اسټن: القاعده ۲ کلونو کې افغانستان کې بیا منظمېدلی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د امریکا د فاع وزیر لوییډ اسټن وايي، د دې امکان شته چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دوو کلونو په موده کې القاعده بیا منظمه او امریکا ته ګواښ پېښ کړي.
لوییډ اسټن چې د امریکا مشرانو جرګې (سنا جرګې) د یوې جرګګۍ د غړو پوښتنې ځوابولې له افغانستان یې امریکا ته د القاعده او داعش ډلو پېښېدونکی احتمالي خطر متوسط وباله.
د مشرانو جرګې د غړو اندېښنې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر پایلو ورټولې وې.
جمهوریپال سناتور لینډسي ګراهام په ځانګړي توګه له دفاع وزیر او د لویو درستیزانو کمیټې له مشر دالقاعده او داعش ډلې په اړه وپوښتل: ارزونه څه ده چې د القاعده یا داعش ډلو بیا تنظیم څومره شونی دی، په ټیټه کچه، متوسطه او که په لوړه؟
دفاع وزیر لوییډ اسټن په ځواب کې وویل، افغانستان کې د القاعده یا داعش ډلې د بیا تنظیمېدو خطر متوسطه درجه کې کې دی.
هغه زیاته کړه: "زما له نظره متوسط دی. غواړم دا هم ووایم چې ښايي د دوو کلونو موده کې دوی خپلې وړتیاوې پراخې کړي. "

د عکس سرچینه، Getty Images
د لویو درستیزانو کمیټې مشر مارک میلي د دفاع وزیر د خبرې په تایید وویل چې که وضعیت کې بدلون راځي نو بیا خطر لوړېدای هم شي.
خو ښاغلي میلي د امریکا له خوا د افغان حکومت او ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټېنګار وکړي.
د هغه په خبره، "د امریکا ولسمشر غواړي چې هلته زموږ سفارت پرانستی وي، د سفارت امنیت لپاره به خپل ځواکونو ځای پر ځای کوو، له افغان حکومت سره به ګډ کار ته دوام ورکوو. د افغان ځواکونو مالي ملاتړ به کوو او د وضعیت د خرابېدو مخه به نیسو. موږ د همدې لپاره پلان لرو او د همدې لپاره کار کوو. "
طالبان څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکي پرې کوي.
خو افغان حکومت، ملګري ملتونو او امریکايي چارواکو په تېر کې ویلي چې د القاعده او طالبانو ترمنځ لکه د تېر په څېر اړیکي شته او القاعده ان په بریدونو کې له طالب وسله والو سره برخه اخلي.
طالبان دا تورونه ردوي او ټېنګار کوي چې د دوحې هوکړې له مخې یې عمل کړی دی.










