امریکايي ځواکونه: په کندهار کې مو پر طالب وسله والو بریدونه کړي

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې د امریکايي ځواکونو بریدونه 'له قطر هوکړې سر غړونه' بللې

د عکس سرچینه، US FORCE IN AFGHANISTAN

د عکس تشریح، وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې د امریکايي ځواکونو بریدونه 'له قطر هوکړې سر غړونه' بللې

په افغانستان کې د امریکايي پوځ ویاند وايي، د دوی هوايي ځواکونو د تېرو دوو شپو، ورځو راهیسې پر هغو طالبانو بریدونه کړي چې پر افغان ځواکونو د برید او تمریناتو په حال کې و.

ویاند ساني لګت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، دغه بریدونه د کندهار په ژړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې شوي دي.

نوموړی وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د تېر کال هوکړې سره سم به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي او په دې لړ کې د طالبانو بل ډول ادعا ناسمه ده.

وسله والو طالبانو او امریکا څو ځله پر یوه او بل له دې هوکړې د سرغړونې تورونه پورې کړي دي او دغه راز امریکايي ځواکونو څو ځله په ځانګړې توګه په کندهار او هلمند ولایتونو کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

بل لور ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي ځواکونو دغه بریدونه تایید کړي او دا یې د 'قطر له هوکړې سرغړونه ' بللې ده. وسله وال طالبان وايي، امریکايي ځواکونو په پنجوايي، خاکریز، ارغستان او ژړۍ ولسوالیو کې بمبارۍ کړې دي.

نوموړي منلې چې په دې بریدونو کې د دوی یو شمېر ملګريو ته مرګژوبله اوښتې ده.

طالبانو خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه بمباریو ته دوام ورکړي، طالبان هم له ځانه د دفاع حق لري او ورته اقدامات به وکړي، چې د طالبانو په خبره مسوولیت به یې د امریکایانو پر غاړه وي.

د قطر هوکړې یو ټکی د تاوتریخوالي کمول دي.

افغان حکومت او نړیوالو متحدینو یې بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی چې له تېر یوه کال راهیسې یې تاوتریخوالی ډېر کړی دی، چې په ځانګړې توګه دې لړ کې د هدفي وژنو او مقناطیسي ماینونو له لارې د تاوتریخوالي ډېرولو تور پر وسله والو طالبانو پورې کوي.

د قطر له هوکړې وروسته که څه هم طالبانو پر بهرنیو پوځیانو بریدونه نه دي کړي، خو پر افغان پوځیانو او ځینې مهال یې پر ملکيانو هم بریدونه دوام لري.