یوه کال کې له افغانستان نه د ټولو امریکايي سرتیرو د وتلو طرحه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د مشرانو جرګې دوو غړو کانګرس ته د افغان جګړې د ختمولو لپاره یوه لایحه وړاندې کړې ده.
د جمهوریپال سناتور راین پال او ډیموکراټ ټام اوډل لخوا وړاندې شوې ددې طرحې له مخې به له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه په یو کال کې ووځي.
په لایحه کې راغلي چې په یوه نیمه میاشت کې به یو پلان چمتو کیږي چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه به په منظمه توګه وځي او د هغوی تاسیسات به افغان حکومت ته سپارل کیږي.
دا لایحه د افغان خدمتونو قانون نومول شوې ده او لارښونه کوي چې باید په افغانستان کې د بري اعلان وشي.
ددې کار لپاره د لایحې دلایل دا دي چې د سپټمبر د ۱۱ بریدونو سمبالوونکي نور دا وړتیا نه لري چې له افغانستانه برید وکړي، اسامه بن لادن وژل شوی او القاعده ډله په افغانستان کې له منځه تللې.
دا لایحه یو کال کې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د ویستلو لارښوونه کوي او وايي ۵۱ میلیارد ډالره چې په افغانستان کې هر کال پر امریکايي ځواکونو لګیږي، کیدای شي چې په نورو کورنیو لومړیتوبونو ولګیږي.
په دې لایحه کې د میکانیز وړاندیز شوی چې له مخې یې په یوه نیمه میاشت کې دننه د امریکايي ځواکونو د منظمې ایستې او افغان حکومت ته ددوی د اډو د سپارلو پلان جوړیږي.
لایحه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي یا د سولې د خبرو لپاره به یو چوکاټ جوړیږي او د افغانستان له اساسي قانون سره سم به پلی کیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په لایحه کې ویل شوي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د کانګرس لخوا منلی شوی د ځواک کارونې قانون چې تر ۲۰۲۱ کاله په افغانستان کې د ځواک کارونې منل شوی قانون به لغوه اعلانیږي.
په امریکا کې ځینو کړیو دا لایحه ستایلې
د امریکا لپاره اندېښمن پوځي سابقوال په نوم د پوځیانو د ملاتړ ټولنې ویلي چې د لایحې جوړونکو په افغانستان کې د پوځي ښکېلتیا په تړاو د امریکا شته احساس ځلولی دی.
ددوی په وینا ددغې ښکېلتیا موده اوس تېره شوې ده او اوس په بالقوه ډول د امریکا د ګټو په زیان ده.
د لایحې جوړونکي دواړه سناتوران اوس هلې ځلې کوي چې په کانګرس کې دغې طرحې لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.
ټاکل شوې په کانګرس کې په دې لایحه بحث وشي او رایه اچونې ته وړاندې شي.
خو د بحث او رایه اچونې نیټه ښودل شوې نه ده.








