روسیه، چین، پاکستان او ایران د افغانانو د خپلمنځي خبرو ژر پیلېدل غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره د ایران، پاکستان، چین او روسیې ځانګړو استازو د یوې ګډې ناستې پای کې هیله وښوده چې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه به د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدا ته لار هواره کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل او دوحه ته روان شوی دی.
د دې وزارت د اعلامیې له مخې، ټاکلې ده چې خلیلزاد دوحه کې له طالب مشرانو سره تر لیدنې وروسته کابل ته وخوځېږي.
نوموړی له ښکېلو اړخونو سره د امریکا اوطالبانو د سولې تړون پر اجرا، پر تاوتریخوالي کمولو او د افغانانو خپلمنځي خبرو باندې غږېږي.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیانیه هم وايي، چې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد، پاکستان، چین او روسیې استازي ویډیويي ناسته کې د افغانستان پر روان حالت، سولې بهیر او پخلاینه سره وغږېدل.

د عکس سرچینه، SAPIDAR
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوشنبې په ورځ تر دې مجازي ناستې وروسته ځانګړو استازو یوه ګډه ۱۳ ماده یي بیانیه خپره کړې ده.
په بیانیه کې دوی د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او د حاکمیت حق او د راتلونکو بدلونونو په هکله د برخلیک ټاکلو لپاره د افغانانو پرېکړې ته خپل درناوی ډاګیز کړی دی.
ګډونوالوویلي، د افغانستان په لارښوونه او مشرۍ د سولې او پخلاینې بهیر ملاتړ کوي او باور لري چې د افغانانو خپلمنځي پراخې خبرې د ملي پخلاینې او د اوږدې کشالې د پای ته رسولو یوازنۍ لار ده.
د دغو هېوادونو استازو د افغانستان د روان سیاسي وضعیت او د سولې بهیر په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني او عبد الله عبد الله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی کړی.
د افغانستان د دغو ګاونډیو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي، په راتلونکې کې یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید د افغانستان د اساسي قانون پربنسټ د ښځو او قومي او مذهبي ډلو اساسي حقونو ته پام وشي.
د بهرنیو ځواکونو وتل

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادې اعلامې له مخې، د هغو بدلونونو په لړ کې چې له افغانستان به بهرني ځواکونه وځي، له دغو ځواکونو د دوی غوښتنه دا ده چې په "منظم او مسولانه" ډول او د افغانستان حالاتو ته په پام له دې هېواد ووځي.
د ایران، پاکستان، چین او روسیې په ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د ښکېلو غاړو له خوا د مقابل لوري د بندیانو د خوشي کېدو هرکلی شوی.
دغو هېوادونو داسې مهال د افغانستان په تړاو ګډه غونډه کړې، چې دوې ورځې وړاندې، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه.
د دې هوکړې له مخې، ښاغلي عبد الله ته د ملي مصالحې د عالي شورا ریاست، د هغه سیاسي ملاتړو ته په کابینه کې نیمايي برخه او عبدالرشید دوستم د مارشالۍ اعزازي رتبه ورکړل شوه.
په هوکړه کې همدا راز راغلي چې د ولایتونو والیان به هم د دواړو خواو لخوا د یوې منل شوې قاعدې له مخې معرفي کېږي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ولسمشر محمد اشرف غني او عبد الله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړې ته غبرګون کې ویلي چې دا د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی.
د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني وايي د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی حکومت قانوني اعتبار نه لري او په دې سیاسي هوکړه کې د دوی له سرې کرښې - چې هغه د متمرکز نظام بدلون دی، پښه اړول شوې ده.









