امریکا: "د طالبانو د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه 'ډېره لوړه' ده، بین الافغاني خبرې باید چټکې شي"

لویډ اسټین

د عکس سرچینه، defense.gov

د عکس تشریح، د امریکا دفاع وزیر وایي "خپلو متحدانو ته مې وویل زموږ د بیاکتنې پایله که هر څه وي، متحد ایالتونه به له افغانستانه په بېړه او بېنظمه وتلو ته غاړه کېنږدي".

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن پنټاګون کې خبریالانو ته د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د وروستۍ غونډې په اړه مالومات ورکړل.

افغانستان او عراق د دې غونډې د بحث دوه عمده موضوعات وو.

د امریکا دفاع وزیر د طالبانو د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه "ډېره لوړه" وبلله او ټینګار یې وکړ چې "بین الافغاني خبرو کې باید پرمختګ وشي".

نوموړي وویل: "له ټولو خواو غواړم چې د سولې لار انتخاب کړي. تاوتریخوالي باید اوس راکم شي".

ښاغلی اسټن زیاته کړه، د ناټو د دفاع وزیرانو په دې غونډه کې افغانستان کې د پوځي حضور د راتلونکې په اړه نوې پرېکړه نه ده شوې، "اوسنی ماموریت به دوام کوي او قومندانان د دې حق او مسئولیت لري چې د بریدونو پر وړاندې د ځان او خپلو افغان شریکانو دفاع وکړي".

د امریکا دفاع وزیر وایي "خپلو متحدانو ته مې وویل زموږ د بیاکتنې پایله که هر څه وي، متحد ایالتونه به له افغانستانه په بېړه او بېنظمه وتلو ته غاړه کېنږدي. دا کار د دوی ځواکونه او د اتحاد حیثیت له خطر سره مخامخوي".

هغه زیاته کړه چې د افغانستان په تړاو به هره پرېکړه او عمل "له یو بل سره په مشوره" کېږي.

"موږ په مسئولانه او دوامدار ډول د دې جګړې پای ته رسولو ته ژمن یو، داسې چې افغانستان بیا د ترهګرو ډلو په خوندي پټنځي وانه وړي چې د امریکا او زموږ د متحدانو ګټې ګواښي".

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې چې د امریکا اوسنۍ اداره د افغانستان وضعیت او د دغه هېواد په تړاو هر پورته کېدونکی ګام او د هغو پایلې په پوره غور ارزوي.

اسټن وایي: "رانژدې کېدونکې ضرب الاجل ته مو پام دی. خو غواړو دا ګام د کړنلارې له مخې او ډاډ سره واخلو".

جو بایډن: د افغان جګړې ختمولو لپاره د دیپلوماتیک بهیر کلک ملاتړ کوو

جو بايډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغې دیپلوماتیکې پروسې کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پیل شوې ده.

نوموړي د جمعې پر ورځ "میونیخ امنیتي کنفرانس" ته وینا کې ټینګار وکړ چې حکومت به یې د افغانستان قضیې په اړه له اروپایي هېوادونو سره سلا مشوره کوي.

ولسمشر بایډن وویل، امریکا د ناټو تړون پنځمې مادې ته ژمنه ده او دا ماده وایي چې د ناټو پر یو غړي هېواد برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر د اروپایي هېوادونو مشرانو ته خپله وینا کې زیاته کړه: "تر اوسه یوازې یو ځل، یعنې پر امریکا د سپتمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته پنځمه ماده عملي شوې، هغه مهال تاسې موږ سره د القاعدې پر ضد جګړه کې ودرېدلی. امریکا ژمنه ده چې په افغانستان کې د مخکې تلو په اړه به له اروپایي هېوادونو سره له نږدې سلا مشوره کوي ".

د ولسمشر بایډن له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټېن هم د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په دویمه او وروستۍ ورځ ویلي وو، هېواد به یې له افغانستان په بیړه او بې نظمه ونه وځي.

نوموړي د دې تړون له غړو مننه وکړه چې افغانستان کې د پرېکند ملاتړ عملیاتو ته ژمن دي. هغه دا هم وویل چې واشنګټن د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته ژمن دی.

ناټو: له سخت حالت سره مخ یو

د ناټو سرمنشي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان کې له سخت حالت سره مخ دي.

د امریکایي چارواکو له دې څرګندونو سره هم مهاله د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پنجشنبه ماسپښین یو خبري کنفرانس ته وویل، ناټو به په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان پر وضعیت او له دې هېواده د ځواکونو ایستلو په اړه سلا مشورې کوي، خو د اوس لپاره غواړي چې د سولې پر بهیر تمرکز وکړي او دا خبرې بریالۍ شي.

هغه وویل: "له سخت حالت سره مخ یو. که د مۍ له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې پاتې کېږو نو امکان شته چې تاوتریخوالی او زموږ پر ځواکونو بریدونه ډېر شي. خو که له افغانستانه ووځو نو داسې وېره هم شته چې د تېرو شلو کالو قربانۍ او لاسته راوړنې ضایع شي ".

د طالبانو او امریکا تړون

طالبان وايي، ناټو دې له نه ګټونکې افغان جګړې خپل پوځیان وباسي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، طالبان وايي، ناټو دې له نه ګټونکې افغان جګړې خپل پوځیان وباسي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ له تړون وروسته تر لس زرو ډېر امریکايي پوځيان له افغانستان وتلي او ټاکلې چې د دې تړون له مخې پاتې دوه نیم زره نور سرتېري هم تر مۍ ووځي.

د دې تړون له مخې، وسلوال طالبان تاوتریخوالی کموي، له وسلوالو ډلو سره اړیکي شلوي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي او مقابل کې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي.

خو د جو بایډن اداره، ناټو او افغان حکومت پر طالبانو نیوکه کوي چې له امریکا سره پر تړون ولاړ نه دي.

خو افغان طالبان وايي، پر تړون ولاړ دي او د ناټو غونډې درشل کې یې له دې تړون وغوښتل چې له نه ګټونکې افغان جګړې خپل ځواکونه وباسي.