افغان حکومت طالبانو ته د بشپړ اوربند وړاندیز وکړ

د عکس سرچینه، DEFENCE MINISTRY
د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد ویلي، په هېواد کې د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه طالبانو ته د سراسري اوربند وړاندیز کوي.
ښاغلي خالد نن پنجشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل، بشپړ اوربند به د دې سبب شي چې دوی د افغانستان په هر ګوټ کې له خپلو خلکو سره د کورونا وېروس په برخه کې مرسته وکړای شي.
خو د اوربند له وړاندیز سره یو ځای ښاغلي خالد دا اعلان هم وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه به نور له دفاعي حالته راووځي او د فعالې دفاع حالت ته به ځي.
نوموړي وویل، دا په دې مانا ده چې له دې وروسته به افغان ځواکونه د دوښمن هر ډول برید ته ځواب وایي.
د افغان دفاع وزیر له دې وړاندیزه یوازې یوه ورځ وړاندې طالبانو ویلي وو، که په افغانستان کې د کورونا وېروس ستونزه جدي کېږي نو دوی چمتو دي چې خپل بریدونه کم کړي.


بله خوا د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي وایي، په دې هېواد کې نن دویمه ورځ ده چې د کورونا وېروس کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوي.
په هرات کې د دغه وېروس لپاره د لابرتوار د پرانیستي پرمهال د روغتیا وزارت مرستیالي ماموسي زیور وویل، په دې وېروس د اخته ۲۲ کسانو څخه یو یې بېرته رغېدلی او له روغتونه رخصت شوی دی.
په هرات کې نوی جوړ شوی لابرتوار کولای شي په یو وخت کې له څلویښت تر پنځوسو ازمایښتونه وکړي.
وروسته له دې به د کورنا وایروس شکمنې پېښې د کابل پر ځای په همدې مرکزونو کې تشخیص کیږي.
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، نن یې د دغه وایروس پنځه شکمني پیښې ثبت کړي دي خو زیاتوي له ولایتونو د شکمنو پیښو د ثبت لړۍ روانه ده.
د دې وزارت په وینا په کابل کې هیڅ کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوي.
تراوسه په ټول افغانستان کې د کورونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې

د عکس سرچینه، AFGHANISTAN HEALTH MINISTRY
سره له دې چې د نورو هیوادونو په پرتله په افغانستان کې د کورونا وایروس پیښې کمې دي خو له دې سره هم د خلکو اندیښنې ورځ تر بلې ډیریږي او داسې ګنګوسې هم شته چې وزارت کره معلومات نه په ډاګه کوي.
خو د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن یوې خبرې غونډې کې ټولې دغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې دوی ریښتیا پټوي.
کورونا وېروس چې دا مهال په نړیوال ناورین بدل شوی. د نړۍ په کچه تر اوسه څه باندې ۲۰۰ زره کسان پرې اخته دي او د اتو زرو په شاوخوا کې کسان یې وژلي دي.









