چخانسوری: له افغانستان د امریکايي پوځ وتل پر امنیت ناوړه اغېز نه کوي

د عکس سرچینه، Reuters
د افغان ولسمشر ویاند وايي، له افغانستان د څو زرو امریکايي سرتېرو وتل به د هېواد پر امنیتي حالت ناوړه اغېز ونه کړي.
هارون چخانسوری وايي، پر ۲۰۱۴ کال د څه باندې یو لک بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال هم ویل کېدل چې افغانستان به سقوط وکړي:
"خو زموږ زړورو ملي امنیتی او دفاعي ځواکونو په خپلو قربانیو دغه تحلیلونه غلط ثابت کړل او د افغانستان له عرضي تمامیت او خلکو څخه یې په میړانه دفاع وکړه".
د هغه په خبره، دا چې څو زره بهرني سرتېري- "چې هغه هم تر ډېره د روزنې، تخنیکي مرستو او حمایې چارې پر مخ وړي، که دا وځي دا به په هیڅ توګه په امنیتي برخه" تاثیر ونه لري:
"ځکه چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې امنیتي مسوولیت په بشپړ ډول د افغانانو په لاس کې و او زموږ د ټول نظام او ملت نهايي هدف همدا دی چې بالاخره به ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي او له خپلو خلکو او خاورې به خپلواکه دفاع کوي".
سرتېري کله اېستل کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان چارواکو دا څرګندونې له هغه وروسته دي، چې امریکايي رسنۍ وايي سپینې ماڼۍ له دفاع وزارت غوښتي چې له افغانستان د ټولو یا پام وړ امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره شته غوراوي برابر کړي.
د پنټګان چارواکو اېن بي سي تلوېزون ته ویلي، ټاکلې ده دا پلان د نوي زېږیز کال له پیلېدو لږ وروسته ولسمشر ته وسپاري.
اېن بي سي د دې چارواکو له خولې ټینګار کوي چې لا هم کومه پرېکړه نه ده شوې، خو ښاغلی ټرمپ غواړي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل وارزوي.
ښاغلی متیس افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ساتلو باوري و او دا ځواکونه یې سولې ته د رسېدو لپاره د ډيپلوماټیکو هڅو په پرمختګ کې مهم بلل.
ویل کېږي افغانستان کې نږدې ۱۴ زره امریکايي پوځیان شته او نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د ډونلډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې شاوخوا اوه زره سرتیري له افغانستان را وباسي.
نیویارک ټایمز لیکي که له افغانستان د امریکايي سرتیرو د وتلو پریکړه وشي نو دا به په افغانستان کې د امریکا د اولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره لومړی عملي ګام وي.
د ابوظبۍ د خبرو پایلې راتلونکي میلادي کال کې

د عکس سرچینه، Z. KHALILZAD
دا په داسې مهال ده چې تېرو ورځو کې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اوبو ظبۍ کې د طالبانو له استازو سره د افغان جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې درلودې.
په دې خبرو کې د پاکستان، سعودي او متحده عربي اماراتو استازي هم وو.
په امریکا کې د سعودي د ولیعهد ورور او سفیر خالد بن سلمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ابوظبۍ خبرې پایله لرونکې وې او د نوي میلادي کال لومړیو کې به یې مثبتې پایلې ووینو.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې یو پخوانی لوړپوړی چارواکی- چې له دې لیدنو خبر و- له رویټرز سره خبرو کې وايي، چې وسلوالو طالبانو د خلیلزاد د اوربند وړاندیز رد کړ او له امریکا یې وغوښتل چې له افغانستان د ځواکونو په وتلو پام ټول کړي.
د دغه چارواکي په خبره، له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله د سپینې ماڼۍ پلان ارزول هم ښايي وسلوالو طالبانو ته یو پیغام وي.
امریکا له افغانستان، نه ځي

د عکس سرچینه، Reuters
له بلې خوا د روسیې ولسمشر وايي، امریکا له ۱۷ کلونو راهیسې افغانستان کې ده او نږدې هر کال د خپلو ځواکونو د وتلو خبره کوي، خو وینو چې لا یې هم ځواکونه هلته شته.
ویلادیمیر پوتین د روان کال وروستۍ خبر غونډه کې وویل، د امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ دا خبره مني چې سوریه کې داعش مات شوی دی، خو په ورته مهال ګاونډیو هېوادونو ته د دې ډلې د تللو خبرداری ور کوي.
ویلادیمیر پوتین له هغه وروسته دا خبره کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، سوریه کې د داعش له ماتې وروسته امریکايي ځواکونه خپل هېواد ته ستنېږي.
خو ښاغلی پوتین زیاتوي، تراوسه له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو نښې نه ویني، خو ښايي داسې وشي.
د امریکا د دفاع وزیر استعفا

