طالبان: امریکا به له افغانستانه وتلو ته مجبوره کړو

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

وسله والو طالبانو ویلي، دوی به امریکایي ځواکونه دې ته مجبوره کړي چې له افغانستانه ووځي.

طالبانو دا خبره د امریکا د دفاع وزیر جېمس مټېس هغو څرګندونو په غبرګون کې کړې چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه کړې وه.

ښاغلي مټیس د شنبې پر ورځ د رینګن په ملي دفاعي ادارې کې د وینا پر مهال ویلي وو، له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي، خو امریکایي ځواکونه به له افغانستانه نه وځي.

نوموړي ویلي وو، امریکا به له هغو ۴۱ هېوادونو سره څنګ په څنګ ولاړه وي چې لا هم په افغانستان کې خپل پوځي شتون ته ژمن دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، دا چې طالبان د افغانستان د شخړې د حل لپاره سیاسي هلې ځلې هم کوي، په دې معنی نه ده چې دوی به امریکایي عسکرو ته په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکوي.

ماټېس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ښاغلي مټېس په وینا، له استخباراتي مالوماتو ښکاري چې که امریکا له افغانستانه ووځي نو د نړۍ شل ترهګرۍ ډلې چې په سیمه کې فعالې دي پر امریکا به بریدونه وکړي.

اعلامیه زیاتوي، طالبانو د خبرو له لارې امریکایانو ته "فرصت ورکړی چې خپل اشغال پای ته ورسوي " خو که فکر کوي چې ځواکونه به یې په افغانستان کې په ارامه پاتې شي نو باید له سره سره غور وکړي.

میلېټري ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د امریکا دفاع وزیر په دې اند دی چې طالبانو په خپلو بریدونو سره وښودله چې دوی د افغان وګړو ژوند ته ارزښت نه ورکوي، دوی پوهېږي چې د ټاکنو له لارې بریالي کېدای نه شي نو له دې امله دا ډله هڅه کوي د ټاکنو پر ځای ترهګرۍ ته مخه کړي.

د ښاغلي مټېس په وینا، له استخباراتي مالوماتو ښکاري چې که امریکا له افغانستانه ووځي نو د نړۍ شل ترهګرۍ ډلې چې په سیمه کې فعالې دي پر امریکا به بریدونه وکړي.

خو له دې سره سره جیمز مټیس وايي له طالبانو سره سوله تر ټولو غوره لاره او په دې اړه د امریکا ترڅنګ باید د سیمې په کچه هم هڅې وشي.

امریکايي پوځيان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۱۳ تنه امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي.

د امریکا ددفاع وزیر له دې څرګندونو وړاندې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم وار دمخه ورته څرګندونې کړې وې.

یاده دې وي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دا مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره هلې ځلې پیل کړي، او تر دې دمه یې له دواړو خواو سره لیدنې کتنې هم کړي.

دمګړۍ په افغانستان کې شاخوا ۱۶ زره امریکايي پوځیان دېره دي چې د افغان ځواکونو په روزنه او له ترهګرۍ سره په مبارزه بوخت دي.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۱۳ تنه امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي پوځیانو ټول شمېر ۲۴۰۰ تنو ته رسېږي