مایک پومپیو: افغانستان کې تېر یو کال هېڅ امریکایی پوځي نه دی وژل شوی

پومپیو

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وايي، هېواد یې اوس په افغانستان کې د لسګونو زرو پوځیانو پرېښولو ته اړتیا نه لري. د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې نوموړي ویلي، تېر یو کال په افغانستان کې یو امریکايی پوځي هم نه دی وژل شوی، افغانان بالاخره په خپل منځ کې د سولې او روغې جوړې خبرې کوي، چې د نوموړي په وینا دا لوی پرمختګ دی:

''زموږ ماموریت د القاعدې او امریکا ته متوجه خطرونو له منځه وړل دي. موږ د دې لپاره پر ځمکه لسګونو زرو پوځیانو ته اړتیا نه لرو چې دا چاره تر سره کړي. موږ زړور افغان او ناټو ځواکونه ملګري لرو. دغه راز له لېرې ځایه د ځواک کارولو وړتیا لرو. ''

ښاغلي پومپیو ویلي، ''د بوش له حکومته راهیسې هر 'امریکايي ' حکومت غوښتل له افغانستانه خپل پوځيان وباسي، خو په وینا یې موږ عملاً داسې وکړل. ''

ښاغلي پومپیو په دې پیغامونو کې د سولې خبرو بهیر کې افغانستان او قطر ته د خپلو سفرونو یادونه کړې او له افغان ولسمشر او د قطر له امیر یې مننه کړې چې د ده په وینا د دې غونډو کوربتوب یې وکړ.

ښاغلي پومپیو زیاتوي، ''موږ خپل زرګونه پوځیان او پوځیانې خپل هېواد ته ستانه کړل، امریکا اوس هم خوندي ده او که اړتيا پېښه شي زموږ پوځ غبرګون ته چمتو دی. ''

د قطر امیر افغان دولت سره اوربند ته رسېدو کې د مرستې ژمنه کړې

ارګ

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، قطر افغان دولت سره اوربند ته رسیدو کې د هڅو ژمنه کړې

له دې مخکې د افغانستان ولشمرۍ ماڼۍ وویل، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې خبرو کې د اوربند په کېدو کې د هڅو ژمنه کړې ده.

له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې اعلاميه وايي، افغان ولسمشر د قطر له امیر سره نن ټیلیفوني خبرې کړي او دواړو لوریو د افغانستان پر سولې د بحث ترڅنګ په سملاسي اوربند ټینګار کړی دی.

ارګ وايي د قطر امیر ژمنه وکړه چې حکومت به یې اوربند ته د زمینې برابرولو هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو غړی حفیظ منصور وايي، د سولې خبرو راتلونکي پړاو کې به بحث د واک پر وېش ور ټول وي.

د هغه په خبره د طالبانو اصلي سټې لا هم د زور له لارې د واک تر لاسه کولو فکر لري.

پتېیل شوې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د راتلونکي دوشنبې ورځ له طالبانو سره د سولې د دویم پړاو خبرو پیلولو لپاره له کابل دوحې ته لاړ شي.

پر اجنډا بحث او پایلې ته رسېدل به په قطر کې د مرکچي پلاوو ترمنځ مهمه مسله وي. افغان حکومت که څه هم ژر پر اوربند هوکړه باندې ټینګار کوي، خو طالبان وايي اوربند به د اجنډا برخه وي.

خو په کابل کې د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور چې نن یې د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې، وویل په دغه پړاو کې به اصلي بحث د واک پر وېش ور ټول وي.

هغه خبرداری ور کوي چې د سولې له خبرو سره هممهال د تاوتریخوالي د ډېرېدو خطر شته.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بي بي سي سره څرګندونو کې دغه څرګندونې رد کړې او وویل، دوی د سولې دویم پړاو خبرو بیا پیلېدو ته چمتو دي.

ښاغلی منصور د راتلونکي سیاسي نظام په اړه په کور دننه او بهر د نظر یووالي یا اجماع نشتوالي ته په اشاره وايي، یو شمېر مرستندویه هېوادونه د لنډمهالې یا موقتې ادارې د جوړېدو پلویان دي، خو د سیمې ډېر هېوادونه له دې طرحې سره مخالف دي.

وړاندې هم افغان ولسمشر او یو شمېر نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو د لنډمهالي حکومت له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړی او دغه طرحه یې شاته تګ بللی دی.

ښاغلی منصور وايي، د دوحې په لور تر روانېدو مخکې پتیېل شوې مرکچي پلاوی د افغان ولسمشر او پخلاینې عالي شورا وروستۍ لارښوونې تر لاسه کړي.