ملګرو ملتونو افغان پوځ په هلمند کې د مرګوني برید مسوول وباله

د عکس سرچینه، EPA
- Author, متین سمسور
- دنده, بي بي سي لندن
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (يونما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، لومړنۍ موندنې يې ښيي، چې د دو شنبې پر ورځ (د جون ۲۹) د هلمند د سنګين ولسوالۍ پر بازار د هاوان ډزې حکومتي پوځيانو کړې دي.
ويل کېږي په دغه بريد کې لږترلږه ٢٧ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبليدلي دي، چې ډېر يې کوچني ماشومان او تنکي ځوانان دي.
دا پېښه په داسې مهال ده چې طالبان او افغان حکومت د دوو لسیزو جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرو ته تیارېږي.
يونما په يوه ټويټ کې ويلي: "د یوناما لومړنۍ او بې پرې موندنې ښيي چې د افغان ملي پوځ د هاوان ډزو د دوشنبې پر ورځ ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واړوله."
يوناما زیاتوي، څو باوري سرچينې تاییدوي چې افغان ملي پوځ د طالبانو د ډزو په ځواب کې د هاوان وژونکې ګولۍ ويشتلې او نښه ترې خطا شوې ده.
د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې، افغان چارواکو د دې برید مسوولیت پر طالبانو اچولی او ولسمشر غني دا پېښه "ترهګریز برید" بللی دی.
افغان چارواکو دا هم ویلي، چې لومړی دې ځای کې څلور توغندي ولګېدل او بیا موټر بم چاودنه وشوه.
خو وسلوالو طالبانو افغان ځواکونه د دې برید مسوول بللي دي.
د بشري حقونو کمېسون ورته نظر
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مرستيال نعيم نظري هم يونما ته ورته خبره کړې ده.
ښاغلي نظري ويلي، د هلمند د سنګين ولسوالۍ پېښه د طالبانو د بريد په ځواب کې د افغان ځواکونو د غبرګون له امله شوې ده او د لومړنيو شمېرو پربنسټ په دغه بريد کې ٢٧ کسان وژل شوي دي.
يونما په يوه بل ټويټ کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د استوگنې سيمو کې جګړه ودروي، ځکه وايي د جګړې په ډګر کې دغه ډول نامخامخ ډزې هر کال د زرګونو ملکیانو د مرګ سبب ګرځي.
د ملګرو ملتونو استازۍ همدارنګه له افغان دولته غوښتي، چې د دغې پېښې د پلټنې لپاره يو خپلواک ټيم جوړ کړي.

هلمند د افغانستان په سويل کې يو نارام ولايت دى، چې د کوکنارو د کر له مخې مشهور دی او ډېرې سیمې یې د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي.
په دغه ولایت کې نږدې هره ورځ د دې ډلې او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي، چې ډېر کله پکې د ملکي تلفاتو پېښې رامنځته کېږي.
د هلمند سنګین ولسوالي څو ځلې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لاس په لاس شوې ده.
پر ۱۳۹۶ لمریز کال دا ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغله او اوس یې هم مرکز د دې ډلې په لاس کې دی.
حکومتي ځواکونه په دغه ولسوالۍ کې یواځې یوه پوځي اډه لري.








