د ولسي جرګې مشر: د امریکايي ځواکونو په وتلو د کورنۍ جګړې شونتیا شته

عبدالله

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به هم افغانستان سره د نړۍ او امریکا مرستې دوام کوي.

امریکایي چارواکو منلې چې تر سپتمبر میاشتې له له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي، او دا پرېکړه واشنګتڼ او نورو پلازمېنو کې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې.

خو ښاغلي چارشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د دغې خبرې معنا د افغانستان ملت لپاره دا ده، چې نړیوالي مرستې نه بندېږي. شاید خلک فکر وکړي چې نړیوال نور له افغانانو سره علاقمندي نه لري. زما په فکر له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دا معنا نه لري، بلکې له دې وروسته به هم له افغانستان سره د نړیوالو مرستې په بله بڼه دوام وکړي ".

د افغانستان ولسي جرګه کې هم د امریکايي ځواکونو پر وتلو بحث کې د ولسي جرګې مشر وویل، د روان کال د سپتمبر تر ۱۱ مې د ټولو امریکايي ځواکونو وتل ښايي افغانستان کې د کورنۍ جګړې پیلېدو ته لاره هواره کړي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي، امریکايي ځواکونه افغانستان ته د ځانګړو موخو لپاره راغلي وو:

"لکه له ترهګرو سره جګړه او د نشه یي توکو کښت له منځه وړل خو اوس چې امریکايي ځواکونه وځي لا هم په افغانستان کې جګړه روانه ده او د نشه یي توکو کښت هم ورځ تر بلي ډېرېږي. "

د نوموړي په خبره، که بهرني ځواکونه په بېړه له افغانستان ووځي نو یو ځل بیا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پېښيدو احتمال شته: "هیله ده بهرني ځواکونو د افغانستان شرایطو ته په کتو د وتلو پرېکړه وکړي. "

د افغان ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو لوی سلاکار وحید عمر وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو کابل او واشنګټن په تېر کې څو ځلې خبرې کړې او کابل د امریکايي ځواکونو د اېستلو په هکله د واشنګټن هرې پرېکړې ته درناوی کوي.

US troops in Kandahar

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا تر پخوانۍ نېټې په پنځه میاشتې ځنډ د ځواکونو ستنولو خبر کوي.

نوموړی خپل ټوېټر کې لیکي، تمه ده چې ولسمشر بایډن نږدې راتلونکي کې له ولسمشر غني سره خبرې وکړي او د خپلو ځواکونو د وتلو په هکله رسمي جزیات ور سره شریک کړي.

ښاغلی عمر د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله نور څه نه وایي، خو زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو تېرو دوو کلونو کې په ستر مورال سره له خپلو وګړو دفاع کړې ده او اوس ۹۸ سلنه پوځي عملیات پخپله کوي او راتلونکي کې هم د ا ډول عملیاتو پوره وړتیا لري.

د ارګ دا غبرګون له هغه وروسته دی چې سپینې ماڼۍ وویل، په نږدې پنځه میاشتې ځنډ یانې د سپټمبر تر ۱۱ له افغانستان خپل ځواکونه باسي.

د افغانستان ولسي جرګه کې هم د امریکايي ځواکونو پر وتلو بحث وشو.

طالبان څه وايي؟

محمد نعیم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه اعلان په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په یوه ټویټر پیغام کې کړی.

د طالبانو او امریکا د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون له مخې ټاکلې وه دا ځواکونه د روانې اپرېل میاشتې تر وروستۍ نېټې ووځي.

امریکا تر پخوانۍ نېټې په پنځه میاشتې ځنډ د ځواکونو ستنولو خبر کوي.

طالبانو د امریکا نوې پرېکړې ته غبرګون کې ویلي، تر هغه به د افغانستان په اړه پرېکړه کوونکې هېڅ کنفرانس کې ګډون نه کوي چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم سې شنبه ناوخته پر خپله ټوېټر پانه لیکلي:

"اسلامي امارت د اسلام د مقدس دين له مخې خپل کارونه په مشورو سره‌ کوي، د مشورو په نتيجه کې چې کومه پريکړه وشي د هغې له مخې تصميم نيسي ".

