ایا امریکا به رښتیا هم افغانستان پرېږدي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جلال بازوان
- دنده, چین
په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان تر پوځي برید را وروسته امریکا یوه داسې پېچلې او نامالومه تګلاره غوره کړې ده چې له ډېرو په کې لاره ورکېږي.
دوی له پیله درې بېلا بېلې نظریې لري. یوه نظریه دا ده چې په افغانستان کې جګړه د امریکا د ملي امنیت لپاره راتلوونکو ننګونو او چلینجونو څخه د خلاصون جګړه بلل.
د دویمې نظریې ملاتړي دغه جګړه غندي او په افغانستان کې د اوږدمهاله پاتې کېدل د امریکايي ولس د ماليي روپېو ضایع کول ګڼي.
درېیمه نظریه بیا د طالب اورپکو او افغان دولت ترمنځ د جوړجاړي خبرې اترې دي.
همدغه درې نظریو ذهني مغشوشوالی رامنځته کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ټاکلو وروسته د سولې خبرې خورا ګرمې شوې او په خواله رسنېو او د خلکو ترمنځ يي ګرم بحثونه رامنځته کړي دي.
په ورته وخت کې نړېوالې رسنۍ هم هره ورځ د ولسمشر ټرمپ په اړه غږېږي چې ګواکې د افغانستان څخه د خپلو پوځیانو ایستل غواړي او نور نه غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکايي مالیه ورکوونکو روپۍ ضایع کړي.
دوی فکر کوي چې ولسمشر ټرمپ خپل ټول پام د امریکا د اقتصاد بیا رغاونې ته اړولې، نو ځکه غواړي چې نور امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکې کېږدي.
خو ډېری خلک د مسلې بل اړخ له پامه غورځوي.
په کابل کې له ځینو شنونکو او چارواکو سره دا اندېښنه ده چې هسې نه ولسمشر ټرمپ یو سهار له خوبه پاڅي او پر ټوېټر له افغانستانه د وتلو اعلان وکړي.
خو خبره د تېر په څېر بل ډول ده. ولسمشر اوباما په اړه هم ورته فکر کېدو چې ګواکې په ۲۰۱۱م کال کې نور د افغانستان له جګړې ستړی شوی او په افغانستان کې د امریکايي جنرالانو خبره به نور نه اوري.
هغه مهال به د امریکا ناپوځي مشرانو ویل، په افغانستان کې به یوازی د سفارت ساتنې لپاره یو شمېر ځواکونه پاتې کېږي.
خو موږ ولیدل چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې د پوځي شتون لپاره امنیتي تړون رامنځته کړ او پر افغان حکومت یې د لاسلیک کولو لپاره یو څه فشار راوست.
د پاکستان یو مشهور لیکوال او خبریال نصرت جاوېد په خپله یوه لیکنه کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش او هغه مهال پاکستاني لومړي وزیر شوکت عزیز یو محاوره رانقل کړې ده.
ښاغلي عزیز له ولسمشر بوش نه پوښتنه کوي چې ایا امریکا به په افغانستان کې پاتې کېږي او که ووځي.
ولسمشر بوش شوکت عزیز ته په ځواب کې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې کونډه لیزه رایس څخه د یو پوښتنې په ډول ځواب ورکوي چې:
"اغلې کونډه لیزه! ایا ویلی شې چې جاپان او سویلي کوریا ته امریکايي ځواکونه په کومو لسیزو کې تللي ول؟"

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې اوږدمهال پوځي شتون د امریکا د لويې ستراتیژۍ او په اسیا کې د واک د موازنې تر ټولو مهم اړخ جوړوي.
د افغانستان او سیمې لپاره د ولسمشر ټرمپ د سویلي اسیا ستراتیژي په اصل کې پخپله ډېر څه وايي، خو له دې څخه تل سترګې اړول کېږي.
د دغې ستراتیژۍ په وخت د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په زغرده د چین د کمربند او سړک اړوند وویل چې دوی به د ټولو هغو پروژو مخه نیسي چې له جنجالي سیمو څخه تېرېږي.
هغه د چین- پاکستان اقتصادي دهلیز ته په اشارې سره وویل چې دا ورته د منلو وړ نه ده چې په هغو سیمو کې دې چین پانګونه وکړي چې تر اوسه یې د سیمې هېوادونه پر سر جنجالونه لري.
