"امریکا افغان جګړه نه ګټلی نه یې پرېښودلی شي"

کابل برید

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کابل کې د داعش غبرګو بریدونو د ۹ خبریالانو په ګډون لږترلږه ۲۵ کسان ووژل

گارډين:

بريتانيايۍ گارډين ورځپاڼې افغانستان کې د روانې جگړې په تړاو يوۀ شننه خپره کړې چې سرليک يې دى "افغانستان او امريکا: جگړه نه گټلى شي، نه يې درولى شي او نه يې پرېښولى شي."

ورځپاڼه وايي کابل او کندهار کې د تېرې دوشنبې خونړيو بريدونو يو ځل بيا د افغانستان ټيکاومنولو لپاره د امريکا په مشرۍ د هڅو پاتې راتلو ته پام واړوۀ.

ورځپاڼه افغانستان کې د ملکي وگړو د مرگژوبلې زياتېدا او د طالبانو پسرلنيو عملياتو ته په اشاره وايي داسې برېښي چې اوس داعش او طالبان د دغې ورځپاڼې په وينا د "تر ټولو بوړنونکې ترهگرې ډلې" لقب لپاره سره سيالي کوي.

ورځپاڼه زياتوي په مشهورو ولسي ځايونو کې د گڼ وژنې له هر بريد سره د ولسمشر غني پر حکومت باور په کوردننه او بهر کمېږي.

ورځپاڼه وايي ولسمشر د سولې خيالولى پلان وړاندې کړى خو تر اوسه يې پر وړاندې يوازينى ځواب د وينې بهېدنې څپه وه.

ورځپاڼې د جمهوريپال سناتور رند پال وروستيو څرگندونو ته اشاره کړې چې وايي ولسمشر ټرمپ ورته ويلي چې امريکايي ځواکونه ښايي له افغانستانه وباسي. خو ورځپاڼه وايي د افغانستان د چارو پوهان په دې باور دي چې ولسمشر ترمپ چې هر څه وايي امريکا په افغانستان کې نامالومې مودې لپاره را گېر ده.

د سياسي چارو پروفيسور نيکولاس گراسمن ورځپاڼې ته ويلي امريکا افغانستان کې د جگړې د گټلو لپاره نه بلکې د د دفاعي ليکې د ساتلو لپاره حضور لري.

متیس: افغانستان کې ته نه پاتېږو، خو خپله دنده بشپړوو

جیمز متیس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امريکا دفاع وزير دا څرگندونې رد کړې چې گواکې هېواد به يې له افغانستانه ووځي، هغه وويل "موږ هلته د يوې دندې د ترسره کولو لپاره يو، موږ هلته تل نه پاتې کېږو خو د دندې ترسره کول مو لومړيتوب دى."

واشنگټن پوست:

امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼې "د امريکا دفاع وزير جېمز متېس افغانستان جگړې ته د دوامدارې ژمنتيا اشاره ورکړه" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي ښاغلي متېس دا څرگندونه په داسې حال کې کوي چې افغانستان د بمي بريدونو د يوې څپې شاهد و او له دغه هېواده د امريکايي ځواکونو د وتلو شونتيا په تړاو پوښتنې راپورته شوې وې.

د امريکا دفاع وزير دا څرگندونې رد کړې چې گواکې هېواد به يې له افغانستانه ووځي، هغه وويل "موږ هلته د يوې دندې د ترسره کولو لپاره يو، موږ هلته تل نه پاتې کېږو خو د دندې ترسره کول مو لومړيتوب دى."

ښاغلي متېس ورځپاڼې ته ويلي امريکا به افغان حکومت او افغانانو سره ولاړه وي او د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د اړکولو لپاره د ناټو ماموريت به روان وي.

ښاغلي متېس ورځپاڼې ته ويلي دوى پوهېږي چې افغانستان کې به جگړه سږکال ډېره سخته وي او طالبان او داعش به ټاکنې او ټاکنيز مرکزونه په نښه کوي.

ورځپاڼې افغانستان کې د جگړې په تړاو د سيگار رپوټ ته اشاره کړې چې وايي ښه پرمخ نه ده تللې خو ورځپاڼې د پنټاگون د ځينو چارواکو دا وينا هم راخيستې چې وايي په دې وروستيو کې د افغان ځواکونو وړتياوې ډېرې شوي او د هغوى د روزنې بهير هم گړندى شوى.

ډيپلوماټ:

شي جین پینګ او مودي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مجلې د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي او د چين د ولسمشر شين جيپنگ وروستۍ کتنې ته اشاره کړې او ويلي دي چې افغانستان کې د هند او چين د گډو اقتصادي پروژو نوښت به د دواړو هېوادونو خپلمنځي باور زياتولو کې مهم رول ولوبوي.

ډيپلوماټ مجلې دې ته کتنه کړې چې افغانستان کې د هند او چين اقتصادي همکارۍ تر کوم بريده پر مخ تللى شي.

مجلې د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي او د چين د ولسمشر شين جيپنگ وروستۍ کتنې ته اشاره کړې او ويلي دي چې افغانستان کې د هند او چين د گډو اقتصادي پروژو نوښت به د دواړو هېوادونو خپلمنځي باور زياتولو کې مهم رول ولوبوي.

مجله وايي چين او هند دواړه افغانستان کې پياوړى مرکزي حکومت غواړي. چين پاکستان سره خپل اړيکي پالي او د هغه هېواد پوځ افغانستان کې پياوړى مرکزي حکومت د خپلو گټو په خلاف بولي، خود افغانستان په ثبات او د افغانستان اقتصادي پرمختيا کې د چين گټه پاکستان ته يې پر ژمنتيا برلاسه کېداى شي.

مجله افغانستان سره د هند اقتصادي مرستو او منځنۍ اسيا سره د ځان تړلو پروژو ته اشاره کوي او وايي سره له دې چې دا چاره به ننگونکې وي خو داسې برېښي چې دواړو هېوادونو لپاره افغانستان کې د همکارۍ لپاره امتيازونه شته.