افغان جګړه؛ نږدې ۱۸ کلونو کې" ۱۵۷ زره کسان وژل شوي"

یوناما

د عکس سرچینه، Getty Images

په امریکا کې د براون پوهنتون واټسن څېړنیز مرکز وايي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ۲۰۱۹ کال تر نومبر میاشتې افغانستان کې ۱۵۷ زره ولسي وګړي، نظامیان او د حکومت مخالفان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو او نورو ادارو د څېړنو له مخې، د افغانستان په جګړه کې له ۲۰۱۹ نومبر راهسې تر وروستیو پورې تر ۱۳ زرو نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

واټسن انستیتیوت وايي، دا څېړنه یې د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي سرچینو په ګډون له باوري نړیوالو سرچینو سره په همغږۍ کړې ده.

دا مرکز وايي، دې شمېرو کې یواځې هغه کسان یاد شوي چې مخامخ یې له جګړې ژوند له لاسه ورکړی دی، خو هغه کسان پکې نه دي راغلي، چې خوراکي توکو ته د نه لاسرسي یا هم د جګړې له کبله د پیدا شویو ناروغیو نه مړه شوي وي.

دا انستیتیوت اټکل کوي چې د ۲۰۰۱ کال وروستیو کې د جګړې له پیل د ۲۰۱۹ کال تر نومبر پورې، له ۴۳ زرو ډېر ولسي وګړي۶۴ زره افغان امنیتي سرتېري او د حکومت نږدې ۴۲ زره مخالفان وژل شوي دي.

دا شمېرې په داسې مهال دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال وویل، چې د هغه د ولسمشرۍ د تېرې دورې لومړیو څلورو کلونو کې ۴۵ زره امنیتي کسان وژل شوي دي.

دا ډول د افغان ملي پخلاینې مشر عبدالله عبدالله وړمه ورځ دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو پرانیست غونډه کې وویل، تېره فبرورۍ کې د افغان طالبانو او امریکا د تړون تر لاسلیک راهیسې، د افغان جګړې له امله له ۱۲ زرو ډېرو کسانو خپل ژوند بایللی دی.

سرتېري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر غني تېر کال وویل، د ولسمشرۍ لومړۍ دورې اولو ۴ کلونو کې یې تر ۴۵ زرو امنیتي کسان وژل شوي.

دې څرګندونو ته په کتو ویل کېدی شي چې افغان جګړه کې به د وژل شویو شمېر تر هغه ډېر وي چې واټسن انستیتیوت یې اټکلوي.

دې رپوټ کې د جګړې د ژوبلو او معلولو شمېر نه دی راغلی، خو باوري سرچینې وايي، د دغو قربانیانو شمېر هم لکونو ته رسېږي.

د واټسن انستیتیوت دا رپوټ په داسې مهال خپریږي چې د شنبې په ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوې.

دې خبرو کې له کابل دوحې ته ورغلي پلاوي او نړیوالې ټولنې له طالب مشرانو د اوربند غوښتنه کړې، خو طالبان وايي اوربند د خبرو د اجنډا یوه برخه ده او خپل منځي خبرو کې به پرې خبرې وشي ، خو افغان ولس چې دې خونړۍ جګړې ترې د کورنۍ ډېر غړي او خپلوان بایللي، اوس د سولې دې خبرو ته هیله من دی او تمه یې دا ده چې دواړه غاړې مرکچي پلاوي به د دې جګړې په پای ته رسولو او د سولې زېري په ور کولو بریالي شي.