افغانستان کې د امریکايي پوځ کمېدو پرېکړې جمهوریپال اندېښمن کړل

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نوي امر له مخې افغانستان کې امریکايي پوځیان له ۴۵۰۰ تر ۲۵۰۰ کمېږي او عراق کې هم د ۵۰۰ امریکايي پوځیانو کمېدو سره دغه هېواد کې د دې پوځ شمېر ۲۵۰۰ ته ټیټېږي.

د امریکا جمهوریپال ګوند ځینې جګپوړو غړو له افغانستان او عراق د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو په هکله د پنټګان په نوې پرېکړه اندېښنه وښوده.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان د سې شنبې په ورځ وویل، افغانستان او عراق کې د خپلو ځواکو شمېر تر ۲۵۰۰ کموي.

ډونلډ ټرمپ- چې ولسمشري یې د جنورۍ تر ۲۰ پای ته رسېږي- تل هېواد ته د خپلو ځواکونو د ستنېدو غوښتنه او په بهر کې د امریکا په لاسوهنه نیوکه کوي.

خو مشرانو جرګه کې د امریکا د جمهوریپال اکثریت مشر او د ټرمپ نږدې ملګری مېچ مکانل د ولسمشر ټرمپ دا نوې پرېکړه تېروتنه بولي.

نوموړی ولسمشر ټرمپ ته تر واک پرېښودو مخکې "د بهرني او دفاعي سیاست په تړاو د هر ډول ټکان ورکوونکو بدلونونو" په هکله خبرداری ور کوي.

ولسمشر ټرمپ لا هم ټاکنو کې له جو بایډن ماتې نه ده منلې او ټاکلې ده چې تر واک پرېښودو پنځه ورځې مخکې د پوځیانو کمولو چاره تر سره شي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د دغه هېواد لنډمهالي دفاع وزیر له افغانستان او عراق د امریکايي پوځ د وتلو امر کړی دی.

غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کرېسټوفر مېلر وايي، په دې اړه یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم خبرې کړې.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر کریسټوفر مېلر د پخواني دفاع وزیر مارک اسپر له بې واکه کېدو وروسته کار پیل کړ.

د امریکايي رسنیو د رپوټونو له مخ ښاغلی اسپر افغانستان کې د امریکايي پوځ د کمېدو مخالف و.

د نوي امر له مخې افغانستان کې امریکايي پوځیان له ۴۵۰۰ تر ۲۵۰۰ کمېږي او عراق کې هم د ۵۰۰ امریکايي پوځیانو کمېدو سره دغه هېواد کې د دې پوځ شمېر ۲۵۰۰ ته ټیټېږي.

ښاغلي مېلر دا وروستۍ پرېکړه عراق او افغانستان کې "د جګړو مسوولانه او بریالي ختمولو او هېواد ته د خپلو زړورو خدمتګارانو د ستنولو لپاره" د ښاغلي ټرمپ د سیاست منعکسوونکی حرکت بللی دی.

ښاغلی اوبراین وايي، افغانستان او عراق کې پاتې امریکايي سرتېري به کابل او بغداد کې د سفارتونو او نورو امریکايي ادارو د خوندیتوب دنده لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار زیاتوي، دا نوی سیاست نه دی، بلکې د امریکا ولسمشر چې کله کار پیل کړی دغو دوو هېوادونو کې یې د امریکايي پوځ د کمولو خبره کړې ده.

د "تېروتنې" سیاست

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د مرکزي قومندانۍ یا سنټکام قومندان جنرال فرانک مکنزي هم تېر کې له افغانستان د امریکايي پوځ بېړني وتلو په هکله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا کار د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې کمزورولی شي.

پر مېچ مکانل سربېره څو نور جمهوریپال سیاستوال هم د پوځ کمولو په هکله وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړي دي.

ولسي جرګه کې د تګزاس استازی مک ټورنبري وروستۍ پرېکړه تېروتنه بولي او وايي، د پوځ کمېدل افغانستان کې د سولې خبرې کمزورولی شي.

جمهوریپال سناتور بن سس- چې د اطلاعاتي کمېټې غړی هم دی- وايي، "دا کمزوری شاتګ دی او زیاتوي په حقیقت ولاړ نه دی او نړۍ لا ناامنوي."

