کورونا وېروس: کلیفورنیا کې بېړنی حالت اعلان شو

چارواکي وايي، په کورونا اخته دا ۷۱ کلن ساکرامنتو ته نږدې په یوه روغتون کې مړ شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وايي، په کورونا اخته دا ۷۱ کلن ساکرامنتو ته نږدې په یوه روغتون کې مړ شو

په فرانسه کې چارواکو ویلي چې هلته ۲۸۵ کسانو ته دا ناروغي رسېدلې. د امریکا په کلېفورنیا کې یې له امله لومړنۍ مړینه اعلان شوې ده چې په دې سره په امریکا کې د کورونا ویروس له امله ۱۱ تنه مړه شوي دي او په دغه ایالت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

امریکايي چارواکي وايي، په کورونا اخته دا ۷۱ کلن ساکرامنتو ته نږدې په یوه روغتون کې مړ شو. په امریکا کې دا وخت ۱۵۰ کسان پر کورونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) اخته دي.

د کورونا وېروس له کبله د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې وار د مخه بېړنی حالت اعلان شوی. که څه هم د دې وېروس اصلي مرکز، یعنی چین کې مثبتې پېښې په کمېدو دي، خو د نړۍ په ګڼو نورو هېوادونو کې وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی. د روغتیا نړیوال سازمان وار دمخه ویلي چې کورونا وېروس په یوه نړیواله وبا بدلېدلی شي.

د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد ولسي جرګې ۸ میلیارده ډالر ددې ویروس سره د مبارزې په پار تصویب کړل او ټاکل شوې چې د دې اونۍ تر پایه به یې مشرانو جرګه هم تصویب کړي.

ایټالیا لس ورځې خپل ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي

د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي د هڅو په لړ کې د اېټالیا حکومت په خپل هېواد کې د ټولو ښوونځیو او پوهنتونو د لس ورځنۍ بندېدا اعلان کړی دی. د اېټالیا په ګډون ګڼو هېوادو کې د دې ناروغۍ نوې پېښې په ډېرېدو دي.

ایټالیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایټالیا کې ښایي فوتبال لوبو ته نندارچیان ور پرېنښودل شي

د ایټالیا چارواکي وايي، چې سر له نن پنجشنبې نه به په دغه هېواد کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه د لسو ورځو لپاره بند وي چې د کورونا ویروس خپریدل محدود شي. د دې ترڅنګ د فوټبال لوبې او نور سپورتي فعالیتونه هم د یوې میاشتې له پاره ځنډول شوي دي. د دې هېواد د فوټبال فدراسیون چارواکي وایي، ښایي ځینو لوبو ته نندراچیان لوبغالي ته ور پرېنږدي او د بندو دروازو تر شا وشي.

ایټالیا په اروپا کې هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر کسان په کې په کورونا ویروس اخته شوي او تر دې دمخه ترې ۱۰۷ کسان مړه شوي دي.

ایټالوي چارواکي وايي، اوړمه ورځ له دې ناروغۍ نه ۲۸ کسان په یوه ورځ مړه شول.

د ایټالیا د ښوونې وزیرې لویسیا ازولنا وویل، د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړولو پرېکړه اسانه نه وه:"د حکومت لپاره دا اسانه پرېکړه نه وه، خو موږ په دې اړه د ساینسي او تخنیکي کمېټې نظر هم واخېست او بیا مو پرېکړه وکړه چې په چټکۍ بدلیدونکي حالت د مخنیوي لپاره به له سرې سیمې نه بهر ټول ښوونیز فعالیتونه د مارچ ماشتې تر ۱۵ نیټې پورې بند وي."

برتانیا کې ۳۶ نوې پېښې ثبت شوي

په برتانیا کې هم پرون چارشنبه په یوه ورځ کې د کورونا ویروس ۳۶ نوې پېښې ثبت شوي چې له دې سره په دې هېواد کې تراوسه د مثبتو پېښو شمېر اوه اتیا ته لوړ شوی دی.

دغه شپږ دیرشو کسانو یا په خپله هغو هېوادونو ته سفر کړی و چې د کورونا ویروس په کې خپور شوي یا له هغه چا سره په تماس کې پاتې شوي چې په دې وروستیو کې دغو هېوادونو ته سفرونه کړي او بېرته برتانیا ته راستانه شوي دي.