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډه به د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیلېږي او ۱۱ ورځې به دوام کوي.

د طالبانو له دې اعلان یوازې څو ساعته وړاندې امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې ولسمشر جو بایډن غواړي د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون کې ژمنه شوې وه چې نړیوال ځواکونه به د روانې اپرېل میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

خو ولسمشر بایډن او ګڼو نورو امریکایي چارواکو ویلي، د اپرېل تر پایه د ټولو ځواکونو ایستل به شونې نه وي.

طالبانو بیا بیا ټینګار کړی چې د دوحې پر تړون دې عمل وشي، او که چېرته بهرني ځواکونه پر ټاکلې نېټه بهر نشي نو دوی به یې پر ضد وسلواله مبارزه بېرته پیل کړي.

د استانبول کنفرانس نېټه رسماً اعلان شوه

استانبول

د عکس سرچینه، Turkish Foreign Ministry

په ورته وخت کې ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو سې شنبه په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډه به د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیلېږي او د می میاشتې تر څلورمې نېټې به دوام کوي.

په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو استازي به په دې ناسته کې ګډون کوي.

اعلامیه همدا راز زیاتوي چې د دې ناستې ګډ سمبالوونکي یو خپلواک او یو موټي افغانستان ته ژمن دي.

په اعلامیه کې راغلي، د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډې موخه په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو بهیر چټکول، دې بهیر سره مرسته کول او په افغانستان کې یو منصفانه او دوامداره سیاسي جوړجاړي ته رسېدل دي.

ترکیې قطر او ملګرو ملتونو خپله ګډه اعلامیه کې ویلي:

"دې کنفرانس کې ګډون او د اجنډا په اړه یې له افغان لوریو سره مفصلې خبرې شوې دي. کنفرانس کې به پر دې غور کېږي چې ښکېلو غاړو سره د افغانستان راتلونکي، د جګړې د ختمېدو او سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو برخه کې مرسته وشي ".

سمبالوونکي وایي، تمه لري چې دا ناسته به ټولو لوریو ته یو مهم فرصت ورکړي چې د یو ټولشموله سولې، ثبات او هوساینې لپاره افغانانو سره مرسته وکړي.

د استانبول غونډې رسمي نېټه داسې حال کې اعلانېږي چې افغان حکومت ورته د بشپړ چمتووالي اعلان کړی.

ولسمشر غني‌ او انټوني‌ بلېنکن پر استانبول کنفرانس غږېدلي

ولسمشر غني او انټوني بلېنکېن

د عکس سرچینه، Getty Images

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن سره یې سې شنبه د سولې پر روان بهیر او همدا راز ترکیه کې د افغان سولې په تړاو راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې دي.‌

ولسمشر غني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ښاغلي بلېنکن سره د ده (ولسمشر غني) او د امریکا د ولسمشر جو بایډن ترمنځ پر راتلونکو تیلیفوني خبرو هم غږېدلی.‌

ولسمشر غني دا نه ده روښانه کړې چې له امریکایي‌ ولسمشر سره به یې دا تیلیفوني‌ خبرې کله کېږي،‌ خو تمه کېږي‌ چې دواړه مشران به د افغان سولې پر روان بهیر او راتلونکو ګامونو غږېږي.‌

څو ورځې وړاندې ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې ښایي دا ناسته د روانې اپرېل میاشتې پر شپاړسمه نېټه ترسره شي،‌ خو وروسته یوې بلې سرچینې بي بي سي ته د اپرېل ۲۴مه نېټه یاده کړه‌.‌

ولسمشر غني د سولې لپاره د خپلې طرحې د اعلان پر مهال ویلي وو،‌ د ترکیې ناستې ته بشپړ چمتووالی لري.

په ورته وخت کې د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران هم تیلیفوني خبرو کې پر افغان سوله غږېدلي. په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي چې انټوني بلینکن سره د افغان سولې پر بهیر اونور چارو غږېدلی دی.‌

استانبول

د عکس سرچینه، Turkey Foreign Ministry