پاکستان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په کومه سترګه ګوري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شمایله جعفري
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د سږ کال سپتمبر تر ۱۱ پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه باسي. پاکستان دغه موضوع په غور څاري.
پاکستان په هغو هېوادونو کې شامل دی، چې له دې پرېکړه پرې ډېر اغېز لري. پاکستان وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو موضوع باید د سولې له خبرو سره غوټه شي.
اسلام اباد د سولې پروسې کې مهم رول درلود او اوس یې د امریکايي اعلان هرکلی کړی. د دغه هېواد چارواکي وايي، دوی ''د هغې اصولي پرېکړې هرکلی کوي چې افغانستان کې ښکېلو اړخونو په همکارۍ سره بامسوولیته توګه پوځیان ووځي. ''
پاکستان هیله مندي ښيي چې امریکا به افغان مشرانو ته په دغه هېواد کې د امکاني سیاسي حل ډاډ ورکړي.
تېرو کلونو کې پاکستان په پټه خوله له افغان حکومت او نورو سیاسي مشرانو سره د ناستې لپاره د طالبانو قانع کولو مهم رول تر سره کړی.
د چارو شنونکي وايي، د اسلام اباد له بشپړ ملاتړ پرته بین الافغاني خبرې شونې نه وې. د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې پاکستان د واشنګټن او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لړ کې مرسته وکړه او بیا د قطر په دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ تاریخي هوکړه وشوه.
له دې مخکې د ۲۰۱۵ کال دسمبر کې د پاکستان په مرسته لومړی ځل د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اسلام اباد کې مخامخ مذاکرات وشول.
دغه بهیر بیا له هغه وروسته په ټپه ودرېد چې طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر مړینه اعلان کړه او د طالبانو تر منځ د مشتربه پر سر کشمکش پیل شو.
امریکا څو ځله د پاکستان د رول ستاینه کړې. دوی پوهېږي چې له افغانستانه د دوی او دوی د متحدینو له وتلو وروسته به د ۲۰ کلنې جګړې اغېز ساتلو کې د پاکستان رول مهم وي. دغه جګړه کې نژدې ۱۰ ټریلیونه ډالر مالي او د ۲۳۰۰ امریکايي پوځيانو د سر زیان اوښتي، چې د دې زیان جبران ممکن نه دی.
ولسمشر بایډن وايي، امریکا به په افغانستان کې د نړیوالو جهادي تنظیمونو مخنیوي لپاره د ژمنې لړ کې ''د طالبانو احتساب '' وکړي.
نوموړی وايي، ''موږ د سیمې نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان ته ویلي چې له افغانستان سره د مرستې لپاره نورې هڅې ''ډو مور '' وکړي.

د عکس سرچینه، AFP
خو پاکستان کې او د پاکستان اسټبلشمنټ د ''ډو مور '' دغه اصطلاح ډېره نه خوښوي، ځکه دوی وايي، په ترهګرۍ ضد جګړه کې ۷۳۰۰۰ پاکستانیان لا مخکې له ژونده محروم شوي دي.
اوس اسلام اباد هڅه کوي د سولې خبرې روانې وساتل شي او پرمختګ وشي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ''پاکستان بیا بیا ویلي چې افغانستان کې سوله زموږ په ګټه ده. موږ به افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره له نړیوالې ټولنې سره همکاري روانه وساتو. ''
بل لور ته د چارو شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي، امریکا له طالبانو سره له کړې هوکړې سرغړونه کړې او د پوځیانو ایستلو کې یې څلور میاشتی ځنډ راوستی.
دا ځل د ''ډو مور '' مانا دا ده چې پاکستان د ترکیې په کوربتوب د افغان سولې خبرو کې د طالبانو ګډون باوري کړي. ترکیه کې چارواکي وايي، د دې غونډې هدف دا دی چې له جګړې وروسته د بیا رغاونې چارې سملاسي پیل شي، چې یو احتمالي سیاسي حل ته لار هواره شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته طالبان د امریکا له لوري له هوکړې سرغړونې ناخوښ کړي دي او په غونډه کې یې د ګډون اعلان نه دی کړی.
رحیم الله یوسفزی وايي، امریکا غواړي چې پاکستان پر طالبانو خپل اغېز وکاروي، چې د پوځونو ایستلو نوې نېټې په هکله رضایت څرګند کړي او د سولې خبرې له ناکامۍ وژغورل شي.
