امریکایي جنرال: "که ځواکونه وځي افغانستان د طالبانو لاس ته ورځي"

جنرال جان مکېنزي

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو قوماندانۍ ته نوماند جنرال جان مکېنزي امريکايي سناتورانو ته وويل، په افغانستان کې جگړه پرځاى حالت لري او که امريکا وغواړي چې خپل ځواکونه وباسي، نو افغانستان به د طالبانو لاس ته کېوځي.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

يو جگپوړی امريکايي جنرال له افغانستان د امريکايي ځواکونو د ناڅاپي وتلو او يا هم په دې هېواد کې دامريکا د ستراتيژۍ د بدلون پرضد خبردارى ور کوي.

منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو قومندانۍ ته نوماند جنرال جان مکينزي امريکايي سناتورانو ته وويل:

"په افغانستان کې جگړه په ټپه ولاړ حالت لري او که امريکا وغواړي چې خپل ځواکونه وباسي، نو افغانستان به د طالبانو لاس ته کېوځي".

د امريکا د سناتورانو پر وړاندې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر پاتې کېدو د دغه لوړ پوړي امريکايي جنرال ټينگار په داسې حال کې مخې ته راځي چې په اوولس کلنه جگړه کې د نه پرمختگ له امله د کانگرېس غړي زړه تنگي شوي.

امریکایان

د عکس سرچینه، Getty Images

ان ځينې مهال په ځينو کړيو کې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د ايستلو خبره هم را پورته شوې.

د افغان ځواکونو وړتیا؟

افغان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنرال مکنزی و ايي، له امریکايي ځواکونو پرته به افغان پوځ د امنیت ساتلو وړتیا ونه لري.

جنرال کېنېټ مکېنزي د کانگرس د وسلوالو ځواکونو جرگه گۍ کې د امريکا د افغان تگلارې بدلانه او له دغه هېواده د امريکايي ځواکونو د چټک وتلو پر ضد استدلال وکړ او وې يې ويل:

"له ناهيليو سره سره له افغانستان د امريکايي ځواکونو چټک په شاه کېدو سره به افغان ځواکونو ته د خپل هېواد دفاع ناشونې شي. که موږ په چټکۍ له افغانستان ووځو نو باوري يم چې هغوی به و نه توانېږي چې په برياليتوب د خپل هېواد دفاع وکړي".

د نوموړي په خبره، له افغان جګړې سره د امریکا چلن باید بايد له حالاتو سره تړلى وي:

"نه پوهېږم چې دا څومره وخت نيسي خو که ورته وروستۍ نېټه وټاکو او ووايو چې دغه مهال به وځو، دا به هغوى لپاره ډېر زيان رسوونکى وي. لکه له عراق چې په چټکۍ ووتو ښايي هغه راز ځينې پايلې به ولري."

د افغان پوځ پر مرګ ژوبله اندېښنه

طالبان

جنرال مکېنزي وايي افغان ځواکونه سخته جگړه کوي خو دغو ځواکونو ته اوښتونکې مرگژوبله هم ډېره لوړه ده.

نوموړى ټينگار کوي که دغه ستونزه هواره نشي، نو پر وړاندې به یې مقاومت ناشونی وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېر نومبر په خپله يوه وينا کې ويلي و چې په تېرو څلورو کلونو کې ٢٨٠٠٠ افغان ځواکونه وژل شوي دي.

خو جنرال مکېنزي- چې اوس مهال د لوى درستيزانو د گډې جرگۍ لوړ پوړى غړى دى- افغانستان کې د سولې هلېځلې نوى گام وباله او په تړاو خوشبيني څرگنده کړه.

نوموړي د کانگرېس د غړو دا څرگندونې رد کړې چې گواکې د سولې خبرې نوې نه دي او په تړاو يې وړاندې هم ناستې شوې دي.

زلمی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد چې امریکا له طالبانو سره د خبرو لپاره ټاکلی دی.

دغه لوړ پوړي امريکايي جنرال وويل د ښاغلي خليلزاد نوې هڅې د امريکا لپاره نوى فرصت دى او هممهال پر طالبانو بايد پوځي فشار وساتل شي چې خبرو ته کيني.

" باوري يو چې طالبانو ته بايد دا قناعت ورکړو چې که مونږ په ټپ ولاړ حالت کې يو نو هغوى هم په ټپ ولاړ حالت کې دي او د جگړې په ډگر کې برى خپلولی نه شي. دا هم اړينه ده چې د خبرو ميز ته د راوستو لپاره يې په بې وقفې ډول تر فشار لاندې ونيسو."

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ځانگړى استازى زلمي خليلزاد د افغان سولې په تړاو خبرو لپاره سيمې ته رسېدلى او ځينې رپوټونه وايي چې ښايي راتلونکې اوونۍ د طالبانو له استازو سره بيا وگوري.