افغان امنيتي ځواکونو سره نښتو کې ''لسګونه طالبان'' وژل شوين

زابل کې د وسله والو بريد کې ۲۴ افغان سرتېري وژل شوي وو

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وايي له بهرنيو ځواکونو سره کار نه لري خو پر افغان ځواکونو به بريدونو ته دوام ورکوي

افغانستان کي پوځي چارواکي وايي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې پر طالب وسله والو بریدونه کړي او د شاوخوا ۶۰ وسلوالو د وژلو ادعا یې کړې ده. د پوځ په وینا طالبانو ته تر ټولو لویه مرګ ژوبله په کندز ولایت کې وراوښتې ده.

په هلمند، کندهار او زابل کې هم طالبانو ته د مرګ ژوبلې د وراوښتو ادعاوې شوې دي. طالبانو د نورو پېښو په اړه څه نه دي ويلي خو وايي په کندز کې د حکومتي ځواکونو په هوایې بریدونو کي د دوی کسان نه، بلکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي کسان وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع چارسمبالي وزیر اسدالله خالد، دوه ورځې وړاندې خپلو عسکرو ته امر کړی و چي د مخالفو وسلوالو بریدونه بې ځوابه پرې نه ږدي. نوموړي دا خبرې له هغه وروسته کړې وې چې په زابل ولایت کې د پوځ او پولیسو په یوه ګډ مرکز کې بریدګرو ۲۴ سرتېري وژلي وو.

اوس د زابل د ولایتي ادارې ویاند ګل اسلام سیال ادعا کوي، چي افغان ځانګړو ځواکونو هغه طالب بریدګر وژلي دي.

د چارواکو په وینا طالبانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په شمال ختیځ کندوز ولایت کې وراوښتې. دغلته د پوځ یوه ویاند وویل تېره شپه وسلوالو د کندز ولايت پر دریو ولسوالیو امام صاحب، خان آباد او دشتي ارچي ولسوالیو کي د افغان پوځ پر مرکزونو بریدونه وکړل، چې د دوی په ځوابي عملیاتو د وسله والو د یوه مشر په ګډون نژدي ۳۰ کسان وژل شوي دي.

په کندهار کې د پوځ د قول اردو یوه ویاند وویل چي د زابل په شاه جوي ولسوالۍ کي د دوي ځواکونو عملیات کړي او پر مهال یې څلور وسلوال وژل شوي دي.

افغانستان
د عکس تشریح، د افغانستان د دفاع چارسمبالي وزیر اسدالله خالد، دوه ورځې وړاندې خپلو عسکرو ته امر کړی و چي د مخالفو وسلوالو بریدونه بې ځوابه پرې نه ږدي

دغه ویاند خواجه علوي وایي تېره شپه وسله والو د کندهار خاکریز ولسوالۍ کي د دوي د درېیمې لوا پر ځواکونو ډلیز برید کړي و، خو دوی یې مخه ونیوله او په ځوابي برید کې یې ۱۲ وسله وال وژلي او ۱۴ نورو ژوبل شوي دي.

بل خوا هلمند کي مېشت ۲‍۱۵ میوند قول اردو چارواکي وایي وسله والو تېره شپه د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي د دوي پر ځواکونو بریدونه کړي چي د جګړې پر مهال ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.

که څه هم وسله والو طالبانو په زابل، هلمند او کندهار کي د بریدونو او سرزیان په اړه څه نه دي ویلي خو د دغه ډلي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي په کندز کي د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کي ۱۵ ولسي کسان وژل شوي دي. هغه ادعا وکړه چې حکومتي چورلکو د ولسي خلکو کورنه بمباري کړي او د ښځو او کوچنیانو په ګډون یې عام خلک وژلي دي.

په افغانستان کي پرداسي مهال د تاوتریخوالي پېښو زور اخیستی چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي او دغه زار د افغانانو تر منځ د سولې خبرو ته د لار هوارولو په نیت د تاوتریخوالي د کمولو بیا بیا غوښتنې کېږي.

د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغان حکومت او وسله والو غوښتي، چې د دغه ناروغۍ سره د مبارزې لپاره اړتیا ده، چې اوربند رامنځته شي.

د سولې لپاره د غوښتنو په لړ کې نن په خوست کي یو شمېر قومی مشران سره غونډ شوي وو چې د جګړې له دواړو غاړو د ویني تویونې د درولو او د سولي بهیر د چټکولو غوښتنه وکړي.