افغانستان: ملګرو ملتونو او ناټو سازمان د اوربند غوښتنه کړې

یوناما او ناټو

د عکس سرچینه، Getty Images - UNAMA

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي کابل

افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خپل لومړنی پیغام د روژې په مناسبت خپور کړی او په دغه هېواد کې یې د اوربند غوښتنه کړې.

په ورته مهال د ناټو سازمان ویلي، افغانان باید د سولې له فرصته ګټه واخلي.

ناټو سازمان له افغان سیاسي مشرتابه او د دوی له پلویانو د یوه ټولشموله حکومت لپاره د اختلافاتو لېرې کولو غوښته کړې او دغه راز یې له طالبانو غوښتي چې د دغه سازمان په وینا د هغه تاو تریخوالي کچه ټیټه کړي، چې د منلو وړ نه دی او له ځنډ پرته خبرو کې برخه واخلي.

د ناټو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، کوویډ- ۱۹ ناروغۍ دې چارې ته اړتیا نوره هم ډېره کړې.

بل لور افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز چې دوې ورځې وړاندې يې خپل کار پیل کړی، د روژې میاشتې د پیل په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې پر ټولو لورو غږ کړی چې د نړیوال اوربند لپاره د دغه سازمان د عمومي منشي د بيړنۍ غوښتنې غږ بدرګه کړي.

د مېرمن لاینز په پیغام کې راغلي چې کوويډ - ۱۹ رنځ افغانستان او نړیواله ټولنه له لا سختو ننګونو سره مخ کړې او هیله یې ښودلې چې اوربند به په دغو ناڅرګندو شرایطو کې افغانانو ته د دې مجال ورکړي چې له کورونا رنځ سره پر مبارزه تمرکز وکړي.

د ناټو په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د لسیزو اوږده بحران له منځه وړلو لپاره د خبرو تناظر یو تاریخي فرصت چمتو کوي او ناټو له ټولو اړخونو غواړي چې د تاو تریخوالي په تړاو خپلې ژمنې سملاسي پوره کړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې:

''ناټو دواړه لوري هڅوي چې د باور فضا رامنځته کېدو لپاره د زندانیانو خوشي کولو سره هوډ څرګند کړي او د سملاسي اوربند لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې واوري. د کورنا وېروس پرلپسې خپرېدنه د دغو اقداماتو اهمیت نور هم برالا کوي. موږ له طالبانو غواړو چې په افغانستان کې د کورونا وېروس خپرېدو مخنیوي کې خپل رول تر سره کړي. ''

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د روژې د مناسبت په پیغام کې ویلي وو چې په ټول هېواد کې د کوروناویروس د خپرېدو له امله شرایط حساس دي او پر طالبانو يې غږ کړی وو چې د روژې په درناوي د حکومت د سولې او اوربند غوښتنه ومني.

ناټو

د عکس سرچینه، NATO

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهين ظاهرا د هغه دې غوښتنې ته په ځواب کې پر خپله ټویټر پاڼه وليکل چې د کورونا له امله د زرګونو بندیانو په خطر کې اچولو او د سولې د هوکړې د بشپړ تطبیق د مخنيوی په صورت کې د اوربند غوښتل معقول نه دي.

هغه زیاته کړې چې دوی له امریکا سره د سولې د هوکړې په لاسلیکولو سره یو هر اړخیز جوړښت منلی چې نړیوالې ټولنې او امنیت شورا هم تاييد کړی او په وینا يې که عملي شي، اوربند او سولې ته رسېدل ممکن دي.

طالبان د دې هوکړې له مخې د افغانانو د خپل‌منځي خبرو تر پیل وړاندې د خپلو پنځو زرو بندیانو خوشي کېدل غواړي او حکومت د طالبانو د تاوتريخوالي او جګړو تر کمولو وړاندې د ټولو بندیانو یو ځايي پرېښودل شوني نه بولي.

له دې سره سره د دواړو لورو تر منځ د بندیانو د خوشي کولو لړۍ روانه ده. د افغانستان امنیت شورا ويلي د ولسمشر د فرمان له مخې يې تر دمګړۍ د پلازمېنې کابل د مرکزي زندان پلچرخي په ګډون له اتلسو ولایتونو ۵۵۰ طالب بندیان خوشي کړي.

امنیت شورا وايي د سولې او د کورونا رنځ د لا خپرېدو د مخنيوي لپاره به ټول ۱۵۰۰ بندیان خوشي کړي.

طالبانو هم په درېیو جلا پړاوونو کې د افغانستان په سوېل او ختیځ کې لسګونه هغه زندانیان خوشي‌ کړي چې دوی یې د افغان امنیتي ځواکونو کسان بولي، خو افغان حکومت وايي د طالبانو له خوا د خوشې شویو کسانو په ډله کې زیات شمېر یې ملکي وګړي دي.