'د طالبانو لخوا نیول شوی امریکايي سرتېری باید زنداني نه شي'

د عکس سرچینه، AP
د طالبانو لخوا د امریکايي نیول شوي سرتېري بو برګډال مدافع وکیل وايي، د امریکا د پوځ یوې کمېټې سپارښتنه کړې چې د تېښتې په تور دې دغه سرتېري ته د بند سزا نه ورکول کېږي.
هغه امریکايي پوځي افسر چې د برګډال قضیه څېړي، دغه راز سپارښتنه کړې چې دغه سرتېرې دې د پوځ د یوې ټیټې کچې محکمې له خوا محاکمه کړل شي.
برګډال له طالبانو سره د زندانیانو د تبادلې د یوې جنجالي معاملې په پایله کې خوشې شو.
هغه چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې طالبانو نیولی و، د خپلې پوځي اډې د پرېښودولو او د دښمن پر وړاندې په ناسم چلند کولو تورن شو.
د پنځو طالب مشرانو په بدل کې د هغه را خوشي کولو په امریکا کې لویه غوغا جوړه کړه او د هغو سیاسي مشرانو نیوکې یې راوپارولې، چې له ترهګرو سره د خبرو مخالف دي.
پر برګډال د لګول شوي تور لږ تر لږه سزا عمري بند دی، خو د هغه مدافع وکیل ایوجین فیلډ وايي ښايي د ده موکل د هغه د پوځي رتبې د راټیټولو او یا هم د ناوړه چلند له سزا سره مخامخ شي.




