ټرمپ: افغانستان کې زموږ پر پوځیانو د روسانو د بریدونو په اړه څه نه دي راته ویل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې هغه ادعا رد کړې ده چې ګواکې روسانو په افغانستان کې پر امریکایي پوځیانو د بریدونو په بدل کې طالبانو پورې تړلیو وسلوالو ته جایزې ټاکلې وې. ولسمشر ټرمپ ویلي، په دې اړه ده ته، د ده مرستیال مایک پېنس ته او د ولسمشرۍ دفتر رئيس مارک میډوز ته هېڅ حال نه دی ورکړل شوی.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دوه ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې روسانو په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو وژلو لپاره طالبانو پورې تړلو وسلوالو ته جایزې ټاکلې وې.
نیو یارک ټایمز د دې خبر لپاره خپله سرچینه نه ده په ګوته کړې، خو وایي چې امریکایي چارواکي له دې هر څه خبر وو.
خو ولسمشر ټرمپ نن یکشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د نیو یارک ټایمز دا خبر جعلي دی او هغه سرچینه چې یاده ورځپاڼه ورته اشاره کوي، اصلاً وجود نلري.
ښاغلي ټرمپ لیکلي، هر څوک دا خبر ردوي، او په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو ډېر بریدونه هم نه دي شوي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، د روسیې پر ضد هېچا تر ده قاطع دریځ نه دی خپل کړی. نوموړي همدا راز پر خپل ټاکنیز سیال جو بایډن او پخواني ولسمشر باراک اوباما نیوکه کړې او وایي، د دوی په واکمنۍ کې روسانو د اوکراین مهمې برخې ونیولې.
د نیویارک ټایمز رپوټ کې څه ویل شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې پر ورځ په یوه رپوټ کې وویل، د ولسمشر ټرمپ اداره هغه رپوټونه ارزوي چې د روسيې پوځ یوه پټ مرکز د طالبانو اړوند ملېشو سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وژلو بدل کې د جایزې ژمنه کړې.
په رپوټ کې ویل شوي، د امریکا څارګرو ادارو مسوولینو څو میاشتې مخکې په دې اړه معلومات راټول کړي دي.
په رپوټ کې زیاته شوې، د دې ملېشو ځینې کسانو د جایزې یو مقدار پیسې تر لاسه کړې هم دي.
په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، څارګرو ادارو له دې معلوماتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم خبر کړی او د امریکا ملي امنیت شورا د مارچ میاشتې په وروستیو کې د امنیتي ادارو په یوه غونډه کې پر دې موضوع بحث هم کړی دی.
د روسیې او طالبانو غبرګونونه:

د عکس سرچینه، RUUSIANEMBASSY
روسیې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې دا خپاره شوي تورونه "بې بنسټه " بللي. په واشنګټن کې د روسیې سفارت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، دغه تورونه یې په لندن او واشنګټن کې د سفارتونو کارکوونکو لپاره په ګواښ بدل شوي دي.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې 'د امریکايي پوځیانو وژلو لپاره له روسیې څخه د امکانو تر لاسه کول ' رد کړي دي. نوموړی زیاتوي:
''موږ چې کومه توافقنامه د امریکا له متحده ایالاتو سره لاسلیک کړې په عملي کېدلو کې یې د بشپړې سولې هدف ته رسېدل یقیني بولو او لکه څرنګه چې مو تر اوسه په بشپړه توګه عمل ورباندې کړی په راتلونکي کې هم ورته ژمن یو. ''









