امریکایي ځواکونو له هوکړې وروسته لومړی ځل پر طالبانو بمبار کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیکېدا څو ورځې وروسته، په لومړي ځل امريکايي ځواکونو په هلمند کې پرطالبانو بمبار کړى دی.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په خپل ټویټر کې لیکلي نن د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۴) د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ یې پر طالبانو وخت برید وکړ.
د امریکایې ځواکونو ویاند ساني لګیټ وایي، دغه هوایي بریدونه یې ځکه کړي چې وسله والو طالبانو په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ۴۳ بریدونه کړي: "د مارچ پر ۴مه، امریکايي ځواکونو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې پر هغو طالب جنګیالیو هوايي برید کړی، چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو یې بریدونه کول. دا دفاعي او په ۱۱ ورځو کې د طالبانو پرضد لومړنی برید و."
ښاغلی لګیټ وايي، سولې ته ژمن دي، خو د افغان امنیتي ځواکونو دفاع د دوی مسوولیت دی.
نوموړی وايي، "طالب مشرتابه نړیوالې ټولنې ته د اورکم ژمنه کړې چې بریدونه به نه ډېروي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې بې ګټې بریدونه ودروي او پر خپلو ژمنو ودرېږي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو طالبانو په ۱۵ ولایتونو کې ۳۰ بریدونه کړي دي.
د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې په دې بریدونو کې څلور ملکیان، ۱۱ امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي او د ملکیانو په ګډون ۱۸ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
رحیمي زیاته کړه چې په دې بریدونو کې د وسله والو طالبانو ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان دي.
هاخوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي، تېره شپه ناوخته په کندوز کې د طالبانو برید ۷ افغان سرتېري وژلي.
کندوز
د دې وزارت ویاند مرستیال فواد امان بي بي سي ته وویل، دا پېښه د کندوز ښار په باغ شرکت سیمه کې شوې چې له لسو زیات وسله وال طالبان هم پکې وژل شوي دي.
دی وايي امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس تیارسۍ حالت کې دي چې د خلکو له ځان او مال څخه ساتنه وکړي او هر ډول ترورستي برید ته ځواب ووايي.
ښاغلي امان زیاته کړه، د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم ورته برید شوی چې په پایله کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دده پر ټکو امنیتي ځواکونه تلفات نه لري.
وسله والو طالبانو د کورنیو او دفاع وزارتونو له خوا د اعلان شویو بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د دغې ډلې پر وېبپاڼې د افغانستان د سوېل په اړه خبرونه خپاره شوي دي.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمه نظري بي بي سي ته وویل چې په باغ شرکت سیمه ۱۶ سرتېري د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري بیا بي بي سي ته وویل د امام صاحب ولسوالۍ او د کندوز ښار اړوندو درېیمه او څلورمه حوزه کې د پوځ او سیمه ییزو پولیسو په پوستو د طالبانو بریدونو کې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ښاغلي امیري زیاته کړه، د کندوز ښار په درېیمه حوزه کې ۱۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل دي.
بل خوا، د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند هادي جمال وايي، ګڼو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د شمېر په اړه یې څه نه وايي.
زابل
همدارنګه د زابل چارواکي هم وايي تېر مازدیګر د دې ولایت مرکز اړوند سارانه سیمه کې دوه ملکیان د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي.

د عکس سرچینه، AFP
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال بي بي سي ته وویل، نن (چارشنبه) سهار هم د مرکز اړوند سیمه شینه کې د پولیسو یو افسر د طالبانو په ډزو وژل شوی.
ښاغلی سیال وايي، وړمه شپه د کلات اړوند خواځوک سیمه او د شهر صفا ولسوالۍ باندې هم وسله والو طالبانو بریدونه کړي و چې په پایله کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ یې ټپیان دي او دوی په شا تمبول شوي، اوس هلته امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي.
اروزګان
همدارنګه د ارزګان چارواکي هم وايي تېره شپه ناوخته په مرکز ترینکوټ کې وسله والو طالبانو پر یوې پوستې برید کړی چې په پایله کې یې ۶ پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي او دده پرټکو په دې نښته کې ۸ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د دې ولایت ویاند زړګی عبادي بي بي سي ته وویل، چې مرستندویه ځواکونه په هماغه شېبه ور رسیدلي او سیمه یې په خپل کنټرول کې راوستې ده او د ده پر ټکو د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې اته وسله والو وژل شوي او درې نور ژوبلېدلي دي.
هلمند
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل ددې ولایت په واشیر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې دوه افغان سرتیري وژل شوي او درې نور ژوبلېدلي دي.
هرات
همدارنګه د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته وویل چې د دې ولایت په زاول کې هم یو سرتیری وژل شوی، خو په شینډنډ کې دوه سرتیري بیا ټپیان شوي دي.
بغلان
له بغلانه رارسیدلي راپورونه وايي، په دې ولایت کې د پولیسو ویاند جاوېد بشارت رسنیو ته ویلي چې تېره شپه په مرکز اړوند سیمه کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی چې د ده په ټکو په دې نښته کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.








