د طالبانو له خوا د ولسوالیو نیول؛ پنټګان: ښايي د ځواکونو وتل ورو شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، امریکایي مشران له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمختګ ارزوي او دغه هېواد کې د عملیاتو د حالت له مخې پرېکړه کوي.
د امریکا دفاع وزارت دا څرګندونې په داسې مهال دي چې طالبانو پرون په بلخ، کندوز، جوزجان، بغلان او زابل کې د نژدې لسو ولسوالیو د نیولو ادعا وکړه.
د طالبانو دې بریدونو ته په پام د پنټګان ویاند جان کربي وایي، دفاع وزیر لوییډ اسټن او د امریکا مرکزي قومنداني او افغانستان کې پوځي مشران پرلپسې "د ځواکونو اېستلو چټکتیا، هغه وړتیا چې موږ یې لرو او د ځواکونو اېستلو بشپړلو ته اړینه وړتیا پرلپسې څاري."
نوموړي زیاته کړه "لکه له پیله مو چې ویلي وو، مهالوېش شته، خو د حالاتو بدلېدو ته په پام دا مهالوېش بدلېدلی شي."
له افغانستان د ټولو ځواکونو وتلو لړۍ تېره مۍ میاشت پیل شوه او تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي، پنځوس سلنه ځواکونه یې اېستلی او ښايي دا لړۍ تر سپټمبر مخکې بشپړه شي.
خو ښاغلي کربي دا هم وویل، چې له افغانستان د ټولو ځواکونو اېستلو لپاره ټاکلی مهالوېش نه بدلېږي او بل دا چې دا وتل به د سپټمبر پر هغه نېټه بشپړېږي چې ښاغلي بایډن اعلان کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر جو بایډن په تېره اپرېل میاشت کې له افغانستان د ټولو ځواکونو اېستلو نېټه د سږني سپټمبر ۱۱ اعلان کړه چې پر امریکا د بریدونو له شلمې کلیزې سره برابره ده.
د ښاغلي بایډن دې پرېکړې سره ناټو هم وویل، چې د دې تړون ځواکونه هم تر ټاکلې نېټې له افغانستان وځي.
خو امریکا او ناټو بیا بیا وايي، د ځواکونو تر وتلو رووسته یې هم له افغانستان سره مالي او پوځي مرستې او د ځواکونو روزلو پروګرام دوام لري.
رویټرز خبري اژانس تېره اونۍ د یو شمېر جګپوړو لوېدیځو چارواکو له قوله وویل، ناټو له قطر غوښتي چې په دغه خلیجي هېواد کې د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې لپاره پوځي اډه ورکړي.
جان کربي هم وايي، د افغانستان د حالت د نورو اړخونو ارزول لا هم روان دي او په مختلفو کچو قومندانان په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د هغه لپاره اکمالات ارزوي.
خو جان کربي وویل، امریکايي پوځ به وار دمخه افغان حکومت ته اړتیا وړ ملاتړ برابر کړي او دا وړتیا لا دمخه شته، مشران د ماموریت د ترسره کولو لپاره د لا غوره لارې په لټه کې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره مۍ میاشت له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل او ور سره پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه هم ډېر شول.
د ځینې رپوټونو له مخې له هغه راهیسې دې ډلې مختلفو ولایتونو کې تر پنځوسو ډېرې ولسوالۍ نیولې دي او دا وېره پیدا شوې چې تر ولسوالیو نیولو وروسته پر ولایتي مرکزونو بریدونه وکړي.
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره اونۍ د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو له خولې وايي، پنټګان یا دفاع وزارت د داسې اجازې ترلاسول ارزوي چې که د طالبانو له خوا د کابل یا د افغانستان د نورو مهمو ښارونو د نیولو وېره وي، نو ځواب کې یې دوی د افغان پوځ په ملاتړ هوايي بریدونه وکړي.
دا چارواکي له نوم پرته زیاتوي، لا هم په دې هکله کومه پرېکړه نه ده شوې، خو یو غوراوی هم دا دی چې که د افغانستان پلازمېنه له نیول کېدو یا کلابندۍ سره مخ وي او د وګړو یا د امریکا سفارت د کارمنانو او د دغه هېواد د ملګرو ژوند په خطر کې وي، نو ځواب کې یې د امریکا جنګي یا بې پیلوټه الوتکې لاس په کار شي.











