طالبانو ته د امریکا ځواب؛ د بریدونو مقابل کې د افغان ځواکونو دفاع کوو

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیجټ د وسلوالو طالبانو دا "تور" ناسم بولي چې امریکا د دوحې له تړون سر غړوي.

د نوموړي دا خبره له هغه وروسته ده چې افغان طالبانو وویل امریکايي ځواکونو په ننګرهار او هلمند کې د دې ډلې پر وسلوالو هوايي بریدونه سره له تړون سرغړونه کړې.

دې ډلې امریکايي پوځ ته خبرداری ورکړ چې که د دوی پر وسلوالو بمبار بند نه کړي "سخت ځواب به ورکړي."

په ځواب کې سوني لیجټ پر خپل ټوېټر لیکي د طالبانو د بریدونو مقابل کې د افغان پوځ دفاع کوي.

ښاغلی لیجټ هممهال له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی بند کړي.

"موږ پر ټولو خواوو بیا غږ کوو چې تاوتریخوالی کم کړي".

نوموړي وروستيو هدفي وژنو ته په اشاره ويلي طالبان بايد هم هغه بريدونه ودروي چې دوی يې مسووليت نه مني.

"طالبان باید د سولې د بري لپاره د حکومتي چارواکو، مدني ټولنې مشرانو او خبریالانو د هغو بریدونو او هدفي وژنو کمپاین هم بند کړي چې مسووولیت یې نه مني."

طالبان څه وايي؟

کندهار هوايي ډګر کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کندهار هوايي ډګر کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې

افغان طالبانو د اعلامیې خپرولو سره ویلي چې امریکايي ځواکونو په ننګرهار او هلمند کې د دې ډلې پر وسلوالو هوايي بریدونه کړي او کندهار کې هم د امریکا هوايي ځواکونو په ملاتړ د افغان پوځ عملیات روان دي.

دا ډله د امریکايي ځواکونو دا هڅې د طالبانو او امریکا د دوحې هوکړې خلاف بولي. دا تړون د تېرې فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شو.

طالبانو دې تړون کې ژمنه کړې چې له دې وروسته افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو برید نه کوي او امریکا هم له افغانستان د وتلو ژمنه وکړه.

د طالبانو نننۍ اعلامیه کې راغلي له دې تړون د امریکايي ځواکونو پرلپسې سرغړونه داسې مهال ده چې امریکايي چارواکو څو ورځې مخکې تړون ته د طالبانو ژمنتیا ومنله.

د طالبانو اشاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبرو ته ده.

نوموړي دوه ورځې مخکې وویل، نږدې یو کال کې افغانستان کې یو امریکايي سرتېری هم نه دی وژل شوی.

اوس طالبان خبرداری ورکوي، که د دوی پر وسلوالو د امریکا بمبار او کندهار کې عملیات ونه درېږي دا ډله هم "سخت غبرګون ته مجبورېږي چې مسوولیت به یې د امریکا په غاړه وي."

مایک پمپیو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مایک پمپیو وايي، له نږدې یو کال راهیسې افغانستان کې یو امریکايي هم نه دی وژل شوی

پرون ننګرهار کې چارواکو وویل، بټي کوټ ولسوالۍ کې پر طالبانو دوه هوايي بریدونه شوي دي.

د جمعې په ورځ هم د ننګرهار والي وویل، پچیراګام ولسوالۍ کې په هوايي برید کې طالبان او بهرني وسلوال وژل شوي دي.

د دوحې له تړون سرغړونې په هکله د طالبانو نوی خبرداری داسې مهال دی چې افغان چارواکي دا ډله د دې تړون له لاسلیک وروسته د تاوتریخوالي په زیاتولو بیا بیا تورنوي.

دا تاوتریخوالی هم داسې مهال دی چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرې تېر سپټمبر د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې.

د دې خبرو لومړۍ پړاو کې د خبرو چلنلار بشپړه شوه او ټاکلې ده تر شل ورځنۍ دمې وروسته یې دویم پړاو هم سبا په دوحه کې پیل شي.

افغان چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ د دوی مرکچي پلاوی دوحې ته ځي.