'تاجک طالبان' څوک دي؟

د عکس سرچینه، FACEBOOK
- Author, عبدالقیوم قیومزاد
- دنده, خبریال، تاجکستان
"تاجک طالبان"؛ داسې نوم چې دې وروستیو کې د افغان سیاستوالو او رسنیو له خولو وځي او د خلکو پام یې خپل کړی دی.
د تېر نومبر پر ۲۰ د بدخشان د مایمۍ ولسوالۍ په مرکز کې طالبانو او ځايي پولیسو خونړۍ نښته سره وکړه چې د ځینې رپوټونو له مخې ۲۶ سرتېري پکې ووژل شول او وسلوالو دې ولسوالۍ کې له تاجکستان سره پر سرحدي سیمه ولکه وکړه.
د تسلیم شویو سرتېرو د وژلو بوږنوونکې ویډیو، د سیمې ولکه کولو او په تاجکۍ پارسي لهجه د بریدګرو غږېدا نور دا شک له منځه یووړ چې د "تاجک طالبانو" نوم کارول هسې نه و.
دا نوې خبره نه ده چې له افغان طالبانو سره د تاجکستان، ازبکستان، قرغزیستان، پاکستان، د چین اویغور او د روسیې چیچین او د مختلفو عرب هېوادونو وسلوال شته.
دوی ټولو ته بهرني وسلوال ویل کېږي، خو د "تاجک طالبانو" نوم په افغان طالبانو کې د دوی ځانګړی نفوذ، رول او ځای ښيي.
د دې ډلې مشر او په مهدي مشهور دوست محمد محدوف د دې ولسوالۍ له نیولو وروسته یوه ویډیو پیغام کې د پولې پورې غاړه د تاجکستان وسلوالو ځواکونو ته وویل: "موږ نن دا کار د سین دې غاړې ته وکړ، خو تاسو پسې هم درځو، له تاسو سره به هم داسې وکړو. "
دغه ګواښند پیغام د امو سین د دواړو لورو د چارواکو اندېښنه توجیه کوي.
د افغانستان ولسي جرګه کې د بدخشان پخوانی استازی لطیف پدرام چې درواز ولسوالۍ کې زېږېدلی دی افغانستان کې "تاجک طالبان" د تاجکستان حکومت لپاره سخت خطر بولي.
هغه خپل فیسبوک کې لیکلي: "دا ډول خونړی برید سیمه کې ساری نه لري او په دې ډول د تاجک طالبانو ځواکمن فعالېدل د تاجکستان لپاره هم خطر لري. کله چې دې سرحدي سیمه کې جنګ کېږي ګاونډي هېواد ته هم خطرناک دی. "
خو پردې سربېره کابل او دوشنبه کې امنیتي چارواکي له ډېر وخت راهیسې طالبانو کې د تاجک وګړو خبره کوي.
څو کاله مخکې د کندوز د امام صاحب- چې د تاجکستان له توس او قبادیان سره پوله لري- ولسوالۍ چارواکو له طالبانو سره د اینجینر مصطفا تاجک په قومنده د ۴۰ تاجکانو په شتون اندېښنه وښوده.
د هغه وخت د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي رسنیو ته ویلي و تاجک وسلوال تر ډېره د طالبانو په ځانمرګو بریدونو، چاودنو او مین جوړولو کې لاس لري او اینجینران یې تر ډېره تاجکستاني دي.
ښاغلي قریشي دا هم ویلي وو: "دوی له امو پورې غاړه د تاجکستان ځنګلونو کې اډې جوړې کړې او کله چې حکومت عملیات کوي، دوی له امو پورې وتلو سره د تاجکستان ځنګلونو کې پټېږي. "
خو د تاجکستان چارواکو نه هغه مهال او نه اوس سرحدي ځنګلونو کې د طالبانو اړوند مرکزونو په هکله څه نه دي ویلي، خو کله کله خبرو کې ګڼو ځنګلونو ته اشاره کوي او زیاتوي چې څارل یې ناشوني یا ډېر سخت دي.
د تاجکستان امنیتي تدبیرونه

د عکس سرچینه، BADAKHSHAN GOVT
دوه کاله مخکې د تاجکستان حکومت مخابراتي کمپنۍ اړې کړې چې ټول سیمکارتونه بیا ثبت کړي او باید چا ته په یوه پېژندپاڼه له دوو ډېر سیمکارتونه ور نه کړي. د دې امر له مخې که چا د بل کس په پېژندپاڼه سیم کارت واخیست، نو سزا به وویني. ویل کېږي دا کار د امنیت ټینګولو لپاره کېږي.
د روان کال جولای کې د تاجکستان ملي امنیت شورا ځانګړې ناسته کې د دغه هېواد ولسمشر له افغانستان سره د پولې اندېښمنوونکی حالت وارزاوه.
