د امریکا دفاع وزیر: د افغان ځواکونو ملاتړ جاري ساتو

اسټېن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن برسلز کې د ناټو غونډه کې وویل، افغانستان کې امریکايي ځواکونو هغه ماموریت بشپړ کړی چې ورته استول شوي وو.

لویډ اسټن زیاته کړه چې د سپټمبر تر ۱۱ له افغانستان د امریکايي ځواکونو د اېستلو په هکله د ولسمشر بایډن د پرېکړې پوره ملاتړ کوي.

ولسمشر بایډن چارشنبه سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل، د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې د ختمولو او د امریکايي ځواکونو د ستنولو وخت رارسېدلی.

ښاغلي اسټن د جو بایډن دا خبره هم یاده کړه چې له افغانستان د ځواکونو تر اېستلو وروسته یې هم ماموریت نه ختمېږي او دیپلوماتیک او بشر دوستانه کار به یې دوام ولري:

"خو نن ولسمشر موږ ته نوې دنده راکړه چې مسوولانه خپل ځواکونه وباسو او له افغان ملګرو سره نویو اړیکو ته بدل شو."

د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ژمنه

امریکا وايي د راتلونکي سپټمبر تر ۱۱ ټول ځواکونه باسي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا وايي د راتلونکي سپټمبر تر ۱۱ ټول ځواکونه باسي.

دامریکا دفاع وزیر د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې د ناټو ملګرو مننې سره وویل چې اوس افغان ځواکونه د خپلو پولو امنولو او د وګړو خوندي کولو ډېره وړتیا لري.

خو زیاته یې کړه چې د ځواکونو تر وتلو وروسته به هم دې برخه کې د افغان ځواکونو ملاتړ جاري ساتي.

"موږ به د مهمو وړتیاوو لکه افغان هوايي ځواکوک او د ځانګړي ماموریت څانګې د مالي ملاتړ جاري ساتلو هڅه وکړو. "

هغه زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو ته د تنخا جارې ساتلو هڅه به هم وکړي او هم به سیمه کې د ترهګرۍ ضد وړتیا ساتلو لپاره له دوی او خپلو ملګرو سره کار وکړي تر څو دا باور ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د هغو ترهګرو په ځاله نه بدلېږي چې د امریکا او ملګرو امنیت یې ګواښي.

نوموړي وویل: "زه په باوري یم چې زموږ ځواکونه او مشران به دا نوی ماموریت هم له هغسې مهاریت او مسلکیتوب سره تر سره کړي چې پخوا یې افغانستان کې هرڅه کړي دي او دا هرڅه به بې خطره وکړي."

هغه خپلو خبرو کې زیاته کړه چې پر امریکايي ځواکونو سربېره د ناټو او افغان ملګرو د خدمت او قربانۍ ویاړي چې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو له خوا زموږ هېوادونو ته یې ګواښ تر ډېره کمولو امکان برابره کړ.

د امریکا پرېکړې ته غبرګونونه

رحماني

د عکس سرچینه، WJ

د عکس تشریح، ښاغلی رحماني وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو شرایط لا نه دي چمتو شوي

خو د افغانستان ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي، که بهرني ځواکونه په بېړه له افغانستان ووځي نو یو ځل بیا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پېښيدو احتمال شته: "هیله ده بهرني ځواکونو د افغانستان شرایطو ته په کتو د وتلو پرېکړه وکړي. "

د نوموړي په خبره، امریکايي ځواکونه افغانستان ته د ځانګړو موخو لپاره راغلي وو:

"لکه له ترهګرو سره جګړه او د نشه یي توکو کښت له منځه وړل خو اوس چې امریکايي ځواکونه وځي لا هم په افغانستان کې جګړه روانه ده او د نشه یي توکو کښت هم ورځ تر بلي ډېرېږي. "

خو د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به هم افغانستان سره د نړۍ او امریکا مرستې دوام کوي.

پخپله امریکا کې بیا د استازو په جرګه کې د جمهوريپالو مشر سناتور مېکانل له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو پرېکړه غندلې او یوه تېروتنه یې بللې ده.

د سولې هڅو ملاتړ

د امریکا دفاع وزیر وايي، زوړو افغانانو اقتصادي، ولسي او سیاسي پرمختګ وکړ او اوس افغانان خپلې کوڅې ساتي او د خپلو ګټو دفاع کوي:

"دوی خپل مشران ټاکي چې ډېری یې ښځې دي او ماشومان ښوونځیو ته لېږي."

هغه دا هم وویل چې چې طالبان لا هم د ځینې دا پرمختګونو برعکسولو هڅه کوي.

همدا وجه ده چې ولې موږ د زړه له تله د هغو ډيپلوماټکیو هڅو ملاتړ کوو چې له مخې یې د افغانانو د تایید وړ سیاسی هوکړه وشي.