ملا برادر او مایک پومپیو "د بین الافغاني خبرو پر پیلولو او روان وضعیت" غږېدلي

د عکس سرچینه، Suhail Shahin
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د دوشنبې پر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. طالبان وایي، دواړو مشرانو پر افغان سوله او د بندیانو د خلاصون پر موضوع خبرې وکړې.
په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
"نن ماښام د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هیئت یې د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکې له خارجه وزیر مایک پمپیو سره کتنه وکړه او د بین الافغاني خبرو د پیل او روان وضعیت په هکله وغږیدل. دواړو د خبرو د پیل لپاره د اسلامي امارت د پاته بندیانو خلاصون مهم وباله. همداشان د امریکې خارجه وزیر د لوی اختر په مناسبت د اسلامی امارت له خوا د اعلان شوي اوربند هر کلی وکړ ".
طالبان په داسې حال کې د خپلو پاتې بندیانو د خلاصون خبره کوي چې افغان حکومت د دې بندیانو د برخلیک ټاکلو لپاره راتلونکې جمعه مشورتي لویه جرګه رابللې ده.
افغان حکومت وایي، د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو په لېست کې شاوخوا ۴۰۰ داسې کسان دي چې په جدي جرمونو کې ښکېل دي، او له همدې کبله د اوس لپاره نه خوشي کېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر پر ورځ وویل، دی د ولسمشر په توګه د دې کسانو د بښلو یا خوشي کولو واک نه لري، او له همدې کبله دا موضوع مشورتي لویې جرګې ته وړاندې کوي.
"امریکا د درې ورځني اوربند هرکلی وکړ"

د عکس سرچینه، Suhail Shahin
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین همدا راز د لوی اختر په دریو ورځو کې شوي اوربند ته اشاره کړې او وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دې اوربند هرکلی کړی دی.
د طالبانو یوه بل ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، په دې درې ورځو کې طالبانو هېڅ ځای کې اوربند نه دی مات کړی، او یوازې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د پوستو د جوړولو مخه یې نیولې ده.
سره له دې چې د اختر لومړۍ دوه ورځې په نسبتاً ارامۍ کې تېرې شوې، خو په دریمه ورځ یې جلال اباد ښار کې پر ولایتي محبس برید کې د ۱۱ بریدګرو سربېره ۲۵ کسان ووژل شول.
که څه داعش ډلې د دې برید مسئولیت منلی دی. خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، امنیتي ادارې به وروسته دا مالومه کړي چې د برید تر شا د کومې ډلې لاس و.








