سرور دانش: طالبان د اویایمو کلونو تېروتنه تکراروي، خو په دې چاره کې به له تاوان سره مخامخ شي

د عکس سرچینه، Social media
د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، طالبان د اویایمو کلونو تېروتنه تکراروي، خو په خبره یې په دې چاره کې به خپله له تاوان سره مخ شي.
د ښاغلي دانش په وینا طالبانو په هغو سیمو کې د ولسوالیو نیول پیل کړي چې هلته په هیڅ ډول له ټولنیز او فرهنګي پلوه نه منل کېږي.
ښاغلي دانش پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي، په اویایمو کلونو کې هم مرکزي سیمو وښوده چې په هیڅ ډول د طالبانو زور او انحصار غوښتنې ته تسلیم نه شول.
ښاغلي دانش ولسي پاڅون ته په اشارې سره وویل، ''د دولتي حاکمیت په چوکاټ کې له جمهوریت، او د افغانستان د نظام دښمنانو ځپلو لپاره '' په ملي کچه مقاومتد بڼې موندلو په حال کې دی ''
د افغان ولسمشر مرستیال دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو لاس ته د شاوخوا شپږو نورو ولسوالیو د نیولو خبرونه ورکول شوي دي.
ویل شوي په کندوز ولایت کې شیرخان بندر او د امام صاحب او چاردرې ولسوالیو مرکزونه، په ارزګان ولایت کې د چورې ولسوالي اوهمدا راز په پکتیا کې د لجه منګل او میرزکې ولسوالۍ طالبانو نیولي.
په همدې وخت کې افغان امنیتي چارواکي د کندوز د علي اباد ولسوالۍ، د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ، د بغلان دوشي او په تخار کې د خواجه غار او بنګي ولسوالیو د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.
افغان امنیتي چارواکو ویلي له لاسه د تلليو سيمو د بېرته نیولو او ساتلو پلانونه چمتو شوي دي.
بل لور ته د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وايي، له طالبانو سره د مبارزې لپاره د ولسي پاڅونوالو لسګونه ډلې رامنځته شوې دي.

د عکس سرچینه، SOC
نوموړي پرون وویل، چې بلخ ته به له طالبانو سره د مبارزې لپاره لاړ شي.
نوموړي دغه راز په ټول افغانستان کې د جمعیت اسلامي ګوند له پلویانو غوښتي چې د ده په خبره ''له خپلې خاورې د دفاع لپاره ''خوځښتونه پیل کړي.
له دې مخکې د افغانستان په شمال ختیځ کندوز ولایت کې د ولایتي شورا یو غړي وویل، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او دواړه خواووې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر هم کوي.
د کندوز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني په وینا طالبانو د دغه ولایت د شیر خان بندر او د امام صاحب ولسوالۍ مرکزونه نیولي دي.
دغه راز د کندوز چارواکو ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو یو شمېر کسان چې دوی د طالبانو نفوذي غړي بللي نیولي، د مسؤلینو په وینا، دوی د سپین ږیرو په نوم امنیتي ځواکونه هڅول چې پرته له جګړې طالبانو ته تسلیم شي.
بل پلو په پکتیا ولایت کې هم د لجه منګل او میرزکې ولسوالیو د سقوط خبرونه ورکول شوي دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا ریس عبدالمالک ځاځي بي بي سي ته وویل، که د امنیتي ځواکونو ملاتړ و نه شي نو ښايي نورې ولسوالۍ هم سقوط وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا بیا د طالبانو له خوا په ارزګان ولایت کې د چورې او په کندهار کې بیا د میوند ولسوالیو مرکزونو د نیولو راپورونه ورکول شوي دي.
په همدې حال کې د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي تېره شپه ناوخته هوایي ځواکونو د دې ولایت ازرې ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي، چې د دوی په وینا ٤٦ تنه طالبان پکې وژل شوي دي، خو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
افغان امنیتي چارواکي وايي، د ځینو له لاسه تلليو ولسوالیو ولکه یې بېرته ترلاسه کړې ده.
دوی په کندوز کې د علي اباد ولسوالي، د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ، د بغلان دوشي او تخار کې د خواجه غار او بنګي ولسوالیو د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.
په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د جنګ جګړو لړۍ پراخه شوې ده چې په لړ کې یې د خینو راپورونو له مخې طالبانو په مختلفو ولایتونو کې لسګونه ولسوالۍ نیولې دي، خو حکومت د له لاسه وتلو سیمو پر بېرته نیولو ټینګار کوي.










