مسکو غونډه؛ روسیه د پاکستان د مکارۍ مخنیوی غواړي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزی له سرګي لاوروف سره.
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

انډین ایکسپرېس ورځپاڼه لیکي د افغانستان په تړاو د هند په کړنلاره کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی.

دغه ورځپاڼه نننۍ سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کوي او زیاتوي نوي ډیلي مسکو ته د افغان سولې په تړاو غونډه کې د ګډون لپاره خپل نارسمي استازي استولي وو او هلته د طالبانو استازي هم وو، نو دا د هند په کړنلاره کې یو باریک خو مهم بدلون دی.

ورځپاڼه لیکي دا سمه ده چې پاکستان په ظاهره وايي، د افغان دولت په مشرۍ د سولې خبرو ملاتړ کوي خو اصلي ټینګار یې دا دی چې طالبان باید په افغانستان کې د دولتي نظام یوه برخه وي.

انډین ایکسپرېس وايي د هند دې پریکړې ته چې له لرې د یوه ناظر پر ځای د طالبانو په څنګ کې په یوه غونډه کې برخه اخلي باید له پراخ نظره او شرایطو په نظر کې نیولو سره وکتل شي، ځکه په افغانستان کې لویه لوبه لا هم روانه ده.

د پاکستان مکاري

ر
د عکس تشریح، دا اول ځل دی چې د طالبانو پلاوی مسکو غونډه کې ګډون کوي.

بله هندۍ ورځپاڼه لیکی روسیې له هنده غوښتي چې د طالب استازو په حضور په بله غونډه کې فعاله برخه واخلي.

ورځپاڼه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف دې خبرې ته اشاره کوي چې ویلي یې دي مسوولیت منونکي سیاستوال دې د ډلو ټپلو یا شخصي ګټو په نظر کې نیولو سره یوه لوري ته نه هڅول کیږي بلکي د افغانانو ګټې دې په پام کې ونیسي.

ورځپاڼه وايي په دې څرګندونې سره روسیه غواړي د پاکستان د مکاریو مخه ونیسي.

د افغان کډوالو تګ ځنډول

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راتلونکی پسرلی بیا د کډوالو لړۍ پیلېږي.

ابزرور ورځپاڼې لیکلي د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې له خوا له پاکستان افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو پروګرام د درې میاشتو لپاره ځنډیږي.

ورځپاڼه لیکي یو این ایچ سي ار ویلي دا پریکړه یې د سړې هوا له امله کړې، ځکه د ژمې په موسم کې کډوالو ته ستونزمنه وي چې ستانه شي.

دا پروګرام به تر نږدې شلو نورو ورځو دوام کوي او بیا به د ډیسمبر پر لومړۍ ځنډول کیږي او د راتلونکي کال د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه به بیا پيلیږي.

د امریکا د سیاست بدلېدل

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اته کاله وروسته اول ځل د ټرمپ مخالف ګوند د ولسي جرګې واک خپل کړ.

برتانوۍ ورځپاڼې ابزرور په یوه مطلب کې لیکلي چې د امریکا د کانګرس منځمهالې ټاکنې به د امریکا د سیاست بڼه بدله کړي.

د دې مطلب لیکوال وايي جمهوریت پال ګوند په دې ټاکنو کې پر ولسي جرګې خپلې منګولې ټینګې کړې او په دې سره یې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرامپ بریالیتوب چانس کم کړ.

لیکوال وايي سږنۍ ټاکنې د رایه ورکوونکو د شمیر له پلوه هم د پام وړ وې.

ځکه په سږنیو ټاکنو کې دومره ډیرو کسانو برخه اخستې وه چې مثال یې یوازې له نن شاوخوا پنځوس کاله وړاندې تکرار شوی و.