د کانګرس د پرېکړې خلاف افغانستان کې امریکايي ځواکونه کمېږي

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

رویټرز خبري اژانس وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو کمول لا هم روان دي.

دا په داسې مهال ده چې د امریکا کانګرس د قانون تصویبولو سره وویل، د دوی له تایید پرته له افغانستان د نورو ځواکونو اېستل بې قانونه دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، تراوسه داسې امر نه دی شوی چې له افغانستان د دغه هېواد د ځواکونو پر مشروط وتلو اغېز وکړي او تمه ده چې د جنورۍ تر ۱۵ له افغانستان دوه زره سرتېري ووځي.

د کانګرس یوې سرچینې له نوم پرته ویلي: "که له افغانستان د ځواکونو وتل روان وي، دا د قانون خلاف کار دی. "

د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې چې د ۲۰۲۰ کال فرورۍ کې لاسلیک شو، امریکايي ځواکونه باید د طالبانو د امنیتي ضمانتونو په بدل کې تر سږنۍ مۍ میاشتې له افغانستان پوره ووځي او د دې بهیر ځنډېدل له طالبانو سره تړون په خطر کې اچوي.

نومبر میاشت کې د امریکا دفاع وزارت وویل، د جنورۍ تر نیمايي افغانستان کې د سرتېرو شمېر له۴۵۰۰ تر ۲۵۰۰ ټیټوي.

د کانګرس لایحه

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د امریکا کانګرس روانه میاشت د دفاعي لایحې تصویبولو سره تر هغه افغانستان کې له څلور زرو د امریکايي سرتېرو کمولو لپاره د مالي سرچینو کارول منع کوي؛ چې د دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر د دې بهیر خطر او اغېز په هکله هر اړخیزه ارزونه کانګرس ته برابره کړې نه وي.

لا هم مالومه نه ده چې د دغه قانون له تصویب وروسته څومره امریکايي سرتېري له افغانستان وتلي دي، خو یوې سرچینې رویټرز اژانس ته ویلي چې افغانستان کې اوس د امریکايي ځواکونو شمېر تر درې زرو کم شوی دی.