افغان حکومت: له امریکا او ناټو سره مو تړون اوږدمهاله دی او پر شریکو ګټو راڅرخي

صدیق

د عکس سرچینه، GMIC Afghanistan

د عکس تشریح، د افغان ولسمشر ویاند وایي، افغانستان له امریکا او ناټو سره اوږدمهاله تړونونه لري

افغان حکومت هغو رپوټونو ته چې ګواکې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به له افغانستانه د نورو امریکایي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړي په غبرګون کې ویلي، له امریکا او ناټو سره د افغانستان اوسني امنیتي تړونونه اوږدمهاله او پر شریکو ګټو راڅرخي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي سې شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغان حکومت، امریکا او ناټو ټول دې ته ژمن دي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نشي او د تېرو ۱۹ کالو لاسته راوړنې خوندي شي.

ښاغلي صدیقي وویل: "موږ لا هم د ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ یو. د القاعده او طالبانو په ګډون لسګونه نورې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې شته. موږ ژمن یو چې ترهګر باید هېڅکله هم د افغانستان له خاورې زموږ نړیوالو شریکانو ته ګواښ پېښ نه کړي. له ناټو او امریکا سره زموږ مشارکت قوي بنسټ لري او دوام به مومي ".

د افغان ولسمشر ویاند همدا راز ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه اوسمهال په هېواد کې ۹۸ سلنه پوځي عملیات پخپله ترسره کوي او د کندهار او هلمند وروستۍ جګړې یې د افغان ځواکونو د وړتیا ښې بېلګې وبللې.

ټرمپ له افغانستانه د نورو ځواکونو د ایستلو امر کوي

د امریکا پوځیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له افغانستان د امریکايي ځواکونو د اېستلو پلان خبر په داسې مهال دی چې امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلې پر سر ناندرۍ لا هم روانې دي.

امریکايي رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزارت له خولې ویلي، دوی تمه لري چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ به له افغانستان او عراقه خپل نور ځواکونه وباسي.

د چارواکو په وینا افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو شمېر د جنورۍ تر نیمايي له پنځو زرو تر دوه نیم زرو ته ټيټ شي او عراق کې به د دې پوځیانو شمېر له دریو زرو دوه نیمو زرو ته کم شي.

ولسمشر ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې کور ته د امریکايي ځواکونو د ستنولو خبره کوي او نورو هېوادونو کې د امریکا لاسوهنه ګرانبیه او بې اغېزې بولي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې د تېرې اونۍ په وروستیو دوو ورځو کې پوځي مشرانو ته د سرتېرو اېستلو د پلان په تړاو وویل شول.

چارواکو دې اژانس ته ویلي، په دې تړاو یو فرمان چمتو دی، خو لا قومندانانو ته نه دی سپارل شوی.

ولسمشر ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې کور ته د امریکايي ځواکونو د ستنولو خبره کوي او نورو هېوادونو کې د امریکا لاسوهنه ګرانبیه او بې اغېزې بولي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې د تېرې اونۍ په وروستیو دوو ورځو کې پوځي مشرانو ته د سرتېرو اېستلو د پلان په تړاو وویل شول.

چارواکو دې اژانس ته ویلي، په دې تړاو یو فرمان چمتو دی، خو لا قومندانانو ته نه دی سپارل شوی.

امریکا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ مخکې ویلي و تر راتلونکي کریسمیس مخکې به له افغانستان ټول پوځ ستون کړي.

برتانیا کې هم ډيلي ایکسپرېس ورځپاڼې پرون د ځینې لوړپوړو چارواکو له خولې لیکلي چې برتانوي ځواکونه انګېري د امریکا له ملاتړ پرته به دوی افغانستان کې خوندي نه وي، ځکه پر ځینو احتیاطي تدبیرونو کار کوي.

د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوریپالو مشر میچ مکانل له افغانستان د ځواکونو د چټک اېستلو په تړاو یوه بحث کې د دې چارې د پایلو په هکله خبرداری ورکړ.

هغه پر ولسمشر ټرمپ له مخامخ نیوکې پرته وویل، دا ګام د امریکا ملګري زیانمنوي.

له افغانستان د امریکايي ځواکونو د اېستلو پلان خبر په داسې مهال دی چې امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلې پر سر ناندرۍ لا هم روانې دي.

که څه هم دې ټاکنو ډیموکراټ جو بایډن د الیکټرل کالج ډېرې رایې خپلې کړې، خو اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله ماته نه ده منلې.

امریکايي رسنۍ وايي، د ځواکونو د اېستلو پلان باید د جنورۍ تر ۱۵ بشپړ شي، ځکه ټاکلې ده د جنورۍ پر ۲۰ نوی ولسمشر لوړه وکړي.

افغانستان کې د سرتېرو د کمولو له وروستي پلان پلي کولو سره سره بیا هم ولسمشر ټرمپ د ټولو سرتېرو د اېستلو په تړاو خپله ټاکنیزه ژمنه نه شي پوره کولی.

هغه تېر اکټوبر کې هم وویل، چې له راتلونکي کریسمېس مخکې به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ستانه کړي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له افغانستان د امریکايي پوځ وتل د امریکا او طالبانو د سولې تړون یو شرط دی

له افغانستان د امریکايي پوځ اېستل د امریکا او طالبانو د سولې تړون یو شرط دی چې تېره فرورۍ په دوحه کې لاسلیک شو.

خو د دې ځواکونو د چټک اېستلو په تړاو مخکې هم ځینې امریکايي چارواکو اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کنیټ مکنزي په ګډون ځینې پوځي مشرانو ویلي چې له افغانستان په بیړه د امریکا وتل د طالبانو او افغان حکومت د سولې خبرې کمزوروي.

د امریکا او طالبانو د تړون له مخې دې ډلې له افغان حکومت سره د سپټمبر پر ۱۲ دوحه کې خبرې پیل کړې، خو تر دوو میاشتو ډېر وخت کې د دواړو خواوو اړیک ډلې په یوه چلنلار نه دي سلا شوې.