امریکا افغانستان کې پر زېربناو وروستي بریدونه وغندل

د عکس سرچینه، د افغانستان برېښنا شرکت
د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز افغانستان کې پر زېربناوو وروستي بریدونه غندلي. د نوموړې دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د یکشنبې په ورځ د کابل شمال کې د برېښنا پایه ونړول شوه.
افغان چارواکي وایي، په لنډمهالي ډول یې د برېښنا تارونه نښلولي، خو پوره نښلول به یې تر څلور پنځو ورځو وخت وغواړي.
د برېښنا شرکت په خبره،د دغې پایې چپه کېدو سره په کابل، ننګرهار، لغمان، وردګ، غزني، لوګر، پکتیا او خوست کې زرګونه کورنۍ له برېښنا بې برخې شوې دي.
الېس وېلز هم په خپل په ټوېټ کې وايي، افغانان د کورونا وېروس له امله له ډېرو ننګونو سره مخ دي، خو اورپکو د برېښنا ستنو په ویجاړولو سره کابل کې پر روغتونونو او کورونو برېښنا درولې:
"زه افغانستان کې پر زېربناوو وروستي بریدونه په کلکه غندم، افغانان باید له کوېډ-۱۹ سره مبارزې ته یو شي".
د امریکايي ځواکونو اېستل

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا د امریکا اېن بي سي خبري شبکه وایي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې خپل پوځي او د ملي امنیت سلاکاران هڅولي په افغانستان کې د کورونا وېروس د پراخ خپرېدو د اندېښنې له امله ټول امریکايي ځواکونه له دې جګړه ځپلي هېواد وباسي.
اېن بي سي تلوېزون د دوو لوړپوړو اوسنیو او یوه پخواني چارواکي له خولې دا خبره کړې ده.
دا چارواکي وایي، ډونلډ ټرمپ نږدې هره ورځ شکایت کوي چې امریکايي ځواکونه لا هم افغانستان کې دي او اوس له وبا هم زیانمنېدی شي.
خو تراوسه نه کومې رسمي سرچینې او نه هم بلې رسنۍ دا خبر تایید کړی دی.