د عکس سرچینه، Getty Images
له سوریې د امریکايي ځواکونو د اېستلو په هکله د ډونلډ ټرمپ پرېکړه په کور او بهر له نیوکو سره مخ ده.
له دې پرېکړې یوه ورځ وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د دغه هېواد د دفاع وزیر متقاعد شو.
هغه خپل ټوېټر کې لیکلي چې جېمز متیس د پرورۍ تر پایه یا دوه مایشتې وروسته متقاعد کېږي.
د امریکا ولسمشر د ښاغلي متیس د ځایناستي په هکله څه نه دي ویلي، خو زیاتوي، چې بل وزیر به ډېر ژر وټاکي.
"ښاغلی متیس زما سره ډېره همکاري وکړه چې پوځي ژمنو کې د خپلې ونډې پوره کولو لباره د امریکا يملګري وهڅوي".
د امریکا د دفاع وزیر استعفا په داسې مهال ده چې له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره په امریکا او ملګرو کې یې له پراخو نیوکو سره مخ ده.
د جېمز متیس د اسعفا خبره هم یوه ورځ له هغه وروسته ده چې ویل کېږي له سوریې د ځواکونو وتلو کې نوموړي له ولسمشر سره اختلاف درلود.
ښاغلي متیس خپل استعفا لیک کې سوریې ته اشاره نه ده کړې، خو زیاته کړې یې ده چې د امریکا پوځ کې څلور لسیزې کار او تجربې ور ښودلي، چې امریکا خپلو ملګرو ته پر درناوي سربېره باید د خپلو او د هغوی د ګډو ګټو د دفاع لپاره ټول اړین وسایل وکاروي.
هغه په دې استعفا لیک کې ټینګار کړی، چې امریکا باید د هغو هېوادونو سره پوخ هوډ او روښان چلند ولري، چې ورځ تر بلې یې ستراتیژیکې ګټې ور سره زیاتېږي او هغه هم په داسې مهال چې د روسیې او چین په څېر هېوادونه چې نړۍ کې د واک او ځواک زیاتولو هڅه کوي، امریکا هم باید په دې برخه کې د هر اړخیزې دفاع هڅه وکړي.
د امریکا دفاع وزیر ویلي، ځکه استعفا کوي، چې ولسمشر ټرمپ حق لري په دې او نورو برخو کې خپل هم فکره وزیر ولري.
وېروونکی بدلون

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا پخوانی دفاع وزیر ویلیام کوهن له بي بي سي سره خبرو کې د جېمز متیس استعفا د امریکا د حکومت لپاره لوی ګوزار بولي:
"نه پوهېږم چې جنرال متیس به تر کومه د ښاغلي ټرمپ سپکاوی یا د ده د سپارښتنو نه منل زغمل، کله چې د امریکا ټولو څارګري ادارو په یوه غږ وویل، چې روسیې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې لاسوهنه کړې، ولسمشر ټرمپ په خپلو ادارو د باور په ځای وویل، چې پر ښاغلی پوتین باور لري".
د ښاغلي کوهن په خبره، کله چې جنرال متیس او نورو وویل، چې د سولې خبرو کې د واشنګټن او پیونګ یانګ غوښتنې سمې نه وي روښانه شوې ولسمشر باید د شمالي کوریا له مشر سره ونه ویني، بیا هم ډونلد ټرمپ له هغه سره ولیدل.
د امریکا جمهوریپال سناتور لینزي ګراهم د دفاع وزیر استعفا ته په غبرګون کې وايي: "جنرال متیس جې امریکا او ولسمشر ته کوم خدمت کړی باید پرې وویاړل شي".
نوموړی چې له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر پر پرېکړه نیوکه کوي، خپل ټوېټر کې لیکلي:
"ښاغلی متیس څو لسیزې د توندلاري اسلام پرضد وجنګېد او ښاغلي ټرمپ ته یې سپارښنې او مشورې سمې او اخلاقي وې".
بل جمهوریپال سناتور مارکو روبیو د ښاغلي متیس استعفا وېروونکې بللې او زیاته کړې یې ده چې ښاغلی متیس د ټرمپ د دولت په ګډوډۍ کې د ټیکاو ټاپو و.
د امریکا حکومت کې ګډوډۍ ته انتظار
واشنګټن کې د بي بي سي خبریال انټوني زورکر وايي، ډونلډ ټرمپ خپل ټوېټر کې د جېمز متیس استعفا د تقاعد په نوم یادولو سره غواړي، چې دا خبره د هغه له عمر سره وتړي، خو روښانه ده چې هغه د نوموړي له سیاست سره د اختلاف له امله استعفا کړې ده.
د هغه په خبره، د امریکا د ولسمشر په مخ کې د هوښیارتیا یو سنګر له منځه لاړ اوس باید د امریکا د حکومت په سیاست کې ډېرو ګډوډیو ته منتظر شو.








