخالفینو په لاس ۱۵۰۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ور اوښتې، چې د تېر کال پرتله ۶ سلنه لوړوالی پکې راغلی.
خو بل لور ته د دولتي ځواکونو په لاس ولسي وګړو ته ور اوښتې مرګ ژوبله کې ۱۳ سلنه کموالی ښودل شوی.










