د ناټو قومندان ځواکونو ته: د خبرو ښو او بدو پایلو ته چمتو اوسئ

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي لندن
افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکایي قوماندان، خپلو عسکرو ته ویلي چې د سولې تر خبرو وروسته «مثبت بهیر یا منفي پایلو» دواړو ته چمتو و اوسي.
جنرال مېلر چې کابل کې يې د پرېکنده ملاتړ په مرکز کې د يوې سپورتي نندارې پرمهال دا څرگندونې کولې وويل ټولې ښکېلې غاړې افغانستان کې د سولې د بهير پلويان دي.
د ښاغلى ميلر په وينا "د سولې خبرې روانې دي. سيمه ييز لوبغاړي پر سوله ټينگار کوي، طالبان د سولې په اړه غږېږي او افغان حکومت د سولې خبره کوي."
ښاغلي مېلر افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو وغوښتل چې د سولې روان بهير پايلو ته پر چمتو والي فکر وکړي.
نوموړي وويل "ايا داسې دريځ غوره کولى شو چې د مثبتو بهيرونو ملاتړ وکړو او همداراز منفي پايلو ته چمتو اوسو؟"
ښاغلي مېلر ناټو ځواکونو ته وويل په دې دې هم غور وکړي چې د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموريت بدلون موندلى شي؟ حالاتو سره ځان برابرولى شي؟
پاکستان ته د مېلر سفر

د عکس سرچینه، ISPR
په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان امریکایی جنرال سکاټ میلر دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې تېره پنجشنبه( د ۲۰۱۸ کال د ډیسمبر ۲۷) یې د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره اسلام اباد کې ولید.
ویل کېږي له پاکستاني لوري سره یې د خبرو اصلي موضوع په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې وې.
تېره جمعه د پاکستان پوځ لنډه وینا پاڼه کې د جنرال سکاټ میلر او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ترمنځ د کتنې په تړاو ویلي پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې هڅو ته ژمن دی.
د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې دواړو جنرالانو پر دې ټینګار وکړ چې یوازې د افغانانو په مشرۍ د سولې لپاره پراخې هڅې په افغانستان کې سولې ته لار هوارولی شي.
سعودي کې ناسته

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښاغلي مېلر وروستۍ خبرې او پاکستان ته سفر په داسې مهال مخې ته راځي چې ويل کېږي نژدې راتلونکې کې به د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازى زلمى خليلزاد له طالبانو سره د سعودي عربستان په جده کې وگوري.
وروستۍ ليدنه په ابوظبي کې وه چې د عربي اماراتو، پاکستان او سعودي استازو هم په کې گډون کړى و.
د افغان حکومت مرکچي پلاوى هم غونډې ته ورغى خو طالبانو ورسره له کتنې ډډه وکړه.
د سولې شورا په دې وروستیو کې بي بي سی ته وویل، چې د سعودي غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نېغو خبرو لپاره لار برابرولو هڅه کېږي.
خو وسلوالو طالبانو تېره یکشنبه هم رسنیو ته د اعلامیې استولو سره وویل، چې د سعودي ناسته کې هم له افغان لوري سره نه ګوري.
افغانستان کې امریکايي پوځ
اوسمهال په افغانستان کې ١٤٠٠٠ امريکايي سرتېري مېشت دي چې د امريکا تر ټولو اوږده جگړه بلل کېږي.
د سولې بهير ته له څرگندو شويو خوشبينيو سره سره افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ډگروال ډوېډ بټلر رويټرز خبري اژانس ته ويلي تر هغه چې طالبان وغواړي جگړه وکړي موږ به ورسره جگړه کوو."








