ټرمپ: تر نومبر میاشتې به افغانستان کې له ۴ تر ۵ زرو امریکایي پوځیان پاتې وي

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، په راتلونکې نومبر میاشت کې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو پورې به په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر د ۴ او ۵ زرو ترمنځ وي.
ولسمشر ټرمپ له (اکسیوز) خبري شبکې سره په یوه مرکه کې وویل، افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شمېر په اړه خبرې روانې دي او ډېر ژر به هلته یوازې ۴۰۰۰ امریکایي پوځیان پاتې شي.
نوموړي وویل:
"په لومړي پړاو کې به هلته زموږ د پوځیانو شمېر ۸ زرو ته راکمېږي. بیا به ۴ زرته راټیټ شي. په دې اړه خبرې روانې دي. اتلس کاله کېږي چې موږ په افغانستان کې یو. خو ډېر ژر به ترېنه راووځو".
یاده دې وي چې د امریکا حکومت په تېره فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره د دوحې تړون کې ژمنه وکړه چې په تدریجي ډول به خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.
امریکا د دې ګام لپاره طالبانو ته د اوربند او د بین الافغاني خبرو د پیلولو شرطونه ایښي دي، خو تر دې دمه په دې دواړو برخو کې کوم جدي پرمختګ نه دی شوی.
روسیه د افغانستان په چارو کې هېڅ لېوالتیا نه لري:

د عکس سرچینه، EPA
په دې مرکه کې له ولسمشر ټرمپ نه د هغو رپوټونو په اړه هم پوښتنه وشوه چې ګواکې روسي استخباراتو په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړې دي.
ولسمشر ټرمپ په ځواب کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دا رپوټ د ده مېز ته نه دی رسېدلی، او که یې ترلاسه کړی وای نو حتماً به یې اقدام کړی وای.
نوموړي وویل، ډېر کسان په دې باور وو چې دا رپوټ حقیقت نه لري او د استخباراتو خلک هم په دې اړه یوه خوله نه وو.
ښاغلي ټرمپ وویل، د تېرې جولای میاشتې په وروستیو کې یې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره تیلیفوني خبرې وکړې، خو دا موضوع یې پکې یاده نه کړه.
ډونلډ ټرمپ وویل، روسیه د افغانستان په چارو کې هېڅ لېوالتیا نه لري، او دا ځکه چې پخوانی شوروي اتحاد افغانستان کې د مداخلې له کبله ټوټې ټوټې شو.
د امریکایي پوځیانو له وتلو وړاندې باید څه وشي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوي تړون کې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتلو لپاره ځانګړي شرایط مطرح شوي دي.
په دې کې له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جوړجاړی او همدا راز په افغانستان کې دایمي اوربند شامل دي.
د بین الافغاني خبرو لپاره د افغان حکومت او طالبانو لخوا د یو بل د بندیانو د خوشي کولو شرط هم د دې تړون برخه ده.
طالبان وایي چې ټول ۱۰۰۰ حکومتي بندیان یې خوشي کړي او افغان حکومت هم له خپلې خوا څه باندې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو خبره کوي.
خو افغان حکومت وایي، د طالب بندیانو په لېست کې شاوخوا ۴۰۰ داسې کسان دي چې په جدي جرمونو کې ښکېل دي او نه یې خوشي کوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د دې ۴۰۰ کسانو د خوشي کولو واک نه لري او د برخلیک ټاکلو لپاره یې مشورتي لویه جرګه رابللې ده.
ټاکل شوې ده چې دا جرګه راتلونکې جمعه، د اګست پر ۷مه نېټه په کابل کې پیل شي او درې ورځې دوام وکړي.