.

د لندن په ځینو لویو پلورنځیو کې د خولې او پزې پټولو لپاره ماسکونه نه پیدا کېږي. همدا راز د لاس وینځلو لپاره کیمیاوي مایع هم ډېرو هټیو کې نشته.

لومړي وزیر بورېس جانسن وار د مخه خبرداری ورکړی دی چې وضعیت جدي کېدلی شي او ښایي په بېړني حالت کې د دې هېواد ۲۵ سلنه کاري ځواک په کور کېني.

افغانستان کې د کورونا یوازې یوه مثبته پېښه تایید شوې

په افغانستان کې د هرات آمبولانس ادارې پرون د چارشنبې په ورځ د هرات په حوزوي روغتون کې ماسک، صابون او لیکل شوی لارښود پر سلګونو پایوازانو وویشل. سره له دې چې په هرات او ټول افغانستان کې تراوسه په رسمي توګه د کورونا یوازې یوه مثبته پېښه تایید شوې خو په اړه یې اندېښنې پر ځای پاتې دي.

په هرات کې د مدنې ټولنې څانګو له حکومت نه غوښتنه کړې چې د وقایې لپاره لا جدي ګامونه پورته کړي.

هند د درملو صادرول کم کړي

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند د پراستمول او ځینو نورو درملو صادرول کم کړي دي

د هند حکومت او سوداګریزو شرکتونو د کورونا وېروس له کبله د یو شمېر درملو صادرول کم کړي دي. له دې سره په نړیوال بازار کې د ځینو درملو د کمښت وېره پیدا شوې ده.

هند نه یوازې د ۲۶ ډوله درملو صادرات کم کړي بلکې یو شمېر هغه مواد هم نور بهر هېوادونو ته نه لېږي چې په درمل جوړولو کې کارېږي.

په دې درملو کې پراستمول هم شامل دي، چې د نړۍ په کچه د درد پر ضد تر یو ټولو دېر کارېدونکي درمل دي.

له هند وړاندې چین هم درملو کې د ځینو کارېدونکو مواد صادرول کم کړي یا یې بیخي بند کړي.

پوتین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روسیې ولسمشر پوتین وایي، بهرنۍ کړۍ ناسم تبلیغات خپروي او روسان وېروي

روسیه په کورونا وېروس د اخته کسانو اصلي شمېر نه ښیي

اخوا د روسیې پر حکومت تور پورې شوی چې په دې هېواد کې په کورونا وېروس د اخته کسانو اصلي شمېر نه ښیي.

تر دې دمه د روسیې چارواکو د کورونا وېروس یوازې شپږ مثبتې پېښې تائید کړې دي. خو پر خواله رسنیو ځینو کسانو لیکلي چې یوازې په مسکو کې ښایي ۲۰ زره کسان په دې وېروس اخته وي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تور پورې کړی چې بهرنۍ کړۍ په لوی لاس روسیه کې د کورونا وېروس خپرېدو په اړه ناسم مالومات خپروي او ولس ویروي.

اسټرالیا کې خلک تشناب کاغذ ذخیره کوي

په اسټرالیا کې ځینې خلک بیا دې ته اندېښمن دي چې هسې نه د کورونا وېروس له کبله په کورونو کې بند پاتې شي او تشناب کاغذ یې خلاص شي.

دوی له همدې کبله لویو پلورنځیو ته مخه کړې ده او پرېمانه تشناب کاغذ اخلي، چې ورسره په ځینو پلورنځیو کې اوس دا اړین توکی نه موندل کېږي.

کورونا

حکومت خلکو ته ډاډ ورکړی چې وارخطا کېږي دې نه، ځکه دا هېواد پخپله تشناب کاغذ تولیدوي او په ګودامونو کې هم شته. خو داسې ښکاري چې ځینې خلک د حکومت پر خبره باور نه لري.

د نړۍ په نورو هېوادونو کې د کورونا ویروس پېښې په داسې حال کې مخ په ډېریدو دي چې د دې ناروغۍ د خپرېدو په اصلي مرکز چین کې د دې ناروغۍ پېښې په کمېدو دي.

تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې ۳۲۰۰ کسان د کورونا ویروس له امله مړه شوي او څه باندې نوي زره نور پرې اخته دي چې ډېر شمېر یې په چین کې دي.