امریکايي پوځيان کومو هېوادونو کې دي او څه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د تېر کال اکتوبر کې په نایجیر کې څلور امریکايي پوځیان ووژل شول. دې پوځیانو د افریقايي هېواد مالي پوله کې عملیات کول.
امریکا ته دا پېښه لوی ټکان و، ځکه دا د لوېدیځې افریقا داسې سیمه ده چې ښايي چا فکر هم نه کاوه، چې هلته به امریکا عملیات کوي.
د نړۍ تر ټولو لوی ځواک امریکا په ۱۸۰ هېوادونو کې له دوو لکو ډېر پوځیان لري، خو په دوی کې اووه داسې هېوادونه دي چې امریکايي پوځیان پکې ډېر مهم رول لري.
دا خبره په هغه رپوټ کې راغلې چې کانګرېس ته د ډونلډ ټرمپ ادارې استولی دی.
افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې دا مهال ۱۳،۳۲۹ امریکايي پوځیان شته.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په۱۱ په واشنګټن او نیویارک کې له بریدونو روسته امریکا د غچ اخیستلو لپاره خپل پوځیان افغانستان ته ولېږل.
امریکا دلته له طالبانو سره اوږده جګړه کې ښکېله شوه، چې لا یې هم پای معلوم نه دی.
امریکا ته افغان جګړه تراوسه لویه ننګونه ده.
امریکا افغانستان کې د القاعده، طالبانو، اسلامي دولت یا داعش او حقاني شبکې له سخت مقاومت سره مخ ده.
عراق

د عکس سرچینه، Getty Images
عراق کې د پخواني ولسمشر صدام حسین د واکمنۍ له پرځولو وروسته اوس امریکايي پوځیان له اسلامي دولت سره ښکېل دي.
د صدام د واکمنۍ له پرځېدلو وروسته عراق له بې ټیکاوۍ سره مخ دی او داعش په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي لوی لامل بلل کېږي.
د عراق حکومت لا هم په دغه هېواد کې ټیکاو نشي را وستلی او نږدې نهه زره امریکايي پوخیان په دغه هېواد کې دي.
سوریه

د عکس سرچینه، Getty Images
سوریه کې پر ۲۰۱۷ کال د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په لکونو خلک د توندلارو له ولکې وژغورل.
عراق او سوریه کې یې ۹۸ سلنه خاوره د توندلارو له ولکې وباسله.
په سوریه کې څه باندې یو نیم زر امریکايي پوځیان شته او هلته عملیاتو کې برخه لري
په هر صورت د سوریې حالت لا معلوم نه دی او روسیه د بشار اسد د حکومت ملاتړ کوي.
یمن

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي پوځیان یمن کې هم شته او د القاعده او حوثي وسلوالو پرضد عملیات کوي.
د ډونلډ ټرمپ رپوټ کې ویل شوي چې یمن کې امریکايي پوځیان د حوثیانو پرضد د سعودي په مشرۍ د ځواکونو کم ملاتړ هم کوي.
دا همکاري یواځې پوځي نه بلکې د استخباراتو په کچه معلومات برابرول هم دي.
سومالیا

د عکس سرچینه، Getty Images
سومالیا کې د امریکا نږدې درې سوه پوځیان شته چې د شباب توندلارې ډلې پرضد هڅې کوي.
پر ۱۹۹۳ کال امریکايي پوځيان په دغه هېواد کې له ترخو پېښو سره مخ شول.
هغه مهال دغو پوځیانو د محمد فرح عیدید د نیولو هڅې کولې.
هغه مهال دوی ته پته ولګېده چې سومالیا کې پوځي عملیات څومره مشکل دي.
په هغو عملیاتو کې ۱۸ امریکايي پوځیان ووژل شول.
لیبیا

د عکس سرچینه، Getty Images
لیبیا کې هم امریکايي پوځیان شته.
د ټرمپ په دغه رپوټ کې ویل شوي چې دوی هلته د اسلامي دولت پرضد جګړه کوي.
د ډګروال معمر قذافي د واکمنۍ له پرځېدلو راهیسې لیبیا د ګډوډۍ ښکار ده.
نایجیر

د عکس سرچینه، Getty Images
په نایجیر جمهوریت کې هم د امریکا نږدې ۵۰۰ پوځیان شته.
پر ۲۰۱۷ کال په دغه هېواد کې د امریکا د څلورو پوځیانو له وژل کېدو وروسته دلته د اسلامي دولت پرضد عملیات کوي.
د پوځیانو وژل کېدل ډېرو خلکو ته د بحث خبره پیده کړه.
په نایجیر کې د امریکايي پوځياو شتون هم د ځینې خلکو لپاره نوې خبره ده.








