جو بایډن: امریکايي ځواکونه د اسامه وژلو سره افغانستان کې خپل هدف ته ورسېدل

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد کانګرس ته وینا کې پر نورو مسلو سربېره له افغانستان د ځواکونو ايستلو پرېکړې ته په اشاره وویل، چې ځواکونه یې دغه هېواد کې خپل هدف ته رسېدلي دي.

دا د تېرې جنورۍ پر شلمه تر ولسمشرېدو راهیسې اول ځل دی چې ښاغلی بایډن د کانګرس دواړو جرګو ته وینا کوي.

جو بایډن خپله وینا کې له افغانستان د ځواکونو اېستلو ته هم اشاره وکړه چې د نوموړي د پرېکړې له مخې د راتلونکي سپټمبر تر ۱۱ له افغانستان وځي.

ښاغلي بایډن د القاعده د مشر وژلو سره وویل، چې امریکا شل کاله مخکې د القاعده د ګواښ ختمولو لپاره افغانستان ته لاړه او د اسامه بن لادن په وژلو سره یې خپل هدف ترلاسه کړ:

"افغانستان کې پکار نه و چې څو نسله ګام پورته شي، موږ افغانستان ته لاړو چې هغه ترهګر چې د سپټمبر پر ۱۱ یې پر موږ برید وکړ له منځه یوسو. ومو ویل چې اسامه پسې ځو، موږ هغه پسې لاړو او هغو مو دوزخ ته ورساوه. "

د هغه په خبره، له شل کاله "ارزښتناکو هڅو او قربانۍ وروسته" اوس د دې وخت را رسېدلی چې امریکا له افغانستان خپل ځواکونه خپل وطن ته ستانه کړي.

هغه د امریکا پوځ د نړۍ تر ټولو غوره ځواک وباله او زیاته یې کړه، تېرو ۴۰ کلونو کې د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې بچیانو یې جنګي سیمه کې خدمت کړی دی.

د ښاغلي بایډن په خبره، اوس افغانستان کې داسې امریکايي سرتېري هم جنګېږي چې ان پلرونو یې افغان جګړه کې برخه اخیستې او نور داسې امریکايي پوځیان هم افغانستان کې شته چې د سپټمبر ۱۱ د بریدونو پر مهال زېږېدلي نه وو.

افغانستان او القاعده

بن لادن

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغان شوروي جهاد پر مهال د القاعده پخوانی مشر د افغانستان ختیځ کې له افغانانو سره.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ بریدونو مسووله القاعده وبلله او وروسته یې پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو واکمني یې وپرځوله.

خو امریکايي ځواکونو افغانستان کې د طالبانو سره تر نږدې لس کاله تاوتریخوالي وروسته د ۲۰۱۱ کال د مۍ پر ۲ د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نږدې ۵۰ کیلومتره لرې په ایبټ اباد کې اسامه بن لادن وواژه.

د طالبانو تاوتریخوالي او بریدونه افغانستان کې لا هم ډېر شول او امریکا د ۲۰۲۰ کال لومړیو کې له طالبانو سره د سولې تړون وکړ.

د دې تړون له مخې ټاکلې وه د روانې اپرېل میاشتې تر پای امریکا له افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي، خو بایډن دا نېټه د راتلونکي سپټمبر ۱۱ ته اوږده کړه.

د طالبانو او امریکا د تړون له مخې طالبان هم له القاعده او نورو وسلوالو ډلو سره اړیکي پرېکوي او افغانستان کې د خپل واک سیمو کې بیا "ترهګرو" ته ځای نه ور کوي.

رپوټونه څه وايي؟

ټاکلې ده د سپټمبر تر ۱۱ ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټاکلې ده د سپټمبر تر ۱۱ ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي.

د امریکا خزانې وزارت د ۲۰۲۰ کال یادښتونو کې- چې د تېرې جنورۍ وروستیو کې "لانګ وار ژورنال" ورته لاسرسی موندلی- راغلي چې طالبان لا هم القاعده شبکې سره اړیکي پالي.

هغه مهال د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي ادارې دا رپوټ رد کړل او ویې ویل، دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د امریکا او افغانستان په ګټه یې بولی.

امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې- چې د کانګرس له خوا ټاکل شوې د تېرې فبرورۍ لومړیو کې هم خپل رپوټ کې وویل، په اوسني حالت کې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، د کورنۍ جګړې، سیمه ییزې بې ثباتۍ او د القاعده له اړخه د پېښ ګواښ د بیا پیاوړي کېدو لامل ګرځي.