د امریکا بهرنیو چارو وزیر: قطر کې خبرې ډېرې پېچلې دي
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ خبرې ډېرې پېچلې بللې دي. خو نوموړي د پرمختګ هیله ښوولې ده. ښاغلی پومپیو وايي که د زلمي خلیلزاد په مشرۍ خبرې کافي پرمختګ وکړي، نو دی به خپله وکولای شي قطر ته لاړ شي او خبره نوره مخکې یوسي.
له یوې اونۍ راهیسې د قطر پلازمېنه دوحا کې د امریکا مرکچیان د زلمي خلیلزاد او د طالبانو پلاوی د ملا برادر اخند په مشرۍ افغانستان کې د سولې په تړاو خبرې کوي.
تر اوسه په دې خبرو کې افغان حکومت ته ونډه نه ده ورکړل شوې.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو امریکا کې یوې غونډې ته وینا کې وویل د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د دوی ټیم هڅه کوي داسې لارې چارې ومومي چې افغانستان کې جګړه پای ومومي، وینې پکې توی نه شي او د امریکا لپاره کوم خطر رامنځته نه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوموړي په وینا د قطر خبرو بنسټیز هدف دا دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي شي.
د امریکايي رسنیو په وینا د امریکا بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د افغانستان مسأله ډېره پېچلې وبلله.
نوموړي په ځانګړې توګه د پاکستان، هند، چین او روسیې یادونه وکړه چې په خبره یې ټول په افغانستان کې ګټې لري، چې د ښاغلي پومپیو په خبره دغه موضوع نوره هم پېچلې کوي.
د هغه په خبره ځانګړی استازی یې زلمي خلیلزاد هڅه کوي د قطر خبرو کې کافي پرمختګ وشي او دواړه لوري مخکې لاړ شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي باید یاد مو وي چې له دوحې خبرو مو هدف د کاغذ یوه ټوټه تر لاسه کول نه دي، نه هم داسې یوه محفل ته لاره هوارول دي چې موږ پکې د سوبې اعلان وکړو او بیا هر څه له منځه لاړ شي، بلکې په خبره یې امریکا داسې یو تفاهم لټوي چې د بېلا بېلو لوریو بېلا بېلې ګټې پکې نغښتې وي او پایښت ولري.

د عکس سرچینه، QATAR OFFICIAL SOURCES









