'امریکا سږ کال پر افغانستان تر ټول ډېر بمونه غورځولي'

د عکس سرچینه، DVIDSHUB.NET
امريکايۍ مجلې فوربس ليکلي امريکا سږ کال پر افغانستان تر ټولو ډېر بمونه غورځولي دي.
ليکوال د امريکا هوايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ مالوماتي زېرمې ته په اشاره وايي د ٢٠١٨ م کال له جنورۍ نيولې د سپټمبر تر پايه پورې ٥ زره او ٢١٣ بمونه د پيلوټ لرونکو او بې پيلوټو الوتکو په مټ افغانستان کې کارېدلي.
مجله وايي په ٢٠١٠ م کال کې دا شمېر ٥١٠١ چې ترټولو خونړۍ کال بلل کېده.
د هوايي بريدونو شمېر په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ م کلونو کې ټول ټال ٢٢٨٤ ښوول شوى.
مجله وايي د هوايي بريدونو د ډېرېدو لامل د غليم پر وړاندې د جگړې په بڼه کې بدلون رامنځته کېدل دي.
ليکوال وايي له ٢٠٠٩ کال راهيسې چې د ملکي وگړو د مرگزوبلې ثبتول پيل شوي په د ٢٠١٨ م کال په نهه مياشتو کې د ملکي وگړو مگژوبله تر پخواه هر وخت ډېره وه.
ډيلي ټايمز ورځپاڼه وايي د مسکو ناسته افغانستان کې سولې لپاره د هيلې يوه وړانگه ده.
ليکوال وايي د مسکو د غونډې پايله له ورايه مالومه وه خو پر يوۀ دريځ د طالبانو او افغان پلاوي گډ حضور د پام وړ پرمختگ دى. ورځپاڼه د زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته اشاره کوي او وايي داسې برېښي چې طالبان اوس يوازې پر پوځي بري ټينگار پرېښى او د سياسي خبرو پر ارزښت پوه شوي دي چې بالاخره به د تمې وړ پايلې ولري او افغانستان به سوله راشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه وايي د طالبانو دا وينا چې د نورو هېوادونو پر خلاف کومه ويجاړونکې اجنډا نه لري او افغان خاوره د چا پرخلاف کارېدو ته نه پرېږدي د امريکا اندېښنو ته ځواب ويل و.
فارېن پاليسي مجلې د افغان اوبو په تړاو خپاره کړي يوۀ مطلب کې ليکلي چې د افغانستان سيندونه هند لپاره نوې پاکستان ضد وسله کېداى شي.
مجله وايي نوى ډيلى کابل ته نژدې د اوبو د يوۀ لوى بند لگښت پرې کوي چې کېداى شي کوزې خوا ته د اوبو بهير لږ کړي. مجله زياتوي دا کېداى شي نړۍ کې د يوې بلې شخړې لامل شي.
مجله وايي په اورښتونو کې د ٦٠ سلنه کمي او کابل کې د وگړو د شمېر د چټکې ډېرېدا او د افغانستان په لر و بر کې د وچکالۍ له امله د اوبو نويو زيربناو ته اړتيا پيدا کړې.
مجله زياتوي افغانستان له لسيزو ويجاړونکو جگړو وروسته بالاخره په دې دريځ کې دى چې د برېښنا توليد او خپل اقتصاد وغوړي .
د فارېن پاليسۍ په وينا دا د حيرانۍ خبره نه ده چې کابل ته څېرمه د اوبو د داسې يوۀ بند د جوړولو تابيا شوې چې ١٤٦ ميليون مکعب متر اوبو زيرمه کولى شي، خو د مجلې په وينا دې چارې پاکستان کې ويره راټوکولې چې دغه هېواد ته د کابل سيند بهير به ټکنى شي.
مطلب کې راغلي چې هند د افغانستان په ډېرو رغنيزو پروژو کې پانگونه کړې او پاکستان د شا توت په نامه د اوبو پر دغه بند چې راتلونکې کې د اوبو د کمښت لپاره افغانستان ته اړين دى د هند پانگونې ته د شک په سترگه گوري.

د عکس سرچینه، .
افغانستان کې د هند په مرسته د ١٢ بندونو جوړولو ارزونه شوې چې ١١٧٧ ميگاواټ برېښنا توليدولى شي.
مجله وايي دا پاکستان غوندې يوۀ هېواد لپاره ځکه گواښ دى چې پر کرهنې تکيه دى. د نړيوالو سرچينو انسټېټيوټ رپوټ وايي پاکستان به د ٢٠٤٠ م کال را رسېدو سره د سيمې داسې يو هېواد شي چې د تر ټولو ډېر به د اوبو له کمي سره مخامخ وي.








