طالبان: د اپرېل پر شپاړسمه د استانبول کنفرانس کې ګډون نشو کولی

طالبان

د عکس سرچینه، Dr. Naeem Twitter

افغان طالبانو ویلي، د روانې اپرېل میاشتې پر شپاړسمه نېټه د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې کېدونکې نړیواله ناسته کې ګډون نشي کولی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند رسنیو ته استول شوي یو غږیز پیغام کې ویلي، د دې ناستې په تړاو یې لا هم خپلمنځي سلا مشورې روانې دي او هرکله چې یې پرېکړه وکړه بیا به یې له خلکو سره شریکه کړي.

طالبانو پر یاده نېټه د ترکیې ناسته کې د نه ګډون لپاره خپل دلیل نه دی روښانه کړی، خو ځینې شنونکي په دې باور دي چې ښایي طالبان غواړي دا ناسته له روژې وروسته ترسره شي.

که څه هم د ترکیې ناستې لپاره کومه نېټه تر دې دمه رسماً نه ده اعلان شوې، خو ځینو سرچینو ویلي وو چې ښایي دا ناسته د اپرېل پر شپاړسمه په ترکیه کې وشي.

طالبانو بیا بیا ویلي چې دې غونډه کې د ګډون یا نه ګډون په اړه یې لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او لا هم خپلو کې پرې بحث کوي.

خو بلې خوا ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د سولې په تړاو د خپلې طرحې د وړاندې کولو پر مهال ویلي وو، افغان حکومت د ترکیې غونډې ته په بشپړه توګه چمتو دی.

طالبان داسې مهال دا اعلان کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان او سیمې ته د خپل وروستي سفر پر مهال له ښکېلو غاړو سره د ترکیې غونډې پر جزئیاتو غږېدلی دی.

د ترکیې غونډه ولې مهمه بلل کېږي؟

GEN.NOOR

د عکس سرچینه، GEN.NOOR

د عکس تشریح، د سولې مسودې طرحه پرون ډاکټر عبدالله ته وسپارل شوه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره جنورۍ میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته اعلان وکړ چې له طالبانو سره د امریکا خپلمنځي تړون (دوحې تړون) ته له سره کتنه کوي، او حکومت یې غواړي پوه شي چې طالبان دې تړون ته ژمن پاتې شوي که نه.

له دې اعلان وروسته د امریکا حکومت د افغان سولې په تړاو یوه نوې طرحه چمتو کړه او جزئیات یې له طالبانو او افغان حکومت سره شریک کړل.

د ترکیې ناسته د امریکا د همدې طرحې یوه برخه ده او تمه کېږي چې په افغانستان کې به روانې جګړې او سیاسي کړکېچ ته د حل لاره په کې وموندل شي.

دا غونډه د امریکا په غوښتنه او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ترسره کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وار د مخه دې غونډې ته خپله طرحه اعلان کړې، خو په ورته وخت کې د ملي مصالحې د عالي شورا یوې کومیټې له څو ناستو وروسته یوه دویمه طرحه هم چمتو کړې، او تمه کېږي چې د دې شورا د مشرتابه لخوا به ژر اعلان شي.