په دا مهال د امریکا سرپرست دفاع وزیر کرېسټوفر مېلر دا نه دي ویلي چې د پوځ لوی درستیز مارک میلي د پوځ وتلو په هکله نوی پلان تایید کړی دی که نه، خو زیاتوي چې د پوځ قومندانانو دا پرېکړه منلې ده.

هغه زیاته کړه، "د توندلارو د ماتولو او د جګړې د مشرۍ لاس کې نیولو لپاره ځايي ملګرو او شریکانو سره د همکارۍ هدف ته رسېدلي دي. "

یواځې یوه ډیموکراټ سیاستوال او په ولسي جرګه کې د وسلوالو ځواکونو د کمېټې مشر ادم سمېت د ښاغلي ټرمپ د پرېکړې هرکلی کړی او "سمه پرېکړه" یې بللې ده.

هغه خپله بیانیه کې زیاته کړه: "په داسې حال چې سیمه کې د جګړې تاریخ پېچلی دی او زموږ له مخامخ لاسوهنې مخکې وخت ته ګرځي، له ۲۰ کاله وسلوال جنجال وروسته امریکایان او افغانان دواړه د تاوتریخوالي ختمولو ته تیار دي. "

ښاغلی ټرمپ باوري دی چې بهر کې د امریکا پوځي عملیات ډېر لګښتي او بې اغېز دي.

د ناټو مخالفت

ناټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ناټو سرمنشي وايي، له افغانستان د ځواکونو بېړني وتل به درنه بیه ولري.

خو د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ وايي، د امریکايي ځواکونو ناهمغږي او بېړني وتل به درنه بیه ولري:

"موږ له سختې پرېکړې سره مخ یو، موږ له نږدې ۲۰ کلونو راهیسې افغانستان کې یو او د ناټو یو غړی هم له اړین وخت پرته افغانستان کې پاتېدل نه غواړي، خو په دا مهال له دې هېواد ژر وتل هم ښايي درنه بیه ولري. "

د هغه په خبره، لا هم خطر شته چې د بریدونو پلانولو لپاره افغانستان د نړیوالو وسلوالو په اډه بدل شي:

"افغانستان زموږ پر هېوادونو د بریدونو پلانولو لپاره د نړیوالو ترهګرو د فعالیت په ډګر د بیا بدلېدو خطر سره مخ دی او ښايي داعش په عراق او سوریه کې بایللی ترهګر خلافت افغانستان کې جوړ کړي."

ناټو دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو د سلاکارۍ او روزنې دنده لري، خو له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۴ کال یې جنګي ماموریت درلود او هغه مهال یې د ځواکونو شمېر یو لک دېرش زرو ته رسېد.

طالبانو ته دوه پیغامونه

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو او امریکا تېره فرورۍ دوحه کې د سولې تړون وکړ.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان افغانستان کې تر ۵۵۰۰ پورې د ځواکونو کمولو سره هوکړه کړې وه او د پوځ نور کمول یې شرایطو پورې تړلي وو؛ لکه د افغان ځواکونو پرضد د طالبانو تاوتریخوالي کمېدل او د القاعده او طالبانو اړیکي پرې کېدل.

خو دا داسې دوه شرطونه دي چې لا هم پوره شوي نه دي، مګر د پنټګان چارواکي وايي، دوی تر ۲۵۰۰ پورې د ځواکونو کمېدو سره هوکړه کړې ده او دا د ولسمشر ټرمپ تر هغې پرېکړې غوره بولي چې تېر اکټوبر یې ټوېټ کې وویل، تر راتلونکي کریسمېس ټول ځواکونه له افغانستان ستنوي.

له افغان خاورې تر دوو راتلونکو میاشتو د نیمايي امریکايي ځواکونو وتلو د پنټګان قومندانان هم اندېښمن کړي دي.

دوی باوري دي چې د پوځ کمېدل طالبانو ته دوه مهم پیغامونه لري؛ اول دا چې دا پوځ له طالبانو د کومې عملي ژمنې یا امتیاز ترلاسولو پرته له افغانستان وځي او په دې ډول له طالبانو سره خبرو کې د امریکا امتیاز کمېږي او دویم دا چې افغانستان کې د امریکايي پوځ نور کمېدو سره به پر افغان پوځ د طالبانو بریدونه ډېر شي او دغه هېواد کې به له تاوتریخوالي کمولو سره مرسته ونه کړي.