امام علي رحمان د توندلارو وسلوالو د ممکنه ور اوښتو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره په نږدې ۱۴ سوه کیلومتره اوږده پوله کې د خوندیتوب وړتیا زیاتولو لپاره د نورو سرتېرو مېشتولو امر وکړ.
څه وخت وروسته د تاجکستان د درواز ولسوالۍ اوسېدونکو افغان پولې ته د زغرګاډو او پوځ لېږدوونکو ګاډو بهیر ولید.
د افغانستان د درواز او د تاجکستان د درواز ترمنځ سرحدي پوله دوه سوه کیلومتره اوږده ده او افغانستان کې د دې پولې یوه برخه د طالبانو لکه کې ده. د افغانستان نوسۍ ولسوالۍ کې سرحدي پول چې کلونه مخکې اغاخان بنسټ جوړ کړی دی دواړه درواز سره نښلوي.
خو پوښتنه دا ده چې "تاجک طالبان" څومره د تاجکستان امینت ته خطرناک دي او د خپلو موخو پلیتابه لپاره څه چانس لري؟ دا ډله په کور کې پر کومو ډلو حساب کولی شي؟
تاجکستان کې ډېری شنونکی باوري دي چې دا ډله په دغه هېواد کې کوم بخت او نصیب نه لري او افغانستان کې هم عملي خپلواکي نه لري او طالبان یې یوازې د وسیلې په توګه کاروي.
شنونکی قاسم بېک محمد وايي، افغانستان په تېره له تاجکستان سره پوله بدخشان کې تاجک وسلوال د تاجکستان امینت ته سخت خطر نه دی: "د تېرو څو لسیزو تجربه ښيي چې افغانستان کې ترهګرې او توندلارې ډلې د تاجکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته د مخامخ ګواښ پلان نه لري. "
د هغه په خبره، د سیمې هېوادونو پر خاوره به د دوی نېغ او پراخ برید د دې هېوادونو او دا ډول د ټولیز امنیت تړون، همګټو هېوادونو او چین له سخت غبرګون سره مخ شي او دا ډلې له دې غبرګون سترګې نه شي پټولی.
هغه دا هم وايي، چې کلونو مخکې د روسیې امنیتي چارواکو افغانستان کې داعشیان زرګونه بللي وو او یل یې پر منځنۍ اسیا برید ته تیاريږي، خو دا خبرداری تر ډېره تبلیغاتي و.
نوموړی د رسنیو د رپوټونو یادولو سره وايي، د افغانستان مایمۍ کې د تاجک وسلوالو برید د انصارالله ډلې سره تړلی چې د طالبانو ملاتړ ور سره دی او دوحه کې له افغان حکومت سره خبرو کې د خپل دریځ پیاوړي کولو لپاره طالبانو دا عملیات وکړل.
چارواکي څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د تاجکستان د پوله ساتې حکومتي کمېټې پخوانی مشر جنرال نور علي شاه نظروف باوري دی چې له افغانستان سره سرحدي سیمو کې دا وسلوال د تاجکستان امنیت ګواښي او باید د تاجکستان خاورې ته د دې وسلوالو له ممکنه نفوذ سترګې پټې نه شي، ځکه تاجک پوله ساتي د افغانستان او تاجکستان د نفوذي سیمې هر متر کې نشته.
خو جنرال نظروف زیاتوي د دې وسلوالو چې هر څه له لاسه شوي تر اوسه یې کړي دي او د تاجکستان پوله ساتي ځواکونه هم پخواني نه دي او ډېر روزل شوي او پیاوړي شوي دي.
هغه باوري دی چې افغان ځواکونه او دغه هېواد کې امریکايي ځواکونه هم باید یوه لاره چاره ولټوي.
خو بیا هم د تاجک طالبانو ګوښند پیغام د تاجکستان امنیتي چارواکي سملاسي ګام پورته کولو ته اړ کړل، چې یو هم خواله رسنیو کې د دې تاجک طالبانو د خپلوانو ویډیويي خبرې دي او دوی له دې وسلوالو غواړي چې د وطن په لور ډزې ونه کړي او که نه عاق به یې کړي.
خو شک دا دی چې دا رواني فشار به "د حق لارې سرتېرو" باندې اثر وکړي که نه چې په نه ستنېدونکې لار روان شوي او په هر حالت به له غوسې سره مخ شي، ځکه له دې مخکې هم د تاجک چارواکو په بلنه او د بښنې په ژمنه څو وسلوال ستانه شول، خو بیا هم په اوږدمهالي بند محکوم شول.
دا باور هم نشته چې د نومبر پر ۲۰ د مایمۍ خونړي برید کې ښکېل تاجک وسلوال په ورته برخلیک ځان اخته کړي.










