"امریکا له افغانستان وتل او له طالبانو سره جوړ جاړی غواړي"

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې افغانستان کې امریکايي سرتېري څو زره نور هم زیات شول، خو د سیګار د روانې میاشتې رپوټ وايي، چې دې سرتېرو جګړه کې څه بدلونه را ونه ووست.
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

دې هیل خپرونې لیکلي داسې ښکاري چې امریکا له افغانستان وتل او له طالبانو سره جوړ جاړی غواړي.

دغه خپرونه زیاتوي ښايي د طالبانو ډېرې غوښتنې ومنل شي، له هغوی سره سیاسي خبرې وشي، د نفوذ لرلو چانس ورکړل او زندانیان یې ازاد شي.

اماراتۍ ورځپاڼې البیان لیکلي د دغه هېواد پلازمینه ابوظبۍ کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون د افغانستان د سولې په تړاو څلور اړخیزه غونډه شوې ده.

دا ورځپاڼه زیاتوي غونډه وړمه ورځ شوې چې د متحده عربي اماراتو، امریکا، افغانستان او سعودي عربستان استازو پکې برخه اخیستې وه.

دا چې په دې غونډه کې کومه پریکړه شوې او کنه ورځپاڼې څه نه دي ویلي خو زیاتوي په دې غونډه کې یو لړ سپارښتنې وشوې چې په افغانستان کې د سولې د یوه پراخ بنسټه جوړ جاړي لپاره به لار هواره کړي، هسې جوړ جاړی چې د افغانانو له هیلو سره اړخ ولګوي.

البیان وړاندې لیکي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دې څلور اړخیزه غونډه کې د شویو هوکړه له امله خوښي ښودلې ده .

خو سیمې ته د ښاغلي خلیلزاد د سفر په اړه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان لیکلي چې پاکستان ته د نوموړي تګ د هغه د کاري سفر د مهال ویش له مخې ځنډلی دی.

ورځپاڼه په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت په حواله لیکي چې ښاغلی خلیلزاد به په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته لاړ شي.

خو ورځپاڼه د یوې امریکایۍ سرچینې په حواله لیکي چې اسلام اباد ته د ښاغلي خلیلزاد سفر په ورستۍ شیبه کې له دې امله ځنډیدلی چې هغه چارواکي چې ده غوښتل ورسره وګوري په دې ورځو کې به له پاکستان بهر وي.

ښايي ایران د طالبانو له نظامي ملاتړ لاس په سر شي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکايي سرتېرو د وتلو خبره په داسې مهال ده چې دې وروستیو کې امریکا د افغان سولې هڅې چټکې کړې دي.

ډيپلوماټ مجله لیکي په داسې حال کې چې په افغانستان کې په تېرو څو میاشتو کې د ایران تخریبي رول تر پخوا ډیر جوت دی او د ایران په مرسته طالبان توانیدلي په فراه کې بریدونه وکړي، داسې نښې هم شته چې ښايي ایران د طالبانو له نظامي ملاتړ لاس په سر شي.

د دې مطلب لیکوال وايي د سولې په تړاو ایران د مسکو په ټولو غونډو کې برخه اخیستې او داسې ښيي چې د افغانستان په قضیه کې یو مسوولیت پیژندونکی لوری دی او په تېره موده کې یې له افغان حکومت سره خپل اړیکي ښه کړي دی.

لیکوال وايي له دې مثبتو نښونښانو امریکایانو هم ګټه پورته کړې، هم پر ایران فشار راوړي او هم یې په افغانستان کې مثبت رول لوبولو ته هڅوي.

لیکوال په پایله کې وايي د امریکا او ایران ترمنځ روانې شخړې ته په کتو که ایران په افغانستان کې همکاري ونه کړي نو ښايي همدا مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخامخ کیدو لامل شي.

دغه راز د افغانستان مسلې ته کیدای شي د داسې یوه عامل په سترګه وکتل شي چې د ایران د هغې هڅې مخه نیسي چې په سویلي اسیا کې د امریکا ګټو په وړاندې خنډ جوړولی شي.