"د افغان او امریکايي سرتېرو له سونتوکو ۱۵۴ میلیون ډالر غلا شوي"

د عکس سرچینه، .
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې پلټنې اداره (سیګار) وايي، په وروستیو کلونو کې د امریکايي او افغان ملي اردو ځواکونو د اړتیا وړ سونتوکو له پیسو څه باندې ۱۵۴ میلیون ډالر غلا شوي دي.
له ۲۰۰۸ څخه بیا تر ۲۰۱۶ پورې په افغانستان د امریکايي ځواکونه د اړتیا وړ سونتوکو لپاره ۱۳ میلیارډ ډالر بېل شوي وو، خو د نظامي عملیاتو پر مهال د اړتیا وړ تیلو زیاته برخه په افغانستان کې غلا کېده.
رپوټ کې دا هم راغلي چې دا کار په سوداګرۍ بدل شوی و.
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د سیګار دغه تازه خپور شوی راپور نه ردوي خو وايي په دغه راپور کې د شویو ادعاوو د څېړلو لپاره ډېر دقت ته اړتیا شته.
د ښاغلي رادمنش په خبره وزارت په دې اړه بشپړې پلټنې ته ژمن دی:
"د ملي دفاع وزارت له اوله هڅه کړې چې د دا ډول فساد مخه ونیسي. په همدې موخه په دفاع وزارت کې نوي کسان په دندو ګومارل شوي دي او د لوجستیک توکو د برخې پخواني کار کوونکي له دندو لرېشوي دي، نو د دغو نویو اقداماتو په کولو سره موږ ډاډ یو چې د فساد مخه مو نیولې ده".
د تېر ۲۰۱۷ په مارچ کې د امریکا دفاع وزارت وړاندوېنه کړې وه چې هر کال افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه کابو ۱۰۸ میلیون ګیلن سونتوکو ته اړتیا لري.
د سیګار رپوټ وايي په افغانستان کې د پريکنده ماموریت ځواکونه پرېکړه کړې چې وروسته له دې به افغان ځواکونو ته د تیلو رسولو چاره دوی په جدي څاري.
د ځینو په باور شاید دا چاره تر یوه ځایه ګټوره وي او په دغه برخه کې به د درغلۍ مخنیوي ونیسي خو وايي دا به ستونزمنه وي چې ناټو ځواکونه له لرې د تېلو د غلا کېدو مخه ونیسي.
سږ کال د افغانستان د تدارکاتو ملي کمېټې وویل، چې د امنیتي ځواکونو د سونتوکو برخه کې ډېر فساد دی او د مخنیوي لپاره یې دوی ډېر تړونونه ځنډولي دي.








