ارګ: افغانستان د ناټو دوامداره مرستو ته اړتیا لري؛ ملا برادر: د دوحې تړون دې عملي شي

افغانستان

د عکس سرچینه، ARG/ Mohammad Naeem

افغان حکومت د ناټو دفاع وزیرانو غونډې په درشل کې د افغانستان لپاره د ناټو دوامداره مرستې اړینې بللي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي د ناټو غړي هېوادونه او افغانستان لا هم له ګډ دوښمن او ګواښ سره مخ دي چې پر وړاندې یې ستراتژیکه همکاري او مبارزه په کار ده.

د ناټو ۳۰ غړو هېوادونو د دفاع وزیران چارشنبه په انلاین بڼه سره جرګه کیږي چې د افغانستان راتلونکي په اړه بحث یې هم یوه له مهمو اجنډاوو ده.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي، افغان حکومت تر هغه مهاله چې افغانستان په بشپړ ډول په خپلو پښو دریږي د ناټو مرستې اړینې بولي.

په همدې ترڅ کې د طالبانو سیاسي دفتر رییس ملا عبدالغني برادر امریکايي ولس ته یو پرانیستی لیک لیکلی او له امریکا یې د دوحې په تړون کې د ژمنو عملي کیدوغوښتنه کړي.

ملا عبدالغني برادر دې لیک یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتېدل د هیڅ لوري په ګټه هم نه دي.

ده ویلي، د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه له طالبانو سره د کړې هوکړې په بشپړ پلي کیدو پای ته رسیدلای شي.

طالبانو د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې د سولې تړون د لومړی کال د پوره کېدو په درشل کې دغه ۱۱ ماده یي لیک داسې مهال خپور کړی چې د امریکا نوې ادارې د دې هوکړې د بیاکتنې پرېکړه کړې ده.

د ناټو غونډه او د افغانستان ځواکونو وړتیا

افغانستان

د عکس سرچینه، Ministry of Defence

په ورته مهال د افغانستان دفاع وزارت ویلي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهال نږدې سل سلنه عملیات په خپلواکه بڼه خپله تر سره کوي خو وایې د ناټو مرستې خپل اغېز لري.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي بي بي سي ته وویل د ناټو په غونډه کې له افغان حکومت سره د دوامداره همکارۍ د ژمنتیا ډاډ ورکړل شوی.

ده وویل دې غونډه کې به د افغانستان په استازیتوب د دفاع وزارت یو لوړپوړی چارواکی هم په انلاین بڼه ګډون وکړي.

د شمالي اتلانتیک د همکاریو سازمان یا ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو دفاع وزیران سبا او بل سبا د دوه ورځو لپاره تر ۲۰۳۰ کاله د ناټو پر کړنو او د افغانستان او عراق په وضعیت د بحث غونډه لري.

دا د امریکا د نوي ادارې له جوړیدو راهیسې لومړنۍ غونډه ده چې د امریکا دفاع وزیر به هم پکې وینا وکړي.

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو یا پاتې کیدو او د دې هېواد د سولې په بهیر بحث د دې غونډې د پنجشنبې ورځې اجنډا ده

ناټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ناټو سرمنشي وايي، طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.

خو له هغې مخکې د ناټو سرمنشي ین سټولټنبنرګ پرون په یوه خبري غونده کې په ټینګار سره وویل چې دا ټلواله به له سم وخت رارسیدو وړاندې له افغانستان ونه وځي:

(زموږ حضور پر شرايطو ولاړ دی. حال دا چې زموږ یو متحد هم له اړتیا ډېر افغانستان کې پاتېدل نه غواړي خو موږ به د سم وخت له رسېدو وړاندې هم و نه وځو. د ناټو وزیران به د ځمکنيو حالاتو ارزونه کوي او پرمختیاوې به له نژدې وڅاري.)

د ده دا څرګندونې د طالبانو او امریکا له تړون سره چې له مخې یې باید نړیوال ځواکونه تر دوه نیمو نورو میاشتو له افغانستانه ووځي اړخ نه لګوي

خو ښاغلي سټولڼنبرګ ویلي دا ټینګار یې له دې کبله دی چې د سولې خبرې لا هم په نازک پړاو کې دي او د تاوتریخوالي کچه هم د ده په وینا د نه منلو وړ لوړه ده.