''اوس طالبان کولای شي د ترکیې په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره خپل شرطونه کېږدي. دوی د بندیانو خوشي کېدو او له تورو لیستونو د خپلو مشرانو نومونو لېرې کېدو لپاره فشار واردولای شي، خو له دې سره سره امریکا فکر کوي چې اسلام اباد کولای شي دوی د مذاکرې مېز ته راولي. ''
د ښاغلي رحیمزي په آند پاکستان یوازې دا چاره نه شي کولای، بلکې د ټولو مسوولیت دی او ټول ښکېل اړخونه باید یو رول ولري.
د نوموړي په وینا پاکستان اوس د پخوا په څېر پر طالبانو اغېز نه لري او طالبانو هم خپله تګلاره بدله کړې ده: ''دوی له دیپلوماتیکو لارو پر مخ ځي، له څو هېوادونو سره اړیکي لري او اوس په قطر کې سیاسي دفتر لري. ''
د هغه په آند اوس داسې فکر سم نه دی چې یوازې پاکستان کولای شي پر طالبانو د فشار راوستلو مسوولیت لري.
''د افغانستان اوسني حالت په هکله پاکستان هم ځینې اندېښنې لري او اسلام اباد غواړي چې د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه د پاکستان د دې اندېښنو په هکله غور وکړي. پاکستان غواړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد و نه کارول شي، د هند اغېز کمولو اړتیا شته او پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو ستنېدو موضوع باید په خبرو کې شامله شي. ''
له افغانستانه بې قید او شرطه د امریکايي ځواکونو ایستلو له اعلان وروسته ځینې شنونکي په دې باور دي چې بین الافغاني مذاکرات به ډېر ګټور نه وي.

د عکس سرچینه، MOFA
ځینې کسان په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې اندېښنه څرګندوي او وايي ښايي طالبان به د هغو سیمو کنټرول هم ترلاسه کړي چې اوس یې پکې زور کم دی. دوی وېره ښيي چې ښايي طالبان په افغانستان کې حکومت جوړ کړي.
۱۹۹۶ کې چې طالبانو افغانستان کې واک ترلاسه کړ، پاکستان په هغو دریو هېوادونو کې شامل و، چې هغه حکومت یې په رسمیت وپېژاند، خو اوس حالت کې بدلون راغلی. پاکستان په څرګنده ویلي چې دوی پر کابل د طالبانو بیا واکمنۍ فکر نه تاییدوي او طالبان له دې څرګندونو خوښ نه دي.
د چارو شنونکی حسن عسکري رضوي وايي، بې شرطه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو له کبله پاکستان له سخت ساعته تېرېږي. نوموړی وايي:
''کابل کې چارواکي پر پاکستان باور نه کوي، دوی د خپلې ناکامۍ پړه پر اسلام اباد وراچوي. بل لور ته واشنګټن د سولې په اوسني بهیر کې د پاکستان رول مني، خو بیا هم پر پاکستان بشپړ باور نه کوي او طالبان هم اوس د پخوا په څېر پاکستان ته نژدې نه دي، پاکستان له سخت وضعیت سره مخامخ دی. ''
پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې سلګونه زره افغان کډوالو ته هم پناه ورکړې، چې نه یوازې په کمپونو پورې محدود نه دي، بلکې دغه هېواد کې زدکړې کوي، کاروبار کوي او د هېواد په هر ګوټ کې مېشت دي.
پاکستان غواړي نړیواله ټولنه په دې هکله هم غور وکړي او د افغانستان په هکله د خبرو په لړ کې د کډوالو ستنېدلو موضوع هم شامله شي.
د امریکايي ځواکونو وتلو له اعلان سره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویل: ''پاکستان فکر کوي چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو هڅو لپاره پر خپل وخت د کډوالو ستنېدلو موضوع مهمه ده. ''
خو حسن عسکري رضوي په آند د نړیوالو ځواکونو ایستلو له اعلان وروسته کېدای شي په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شي او په داسې وضعیت کې کېدای شي پاکستان ته نور کډوال هم مخه کړي.
نوموړی زیاتوي :
''پاکستان د سولې بهیر لپاره هڅې کوي، ځکه افغانستان کې سوله او ثبات پاکستان ته ګټه لري، خو دې لړ کې د یوازینۍ لارې موندلو پر ځای د چین، روسیې، ترکيې او ایران په څېر هېوادونو سره اړیکي موندل به غوره تګلاره وي. ''








