غني: ملګري ملتونه دې طالبان اوربند ته وهڅوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په وینا کې ښاغلي غني ټینګار وکړه په سوله کې باید د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي وي.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ښاغلي غني ټینګار وکړ په سوله کې باید د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له صلاحیتونو څخه د فشار په توګه د طالبانو پر وړاندې کار واخلي چې اوربند ته غاړه کېږدي. ښاغلي غني دغه خبرې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اریا فورمول غونډې ته په ویډيویي بڼه وکړې.

ولسمشر غني له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې له طالبانو سره د سولې خبرو بریا لپاره د بندیزونو کړنلاره د فشار په توګه عملي کړي.

د ښاغلي غني په وینا طالبانو هغه شرطونه نه دي پوره کړي، چې پر دوی لګول شوي وو. نوموړي وویل، بندیزونو کې یوازې هغه مهال بدلون کېدای شي، چې د سولې خبرې پرمختګ او پایله ولري.

ولسمشر غني وویل، سوله دوی ته لومړیتوب لري او پکار ده چې دغه بهیر ټول په ګډه پیاوړی کړي. ښاغلي غني وویل:

''د سولې لپاره موږ او زموږ نړیوالو ملګرو او شریکانو درنه بیه پرې کړه، جدي خطرونه مو ومنل، خو له بده مرغه تر اوسه مو کومه ګټه و نه لیده. ''

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان دولت او طالب استازو تر منځ بین الافغاني خبرې شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې پيل شوې وې خو لا هم په ښکاره د خبرو په کړنلاره نه دي سره سلا شوي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې تاوتریخوالی زیات شوی او پکار ده چې اوربند وشي:

''زموږ تر ټولو لومړنۍ اړتیا او لومړیتوب سوله ده. په دوحه کې د سولې خبرې چې مهم پړاو ته رسېدلې باید پیاوړې شي، او سر له اوسه بیا تر منځني حالته د رغنده بحثونو په وسیله داسې تګلاره رامنځته شي، چې ټولو ته د منلي حالت په ترلاسه کولو پای ته ورسېږي او تاسې باید په دې کې مهم رول ولوبوئ. ''

غني

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ولسمشر غني امنیت شورا ته د ویډیويي کنفرانس له لارې وینا وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په وینا کې ښاغلي غني ټینګار وکړ په سوله کې باید د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي وي. هغه وویل، افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او ۹۸ سلنه عملیات ترسره کوي.

هغه د سولې په بهیر، د امنیتي ځواکونو پر پیاوړتیا او نورو برخو کې له افغان حکومت سره په تېرو دوو لسیزو کې د ملګرو ملتونو او نورو مرسته کوونکو هېوادونو مننه وکړه او ویې ویل چې لا هم د دوی قوي ملاتړ ته اړتیا ده.

ولسمشر محمد اشرف غني دغې ناستې ته په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو پر رول هم خبري وکړې چې په وینا یې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پرمختګونه شوي دي.

ولسمشر غني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو ظاهرا له په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ دی او افغان چارواکي وايي چې وروستیو اونیو کې د طالبانو له خوا بریدونه پراخ شوي او نوې بڼه یې خپله کړې ده.

همدا نن ( جمعه) د افغانستان شمال ختیځ ته له بدخشان رپوټونه وايي، وسلوالو طالبانو د دغه ولایت پر مایمۍ ولسوالۍ په برید کې د ولسوالۍ د امنیه قومندان، امنیت امر او جنايي امر په ګډون ۲۵ کسان وژلي دي.

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ هم خبرې تر اوسه بې پایلې دي او لا هم د خبرو لپاره د کړنلارې پر جوړولو هوکړه نه ده شوې.

د افغان سولې بهیر د امریکا له ټاکنو هم اغیزمن ښکاري او دې برخه کې ترکیې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیلزاد له سفر پرته د امریکا له لوري کوم ځانګړی فعالیت یا ګام نه تر سترګو کېږي.