همدارنګه په واشنګټن کې ګڼ شمېر شننونکي او څېړنیز بنسټونه په دې اړه شننې کوي او وایي، چین د کمربند او سړک د پروژې په پلمه غواړي چې کمزوري هېوادونه د قرضې په جال کې راګېر کړي.
د دې ترڅنګ په ختیځه اسیا، مرکزي اسیا او سویلي اسیا کې روانو جیو- پولیټیکل بدلونونو، امنیتي سیالیو او د امریکا او متحدینو پخواني مخالفین یو ځل بیا سر را پورته کوي.
دې وضعیت سره په واشنګټن کې ګرم بحثونه پیل شوي دي.
يو څه موده وړاندې د امریکا د سمندري ځواکونو ستر قومندان جنرال ډانفورډ وویل، نړۍ یو ځل بیا د امریکا او پخوانیو مخالفینو (چین-روس) ترمنځ د ازادې سیالۍ شاهده ده.
هغه همدا رنګه د امریکا د پوځي ستراتیژیو ته له سره د کتنې غوښتنه وکړه. د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال مک کرېسټل هم د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره په یو ملاقات کې مشوره ورکړې چې افغانستان څخه په بشپړه توګه وتل به ستره تېروتنه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دلته مهمه پوښتنه دا ده چې که امریکا رښتیا هم په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې کېدل غواړي نو افغانستان کې به راتلونکی سیاسي او امنیتي وضعیت څه ډول وي.
له طالبانو سره د افغان حکومت روانې خبرې دا مهال له یو لړ ستونزو سره مخ دي، ځکه چې په حکومت کې د ننه او بهر یو شمېر لوړپوړي چارواکي وخت ناوخت د سولې په روانه پروسه نیوکې کوي.
ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو نوی ټیم جوړ کړی دی او د سولې عالي شورا برخلیک روښان نه دی.
روسیې ته د سفر پر مهال د افغانستان د سولې لپاره امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې هم یو ډول مایوسه وې. هغه روسيي ته د سفر په مهال وویل، افغانان باید خپل برخلیک ټاکلو ته پرېښودل شي او نور هېوادونه باید افغانستان کې له لاسوهنې لاس واخلي.
ښایي زلمی خلیلزاد د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو اترو کې بریالی شي، خو د پښتون ملت پال مشر افراسیاب خټک خبره په افغانستان او سیمه کې ترهګر ګروپونه هماغه پخواني دي او د وخت له غوښتنې سره یوازې د دوی په شعار او د بېرغ په رنګ کې بدلون راځي.
له بلې خوا د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان جنرل ډانفورډ په خبره په افغانستان کې دا مهال شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي چې د امریکا ملي امنیت ته لوی خطر پېښوي.
په منځني ختیځ کې د داعش له ماتې وروسته اوس دا مهال د افغانستان په شمال کې د دوی فعالیتونه ورځ تربلې زیاتېږي.
نو په دا ډول وضعیت کې طالبان که د کابل حکومت برخه هم شي خو سوله به اوږدمهاله نه وي، ځکه چې جګړه به دا نورې ترهګرې ډلې ټپلې پرمخ وړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا که څه هم د چین او امریکا سوداګریزه جګړه د موقت وخت لپاره درېدلې ده، خو په ټوله کې په مختلفو بڼو لاتراوسه دوام لري. امریکا په دې وروستېو کې کوښښ کوي چې په چینايي شرکتونو بندیز ولګوي.
د همدې هلوځلو په پار چین د یو کمربند یو سرک په پروژو کار ګړندی کړی دی او غواړي چې له امریکايي انحصار څخه ځان وژغوري.
د اقتصادي دهلیزونو او امنیتي سیالیو څخه هاخوا د ایران اټومي مسله هم امریکا ته ډېره مهمه ده.
تېرکال د چین ZTE شرکت جریمه شو. اوس هم د هواوې (Huawei) شرکت مالي امره منګ وانجو په کاناډا کې نیول شوې ده.
دغو شرکتونو امریکايي چیپونه په ایران پلورلي ول.
دا وضعیت ښيي چې د ایران مسله د امریکا د لویې ستراتیژۍ په برخه کې څومره ستراتیژیک اهمیت لري.
له دې بحثه لنډه اخیستنه دا ده چې امریکا نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې اوږدمهاله ګټې، اندېښنې او پروژې لري او ګرانه ده چې د یوه ولسمشر د موډ یا خوښې پر اساس دې له دې سیمې پښې سپکې کړي.








