د افغانستان سولې خبرو کې د قطر رول څه دی؟

سولې خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو دواړو لوري پر دې سره سلا شوي چې کوربه هېواد قطر به یې د خبرو پر مخ بیولو لپاره د اسانچاري رول تر سره کوي.

د افغانانو تر منځ د خپل منځي خبرو له دواړو لوریو څخه سرچینو بي بي سي ته ویلي، دا هوکړه له هغې وروسته شوې چې مرکچي پلاوي د خبرو د کړنلارې پر سر اختلافونه هوار نه شوای کړی او له کبله یې د سولې خبرې په ټپه ودرېدلې.

اصلي اختلاف پر دې دی چې د سولې پیل شوې خبرې پر کوم بنسټ مخې ته ولاړې شي.

په دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې خپل منځي خبرو لوري وایې د خبرو د دوام په موخه کوربه قطر د اسانچاري رول لوبول پیل کړي دي.

د طالبانو او افغان حکومت پلاوو ځینو غړو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي د قطر سلا مشورو اخیستو دا پرېکړه له هغې وروسته شوې چې د سولې خبرو کې د څه پرمختګ څرک نه ښکاریده.

په دې لړ کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي کوربه هېواد د نورو سهولتونو برابرولو تر څنګ د اړتیا پر مهال د بين الافغاتي مذاكراتو په ناستو کې له ګډون پرته هر لوري سره په انفرادي توګه خپل نظر او مشورې شريکولی شي.

هغه ویلي په دې خبرو کې د منځګړي په حیث څوک نشته او تصميم خپله د بين الافغاني مذاکراتو د ټيمونو صلاحيت دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت لوري یوې سرچینې هم بې بي سي ته وویل، قطریان به د خپل منځي مخامخ خبرو برخه نه وي خو دواړو لوریو ته به په ټپه د ولاړ حالت څخه د وتلو لپاره سلا مشورې ورکوي.

قطر

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو او افغان حکومت د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې خبرو له پیله یوه نیمه میاشت اوړي خو دواړه لوري لا د دې خبرو د څرنګه پر مخ وړلو په چوکاټ نه دي سلا شوي.

ویل کېږي د تګلارې جوړولو لپاره په شلو مادو چې ډېرې یې د مخامخ خبرو د څرنګوالي، پیل، موضوعاتو او غونډې څرنګه ختم اجنډاوو په اړه دي پرېکړې شوې، خو د دې خبرو د پیل لپاره پر بنسټ چې له مخې یې خبرې پیل شي اختلاف پر ځای پاتې.

طالبانو ویلي چې د امریکا سره د دوی هوکړه باید د سولې راتلونکي خبرو بنسټ وګڼل شي، خو بل لوری بیا ټینګار کوي چې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړې او له امریکا او ناټو سره ګډه اعلامیه دې د خپل منځي خبرو پیل لپاره بنسټ وي.

په دې موضوع له اختلاف څخه د وتلو لپاره څو وړاندیزونه شوې، خو د حل په اړه یې دواړه لوري لکه د پخوا په څېر یوازې خوشبیني ښکاره کوي. خو په ټوله کې سترګې د قطر نوي رول ته دي چې په وینا یې مشورتي بڼه لري.

په دې لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دوحه کې دی او ویل کېږي چې د دواړو لوریو سره یې کتلي دي. په همدې مهال د سولې په برخه کې د دولت وزیر ترڅنګ د افغانستان اسلامي جمهوریت هغه څلور غړي چې د شخصي موخو لپاره کابل ته راغلي وو وايي، سبا بېرته د دوحې پر لوري ځي.