سټولټنبرګ: بهرني ځواکونه به د سم وخت تر را رسېدو افغانستان کې وي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي لندن
د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ وايي دا ټلواله به له سم وخت وړاندې له افغانستان ونه وځي . د ناټو د سرمنشي دا څرګندونې له هغه دوه ورځې مخکې راځي، چې د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو دفاع وزیران به سره جرګه کیږي.
افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو حضور په دې وروستیو کې د تودو بحثونو موضوع ده او دا هم نه ده څرګند چې د امریکا واک ته نوې رسېدلې اداره به د دوحې تړون سره سم تر راتلونکې کې مې میاشتې به پاتې دوه نیم زره سرتېري له افغانستان وباسي او که څنګه.
که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او ځینو نورو لوړ پوړو پوځي چارواکو پر دغه تړون د بیا کتنې خبره کړې خو اوس د ناټو سرمنشي وايي چې بهرني ځواکونه به د سم وخت تر رسېدو افغانستان کې پاتې وي:
"زموږ حضور پر شرايطو ولاړ دی. حال دا چې زموږ یو متحد هم له اړتیا ډېر افغانستان کې پاتېدل نه غواړي خو موږ به د سم وخت له رسېدو وړاندې و نه وځو. نو د ناټو وزیران به د ځمکنيو حالاتو ارزونه جاري ساتي او پرمختیاوې به له نژدې وڅاري."
د ناټو د سرمنشي دا څرگندونې داسې مهال مخې ته راځي چې ټاکل شوې سبا چهارشنبه د دغې ټلوالې دفاع وزيران په افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د راتلونکي په تړاو سره خبرې وکړي.
ټاکل شوې په دې ناسته کې د ناټو د ماموريت په اړه خبرې د دونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون د هغې مادې په رڼا کې وشي چې وايي بهرني ځواکونه بايد تر راتلونکې مې له افغانستان ووځي.
خو د بايډن په مشرۍ واک ته رسېدلې نوې اداره اوسمهال پر دغه تړون بيا کتنه کوي.
له طالبانو غوښتنې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناټو سرمنشي ين سټولټنبرگ هغه شرطونه يو په يو په گوته کړل چې په وينا يې طالبان يې بايد پوره کړي.
د هغه په خبره، د سولې خبرې لا هم په نازک پړاو کې دي او د تاوتریخوالي کچه هم د نه منلو وړ لوړه پاتې چې پکې پر ملکي وګړو د طالبانو بريدونه هم راځي.
نوموړي زیاته کړه: "طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، په ښه نیت خبرې وکړي او له نړيوالو ترهګرو ډلو د همکارۍ د ودرولو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي. زموږ ګډه موخه روښانه ده. افغانستان باید هېڅکله بيا د ترهګرو په خوندي ځای بدل نشي چې زموږ پر هېوادونو بریدونه وکړی."
طالبانو لا د ښاغلي ستولتنبرگ دغو ورستيو ويناوو ته غبرگون نه دى ښوولى.
طالبان څه وایي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
خو تېره شنبه يې د يوې اعلاميې په خپرولو پر دې ټلواله غږ کړی و چې افغانستان کې دې جګړې او د دو ى په وينا نيواک ته دوام ورنکړي ځکه د دوى په باور دا چاره نه د دې هېوادونو او نه یې هم د ولسونو په ګټه ده.
طالبانو خپله وينا پاڼه کې په ټينگار ويلي و چې د افغان شخړې حل یوازې د دوحې تړون په عملي کېدو کې دی.
خو طالبانو او امريکا دواړو پر يوه بل دا تور پورې کړى چې ګواگې د همدې تړون پلي کېدو ته ژمن نه دي پاتې او له هوکړې يې سرغړونې کړي










