د امریکا دفاع وزیر ناټو ته: باید ګډه پرېکړه او ګډ عمل وکړو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز استین ویلي د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې به یې سیالانو ته پیغام روښان وي او هغه دا چې "موږ باید ګډه سلا مشوره وکړو، ګډه پریکړه او ګډ عمل وکړو."
دی وايي سخت باور لري، چې امریکا هغه مهال ډیره پیاړوې ده، چې د یوه ټیم د یوې برخې په توګه کارکوي.
د امریکا دفاع وزیر دا خبرې داسې مهال راځي، چې ټاکلې د ناټو دفاع وزیران نن په برسلز کې سره جرګه شي او په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د دوام او یا پای ته رسولو په اړه پریکړه کوي.
دا دوه ورځنۍ غونډه نن د افغانستان په وخت ماښام مهال پيلیږي او مشري به یې د دې سازمان عمومي منشي ین ستولتنبرګ کوي.
خو له دې غونډې وړاندې ښاغلي ستولتنبرګ ویلي ناټو وضعیت ته په کتو او مناسب وخت کې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.
هغه پر طالبانو غږ کړ ی چې تاوتریخوالی کم کړي او د دوحې په هوکړه کې کړې ژمنې عملي کړي.
د ناټو سرمنشي د سولې له بهیر چې دا مهال په ټپه ولاړ دی، ملاتړ کړی او له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې چې دا تاریخي فرصت ضایع نه کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي ستولتنبرګ د دې څرګندونو هر کلی کړي.
دې وزارت یوه بیان کې د یو لړ شرایطو له مخې له افغانستان د ځواکونو اېستلو مسلې ته په اشاره ویلي، د شرایطو په پام کې نیول د سولې بهیر بریا لپاره ډېر مهم دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي ستولتنبرګ د دې څرګندونو هر کلی کړي.
دې وزارت یوه بیان کې د یو لړ شرایطو له مخې له افغانستان د ځواکونو اېستلو مسلې ته په اشاره ویلي، د شرایطو په پام کې نیول د سولې بهیر بریا لپاره ډېر مهم دي.
د جو بایډن اداره څه غواړي؟

د عکس سرچینه، EPA
واک ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن له رسېدو وروسته دا لومړي ځل دی چې د ناټو سازمان دفاع وزیران غونډه کوي.
د امریکا نوې ادارې ویلي له طالبانو سره شوې هوکړه ارزوي او د هغه په رڼا کې به پریکړه کوي.
د دې ارزونې د پایلو په اړه رسمي څه نه دي ویل شوي، خو د کانګرس له خوا د افغانستان وضعیت ارزولو یوې ډلې سپارښتنه کړې چې امریکا باید له افغانستان د ټولو ځواکونو اېستل وځنډوي او په دې شرط ټول ځواکونه وباسي چې د سولې خبرو کې پرمختګ وشي او طالبان تاوتریخوالی کم کړي.
له دې وړاندې د ناټو څلورو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې بهرني ځواکونه به له راتلونکې اپریل میاشتې وروسته هم افغانستان کې پاتې شي.
امریکايي ولس ته د ملا برادر لیک

د دوحې د هوکړې له مخې پتیل شوې چې ټول ځواکونه د راتلونکې مۍ میاشتې تر لومړۍ له افغانستان ووځي. خو د افغان حکومت، ناټو او امریکا چارواکي وايی طالبانو د دې هوکړې له مخې ژمنې نه دي عملي کړې، تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی او له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري.
خو طالبان وايي، خپلې ژمنې یې عملي کړي.
د دې ډلې مرستیال او په قطر کې یې د سیاسي دفتر مشر ملا عبد الغني برادر د امریکايي ولس په نوم په یوه پرانستي لیک کې له امریکا هم غوښتنه کړې چې د دوحې تړون بشپړ پلي کولو ته ژمن پاتې شي.











